fbpx
ساهو برلاس مقالې

پښتو په موږ حق لري

لیکوال ساهو برلاس
فرانس فېنن ويلي وو چې اولس ته هر څه ښودلی شې اما په يو شرط که ته رښتيا دوی پوهول غواړې. دا د خلوص کرامت وي چې هر څه آسانه کړي. بې له دې خلوصه، که څوک له اولس سره خبري کوي نو د پاولو فرېرې په وينا ګران، لوړ ټکي ډېر کاروي چې د اولس له ژوند ژواک او اړتياوو سره يې هيڅ تړون نه وي. ځکه ټکي خپل مطلب بايلي او خلګ نه يواځې دا چې بدلون ته نه هڅوي، پېښه لا دا چې خلګ ورڅخه ديغ شي.
زما په اند، دلته دا يو توپير کول پکار دی چې ټولي خبري د اولس لپاره هم نه وي. پښتو اولسي کول دا نه معنا چې هغه الفاظ دي و نه کارول شي چې د علم په بېلابېلو څانګو پوري اړه لري. د انګريزي ډېر توري دي چې عام اولس خو څه، د پوهني د بلي ځانګي ستر پوهان هم ورباندي نه پوهيږي.
د پښتو په اولسي کولو کې شاعران او سياسي کارکونکي ستر رول لوبوي خو د پښتو په غني کولو کې د پوهانو رول مهم دی. پښتو که د سيمي او نړۍ د نورو ژبو سره سيالي کوي نو دومره بايد غني وي چې د سائنس او ټېکنالوژي ژبه جوړه شي. لمن يې دومره پراخه وي چې هر رنګه موضوع پکښې څېړل آسانه وي.
پښتو به د سائنس او ټېکنالوژي ژبه هلته جوړيږي چې پښتانه د نورو پرمختللي ژبو غوندي نړيوال ارزښت لرونکي آثار و ژباړي. که دا ژباړه و نشي نو پښتانه به د ارتقا هومره مودې ته وار کوي په کومه موده کې چې نړۍ دا برياوي تر لاسه کړي دي. پښتانه که انتظار و هم کړي نو وخت خو يې نه کوي ځکه به نوري ژبي ورباندي برلاسي شي. دا هوښياري هم نه ده چې يو شی په آسانه توګه ترلاسه کيږي او ته ګټه ترې نه اخلې.
په محکوم افغان وطن کې د پښتو پرمختګ د اولس په لاس کې دی. چې تر څو اولس غلام وي، پښتو د آزادي ژبي په څېر پرمختګ نه شي کولی ځکه دلته د اولس غونډول، منظم کول، پوهول او د خپلواکی مرام ته هڅول بايد چې لومړی په نظر کې و ساتل شي. د وخت دا اړتيا و موږ ته دا ښائي چې داسي آثار بايد و ژباړل شې چې د پښتنو د خپلواکۍ په مبارزه کې مرسته وکړي، خپله پېژندګلوي Identity وروښائي، قامي، سياسي او ټولنيز شعور ته وده ورکړي. دا ژباړي به نه يواځي سياسي مبارزې ته تقويت ورکړي ورسره به پښتو ژبه غني کړي.
په آزاد افغانستان کې پښتو چټک پرمختګ کولی شي ولې چې زمينه ورته مساعده ده. اولس د پښتو سره مينه لري، په ښوونځي، پوهنځي او پوهنتون کې ويل کيږي اما ډېر کار لا پاته دی. لوستي، باسواده او باشعوره وګړي که د شاعري سره په څنګ فلسفه، سائنس او ټېکنالوژي ته پام وکړي، د دې څانګو کتابونه په پښتو وژباړي نو پښتو به د ارتقا په دې مزل کې يو ټوپ ووهي او د سيمي د نورو ژبو سره به د سيالی په ډګر کې ودريږي.