fbpx
ساهو برلاس مقالې

پاکستان د قامونو زندان

لیکوال ساهو برلاس
پاکستان عجيبه هيواد دی. د هغه خلګو لپاره چې پاکستان د ځان ګڼي. پاکستان په رښتيا هم داسي دی، د هغه خلګو لپاره چې پاکستان د سامراج پروژه ګڼي.
۱. په تهر کې به ستاسو ياد وي چې نواز او زرداري د کوئلې پروژه پيل کول. څومره يې له تهر سره مينه وه، څومره د تهر د رڼا سباوون او بدلون خوبونه، دروغونه وو. نن په تهر کې په لسګونو ماشومان له لوږي مړه شول. څوک يې تپوس کوي؟ د پاکستان له نورو سيمو سره مينه بس دومره وي چې شتمنۍ يې لوټ کړي.
۲. د ګډاني د پروژې خبري اورو. د آواران زلزلې ځپلي خلګ اوس هم د نړېدلي کورونو په لوټو ناست دي، د غېبي مرستي په تمه دي.
۳. د سيندک او ريکوډک غوندي پروژې چې پاکستان ته په اربونو روپۍ ګټي خو د نصير آباد ډويژن سيلاب ځپلي اوس هم بې کوره دي.
۴. د سوئي ګاز د پاکستان په اقتصاد کې ستر رول لوبي خو د بلوچستان حکومت تل د بوديجې له تاوان سره مخامخ وي او د اسلام آباد څخه خواستونه کوي چې مرسته ورسره وکړي. اسلام آباد د ګاز رائلټي نه ورکوي.
۵. د کالا باغ ډېم په وار ټول مسلمانان سره وروڼه وي. چې کله د پاکستاني پوځ او طالب له درندګۍ بې کوره شوي پښتانه پنجاب ته ځي بيا ورباندي ټولي لاري و تړي. پنجاب ته يې نه پرېږدي.
۵. چې د پښتونخوا د کوئلې، کرومائټ، زمرد، ترکاري او تمباکو خبره شي بيا پنجاب ورور وي. چې کله له پنجاب څخه غنم و غواړي بيا پنجاب ورباندي بنديزونه لګوي.
۶. طالبان هم راولي، خارجيان هم. په پښتانه وطن کې آباد کړي. بيا نوم د ترهګر ورکړي، کورونه بازارونه د پښتنو ورباندي وران کړي. نړۍ ته وائي چې پښتانه ترهګر دي او پاکستان د ترهګرۍ په جنګ کې ډېر تاوانونه وړي دي. نړيوالي مرستي په پنجاب او پنجابي پوځ و لګوي. پښتانه هسې بې کوره پاتې شي.