fbpx
مقالې

کډوال پښتانه

لیکوال سوات خان
تاریخ پوه په دې اند دي چې پښتانه د اسرایلو هغه ورکه قبیله ده چې د خپل کنډک څخه جلا سوه او تر غور د غرو وکوچیده، خو د تاریخ په پاڼو کښې دا نه لیدل کیږي چې دا قبیله ولې او په کومه هیله له کاروانه څخه بیلا د لړنګو تر غرو ورسیده او تر ننه پورې هم هغسي د کوچیدو په جریان کښې ژوند کوي . د قام پوهان په هم دغسي کوچنۍ کوچنۍ پيښو سرونه خلاصوي او بیا یې لااملونه او اغیزې په پوره تفصل سره د خپل قام په واړندې بیانوي چې ځني ګټه ترې پورته کړل شي خو د پښتون قام دویم نوم افغان دی چې د فارسي ژبې فغاء سره جوړیږي چې د ژړا او فریاد په مانو سره کارول کیږي. هم تر هغه دمه نیولې تر دې دمه پښتون په ژړا سر دی او ورسره دومره اموخته سوی دی چې اوس په ژړا پسي ژاړي، لرې له دې چې لږ سر پرې خلاص کړي چې دا ولې او څوک یې ژاړوي؟ خو په یوه هیله ناست دی چې یو څوک به یې په غم ورسره وژاړي او د مزې خبره خو دا ده چې هم د هغه سړي سره هیله لري څوک یې چې ژاړوي.
نن درسته نړۍ د پښتون په بیخګونۍ بوخت ده او د دغه کار لپاره د پاکستان یوه زوروه او چالاکه ټولنه په کار اچول سوېده، په لومړي پړاو کښې دغه ټولنې د پښتون په فکر او یو مخیز مغزو کښې ملا صیب ته لومړیتوب ورکو.پښتون د ملا آس دی او چې په کومه یې ورخیژئ، پښتون هم په هغه کښې د خیر لاره ویني خو دا چرت چرې هم نه وهي چې چیرته دغه لاره خو د دوزخ پر لور نه تمامیږي.
د ډیر وخت خبره هم نه ده چې د دې نسل په ژوند کښې رامنځته سوه، پښتون له یې په لغړه اوږه سټنګر توغندی کیښودواو خپیلابه پښې یې د روسیه په ټانک وروخیژو، له واشینګټنه اسلام اباد ته وویل سول چې له اوږې به سټنګر میزال څه رنګه وداغل سي او امکان لري چې ویشتونکی ټپي او یا هم مړ سي. د اسلام اباد تماشګیرو ورته وویل چې اوږه خو یې پریږده، موږ یې ورته په پښو پیزار هم نه ورکوو، دا د ایمان جذبه ده٬ مومین هو تو بی تیغ بهی لړتا هے سپاهی٬
او هم دغه لغړه اوږه او لغړې پښې د ایمان له خوږو ډک پښتون په تشه خیټه یې د نیمې نړۍ پالاوان راوپرځاوه او له دغه ورسته یې خپله توره او ټوپک د پنجابي بادار په پښو کښې سره د خپلې شملې کیښودو. پنجابي بادار هم پر بریتو لاس راکاږو او د واشینګټن خوږه پیسه یې په خپله خیټه کښې ورومنډله، پښتون یې په ملا وټپولو ویل یې ورته، جنت دې مبارک سه او که اولاد ولري نو د زموږ د مدرسو دروازې به ورته هر وخت خلاصې وي او ته به هم په جنت کښې د اولادو د صدقه جاریه څخه برخمن ووسې.٬
نوی مقام دې مبارک سه د جنت شهیده،
تاته راغلي فرشتې دې پاک و صاف شهیده٬
د ناین ایلون د پيښو سره سم د پنجاب په کور کښې غوا لنګه سوه، باید چې هیره مو نه وي چې غوا ناساپه نه لنګیږي او بیا دا څه داسې عامه غوا هم نه وه د پاکستان پنجابۍ غوا وه تر ډیره وخته څارل کیده او مشر بادار ورته انتظار باسو. اوس وخت راغلو چې بادار خپلې ټولې پتې وکاروي، ملا صیب، تالب جان او ترهګر یې ټول په خپلو کښې داسې ولړل چې بي د باداره یې خو نه څوک پیژني او نه یې لیدل سي.بیا د بادار خپله میډیا رامنځته سوه، په هر ځای کښې تالب جان پیدا سو، چاودنې سوې، ښه تالبان، بد تالبان، پښتانه تالبان، پنجابي تالبان، افغاني تالبان، عرب تالبان،چچن تالبان او په تیره تیره پیریان تالبان؟؟
