نیټه یولسم اپریل ۲۰۱۳
هڅې خو پښتو په شمیره شپږ زره کاله اوږده دوره لري او ارومرو پښتانه به هم دومره لرغونی میشتوالی لري. که دا ریښتیا وي نو پښتانه خو بیا یو د لومړنیو انساني ټبرو څخه دي. د پښتنو په لرغونتیا او اصلي توب کښې هیڅ شک نه شته دی او دغه رنګه د پښتنو سپیځلي او لرغوني دودونه یو څه د انساني لومړنیو پرمختګونو پورې اړه لري.
پښتون په طبعت یو ټولنیز خوی او فکر لري او دغه رنګ د پښتنو ټول دودونه د ټولنې د خیرخیګړې او قامپالنې څخه عبارت دي. کوم کار چې اروپا د دووسووکالو د جګړې وروسته ترسره کړو چې کلیسا او پارلیمان یې سره د یو بله وشلول پښتون دغه کار بې له څه جګړې په سوونو کالو وړاندې په هوجره او عبادت خانه کښې ویشلی و او چې کله اسلام په کښې راغلو نو د هوجرې څخه تړلي ټول دودونه هم په خپل ځای ژوندي پاتي شول فقط د عبادت ځای یې په جومات وااوښتیدو او تر دې دمه پښتون په هوجره کښې د دې جهان او په جومات کښې د هغه جهان چارې پر مخ بوتللي دي.
هوجره د پښتون قام په ټولنیز ژوند کښې د ملا د تیر په څیر ده . د هوجرې په خیټه کښې د پښتون قام ټولې زمانې او دودونه د یوې هندارې په څیر پراته دي. هوجره د پوهنتون په شان د پښتون بچي، ځلمي او بوډا د پښتو په چوکاټ کښې دننه تربیه او لارښودنه کوي. د ماشوم د ځیګون نه نیولي تر مړي پورې هوجره د خپل وګړو په هر قدم د هغوی په شخصي او ټولنیز ژوندانه لکه د یوې پښتنې مور پالنه کوي.
دا یو دود و چې د ماشوم د ځیګون په وخت به د کورنۍ ټول غړي، د چم ګاونډ خلک ، ملګري او دوستان به سره په هوجرې کښې ډکي ټوپکي په لاس د ماشوم د ځیګون زیرې ته په انتظار ناست ول او د زیرې سره به په ټول کلي کښې د ډزو او ډولکو سورنو اوازونه شول. دا د ټول کلي په ایړه خوشالي وه. د کورنۍ مشر به د ټول کلي په وړاندې په ماشوم یوه ښایسته پښتنه نامه کیښوده او دغه رنګه به د ماشوم هرکلی او پیژنګلو وشوه. د ټوپک ډز او د ډول درز د ماشوم لپاره یوه ښکلي خبره وه.
له دې وروسته دویمه غټه خوشالي به د هلک واده و. د هلک واده ته به د ټول کلي خلکو هم دومره په بې صبرۍ سره انتظار باسو لکه چې به ورته د هلک مور او خور په انتظار وې. هوجره به یو ځل بیا د کلي د خلکو، خپلو خپلوانو او یارانو دوستانو نه ډکه شوه. په هفتو هفتو به میلمانه تلل راتلل او په ټول کلي کښې به لکه د اختر غوندې خوشالي وه. ټوله شپه به په هوجره کښې ګډاګانې او خنداګانې وې. د پښتو وخت و او د خوشالو دوره وه.
دغه رنګه که به په کلي کښې یو څوک ومړ، نو په ټول کلي به غم و او د مړي د کور غم به په ټول کلي ویشلی و. یو ځل به بیا په هوجرې کښې ډلې ډلې خلکو د غم ځپلې کورنۍ سره د مړي غم ژاړه.
پښتانه له بده مارغه په خپلو کښې دښمنۍ او تربګنۍ ساتي. په داسې موقعو به هوجره په عدالت وااوښتیده. پښتانه د جرګو او مرکو خلک دي. دا بیا د دې قام ځانګړتوب دی چې د وړې نه وړه او د غټې نه غټه کشاله په جرګه هواره وي. مشران به سره کښیناستو، د ساعتو په حساب به یې ګناهګار ته سزا او بې ګناه ته تاوان ورکړو. دغه رنګ به د کلي ټولې لویې وړې خبرې په هوجرې کښې متره کیدلې او د حل لاره به ورته پیداکیدله. هم په دغه وخت کښې ملا هم و او جومات هم خو ملا کله هم د هوجرې په درنښت کښې د سپکوالي کوښښ نه دی کړی، هوجره او جومات خوا په خوا ول او د دواړو چارې او لارې مالومې خبرې وې. د هوجرې په چیلم، ستار او ډول د جومات له ممبر څخه کله هم نیوکه نه ده شوې. اخترونه که څه هم مزهبي لمانځني دي خو خبرتیا به یې د ډول په ږغ کیدله. هوجره د ناستې ولاړې ،روغې جوړې او غم ښادۍ ځای و او جومات د لمانځه. د دواړو تر منځ یوه نالیکلی قرارداد و چې د یو بل په حقونو به تیری نه کوو او هم دا وجه وه چې د پښتون په ټولنه کښې امن او خوشالي وه.
موږ که د پښتون په ټولنیز ژوندانه کښې د کومې خبرې کمی اساسو نو هغه فقط په پښتنه ټولنه کښې د ښځو کمه ونډه او ناستایلی رول و او باید د وخت په تیریدلو دغه تشه هم پوره شوی وای،خو دا بیا هم د پښتو غوښتنه نه وه چې پښتنې جونه په کور کښې زنداني کړي، دا د ملاجان فیصله وه چې پښتنه جونه له مکتبه لیرې وساتي.
د غلیم په سترګو کښې د پښتون خوشالي او امن کله ځایدلو، لومړی یې راپسې بې وطنه او بې پته ملا جان راولیږو او ملا جان چې کله د هوجرې نه فاشه خانه جوړه کړه او په نوراني مخ بیرته خپل هېواد ته ستون شو نو سملاسي ورپسي د سیاسي ملاجان دوره پیل شوه. سیاسي ملاجان پښتو ژبه د دوزخ ژبه وګرځوله او د هوجرې هر توکی په تیره تیره ډول او ستار د ملاجان په سترکو کښې ازغي ول. دې ملاجان د پښتو هر دود او هر کلتور د دوزخ خشاک وبالو او پښتون یې له پښتو بیل کړو. بې پښتو پښتون او بې کلتوره پښتون د غلام پښتون لپاره تیار شوی و.
د غلام دغه سټۍ په نني دوره کښې د یو بې غیرته، بې پته او بې ننګه تالب په خونه بدله شوې. کوم جنګ چې د هوجرې په ضد پیل شوی نن هغه جګړه د پښتون تر انغري رارسیدلي. د پښتون ټولنیز ژوند تس نس شوی او نن هم ملاجان ورته د حل لاره ګوري. پښتون باید پوه شي چې د ملاجان سره د پښتون لپاره تشه بربادي ده. نن د ملاجان د بچي تالب جان له لاسه د پښتنې خور ناموس په بازار خرسیږي. تالب جان په هوجره او جومات دواړو لکه د چینجي اړم دی. د دې بې پته قاتل نه خلاصون په فقط په هوجره او د هوجرې په قانون کښې دی. پښتون به په یو لاس کښېې ډول او په بل لاس کښې توره رااخلي ، په ډول به تالب جان لیونی کیږي او توره به ورکیږي. بې له تورې خلاصون نشته په جهان کښې.