دا ډرامه خو بین الملي ځورواکان په هغه هېوادو کښې کوي چې ورته د ننوتلو لاره هوار کړي، پنجاب هم دغه ماډل اوس په پښتنو ازمایي، چې کله پښتون وژني او تر کوره پسي ورځي نو لوموړی ورته په کلي کښې تالب جان پیدا کړي، بیا تالب جان په وسله او پېسو دومره موړ کړي او په تاقت او عزت یې دومره دروند کړي چې د کلي نور خلک هم وهسیږي چې ورملګري یې شي دغه ډول د تالبانو غورځنګ ته لاره هواره شي. دوی د خپلو مشرانو په داډ په خپلو سیمو کښې تښتونې، غلاوي او وژنې پیل کړي، د دوی لومړی کار چې دوی ته ورکړل شوی وي هغه په ټولنه کښې د مخورو او اتلانو وژل وي دا هغه خلک وي چې په پوځي عملیاتو کښې یې وژل ورته ګران وي نو ځکه یې دمخه د له منځه یوسي. خلک چې دا وګوري چې د سر خلک یې ولاړی نو دوی بیا په خپله بي له پوځي د راتګ بله چاره نه مومي. هم دا هغه وخت وي چې ورته انتظار باسل کیږي. په دې جریان کښې د تالبانو هغه مشران چې له نورو ځایونه راغللي او په ځایي خلکو کښې ورګډ سوي یي او د دغه ټولې کیسې سر لیک یې ایښودلی وي په عجبه ډول غیب سي او د دوی سره څه لږ ځایي د لویې کچې قومندانان هم ورک سي. پوځي ویاند خو یا د دوی د مرګ خبر خپور کړي او یا یې د افغانستان په یوې سیمه کښې د شتون اعلان وکړي.
اوس د کیسې دویم ټوک پیل سي. اصل جنګسالاران خو بیرته ولاړ سي او په خپلو مسلکي دندو بوخت سي، هغه ټول خلک چې یا یې دوی ته ستړي مه شي ویلي، یایې پرې د خپلې ویرې چای چېشلی وي او یا بیا یې چرې ورته لاره ښودلي وي او یا هغه خلک چې په ریښتیا د یوې جذبې له مخه یې د دوي سره ملګرتیا کړي وي، د هغوی ټولو نوملړد پوځي عملیاتو مشر ته ورکړل سي.هغوی چې کله پوځي عملیات پیل کړي نو په لومړي سر کښې د دغه خلکو کورونه، مالونه او عزتونه د له منځه یوسي، د دغه خلکو د ماشومانو پورې ورک سي، ښځې ورته په پنجاب کښې خرڅې کړي، او نارینه یې په داسې بندیخانو کښې واچوي چې هیڅ چا ته یې هیڅ درک نه لګیږي.په دغه خلکو په بندیخانو کښې څه تیریږي، دغه حال د ویلو نه دی خو دومره بد چلن ورسره وشي چې دغه بندیان پخپله نور ژوند نه غواړي او په چاودنه کښې ځان الوزول ورته تر ټولو غوره کار ښکاري. دوی بس د ځان وژنې لپاره تیار سي، نو دغه وخت ورته پوځیان د تالبانو په جامو کښې راشي، بندیخانه ورته ماته کړي او دوی د بنده راخلاص کړي،ښه میلمستیا ورته ورکړي، او بیا د بدل اخیستلو لپاره ورته چاودیدونکی جاکټ ورواغوندئ، اوس چې کوم ځای ورته دوی په کوته کوي، دغه بي چاره ګان هم هلته ځانونه چاودوي.
اصلي خبره داده چې چوک د چا سره جنګ کوي؟ څوک څوک جنګوي؟ خو یوه خبره چې باید سر پرې خلاص کړو، چې ټوله لوبه د پښتون ټول وژنه ده. پښتانه مشران باید لاره پیدا کړي، ګنې وخت دومره نه لري.