چېرمين: خلق ريسرچ اينډ انفارميش فورم
څنګه چي هر انقلابي ږغ تر خپل وخت او زمان مخته وي، کټ مټ همدغسې د خلکو اکثريت هم تر وخت مخکې د دې نوي انقلابي ږغ مخالفت کوي. کله چي کوم مترقي ږغ د خلکو په ويدو ضميرونو کې د ښور او زوږ په پيدا کولو سره فکري جمود ماتوي، د زړو او ورستو خيالاتو د له منځه وړلو درس ورکوي يا د خلکو فکرونه له روايتي سطحې او دايرې څخه را باسي او پر نوې ساينسي لاره د تلو چل ور ښيي، نو عام خلک- چي د پوهې، ارزونې او زغم وړتيا پکې لږ وي، د نوي ساينسي طرزفکر د ملاتړ پر ځاى، مخالفت کوي، د دې انقلابي ږغ د پټه خوله کولو او په لاره کې يې د خنډ جوړېدلو ناکامه هڅې کېږي چي له امله يې د نوي قانون او د بيان د طرز تر منځ يوه نوې جګړه پيل شي، د مخالفت او مقاومت (مزاحمت) په دې عمل کې خلکو ته له نوي سره د ډېر څه زده کولو، فکر کولو، ارزولو او خپلولو موقع په لاس ورشي او وروسته بيا همدا فکري بدلون د بشري ټولنې د اقتصادي، ټولنيز او سياسي نظام لارې ټاکي.
زه ګيله د بې قدرۍ د چا نه وکړم…?
د ړندو کره بلېږم زه څرا غ يم
د نوې زمانې له نويو غوښتنو سره د خلکو د اشنا کوونکي مترقي ادب نوميالى ليکوال، د کابل د ابن سينا ليسې رئيس او د افغانستان پخوانى ولسمشر استاد حفيظ الله امين د ١٩٢٩م کال د اګست په لومړۍ نېټه د کابل په پغمان ولسوالي کې زوکړى وو(1) چي د قاضي خېل کلي له يوې غريبې کورنۍ سره يې تړاو درلود، لا ډېر کوچنى وو چي پلار يې حبيب الله خان له دې نړۍ سترګې پټې کړې. استادامين د خپلى شرېک حيات اغلى پتمنه حفيظ الله امين څخه درې زامن عبدالرحمن امين شهيد, خوازک امين شهيد او ډاکټرببرې امين اوڅلورلوڼې غوټي امين(ژورناليست),ګلالي امين,ملالي امين او ډاکټره وږمه امين لرلي چي داوخت يې ټول خاندان په جرمنې (ا لمان) کې ژوند کوې. استاد امين لومړنۍ زدکړې په پغمان کې کړې وې، لوړې زدکړې يې په کابل پوهنتون کې کړې وې او د دوکتورا (پي ايچ ډي) سند يې د امريکا له کولمبيا پوهنتونه اخيستى وو، په دې ډول ويلاى شو چي د ټولې منځنۍ اسيا په ولسمشرانو کې همدا يواځينى ولسمشر حفيظ الله امين وو چي د دوکتورا ډګري يې اخيستې وه. د عملي سياست ميدان ته تر راتګ مخکې يې د کابل د رابعه بلخي د نجونو په ليسه کې د استادۍ او د ابن سينا عالي ليسې د رئيس دنده تر سره کړې ده، د شاهي حکومت په زمانه کې د ده قلمي نوم ” اباسين” وو او پر پښتو، پارسي او انګرېزي ژبو يې خاص عبوردرلود.
استاد حفيظ الله امين لا له کوچنيوالي د لارښوونې او ګوندجوړونې استعداد او احساس درلود، “هغه چي لا په امريکا کې محصل وو، د افغانو محصلينو د ټولنې مشري يې هم پر غاړه درلوده”(2). د پوهنتون د ”مترقي سوشلسټ کلب” له مشرۍ څخه يې دا خبره جوتېږي چي استاد حفيظ الله امين لا په کوچنيوالي کې د رهبرۍ وړتياوې لرلې، نورو ته لارښوونه او ګوندي کړنلاره يې ترتيبولاى شوه، عملي سياست يې په ١٩٦٦م کال د افغانستان د خلق ډيموکراټيک ګوند تر سيوري لاندې پيل کړ، چي بنسټ يې ستر لارښود نورمحمد تره کي د خپلو انقلابي ملګرو په ملتيا د ١٩٦٥م کال په جنوري کې ايښى وو. “په ١٩٦٩م کال کې چي د افغانستان د ولسي جرګې د ديارلسمې دورې لپاره د انتخاباتو اعلان وشو، نو استاد حفيظ الله امين په دغو انتخاباتو کې لومړنى خلقي مشر وو، چي د خلق ډيموکراټيک ګوند په استازيتوب او نوماندۍ (کانديدۍ) له پغمانه پارلمان ته کامياب شو”(3).
په موږ کې خو د خلکو له سياسي نظرياتو سره اختلاف ته په کتو سره د هغوى نور ټول اړخونه يو مخ له پامه غورځول کېږي چي دا د علمي عدل او انصاف خلاف عمل دى,
Ustad Hafizullah Ameen Abasin is one of the great ENIGMAS of Saur Revolution. په دې ترڅ کې له استاد حفيظ الله امين سره نظرياتي اختلاف لرل د هر چا حق دى، خو د پښتو ژبې، علم او ادب په ميدان کې د ده له لوړ علمي، ادبي او ژورناليستک خدمتونو څخه هيڅوک هم انکار نه شي کولاى،. په دې ليکنه کې مو د استاد حفيظ الله امين د سياسي او انقلابي مبارزې او ګوندي سازمان پر ځاى يواځې د هغه د علمي، ادبي او ژورناليستيکو خدمتونو د را نغښتلو هڅه کړې ده، خو د هغه پر دغو خدمتونو تر بحث مخکې د دې خبرې يادونه ضروري ګڼم، چي د استاد امين شخصي سياسي کتابتون، د هغه څېړنيزې او تخليقي مقالې او ويناوې د شاه او شاه پرستانو د ظلم او تېري شومه شول. د ثور انقلاب تر پيل يوه ورځ مخکې د استاد امين د نيولو پر وخت د هغه په کور کې درې سندوخه له کتابونو او سياسي رسالو ډک پراته وو، چي په هغو کې د ده ټولې څېړنيزې او تخليقي ليکنې، مقالې او سياسي ويناوې او ليکونه ټول شامل وو، جنرال عمرزي او د ده ټولو دولتي کسانو (پوليس مامور فدامحمد, څارنوال محمد نعيم) د استاد امين د نيولو پر وخت هغه ټوله سياسي او ادبي خزانه له يوې توپنچې سره په حکومتي قبضه کې واخيستل. د ننګرهار جلال آباد پخواني ښاروال انجينئرلطيف برېال تېره اونۍ له المان څخه د سکايپ (epykS) له لا ري دا خبره ماته په ګو ته کړه چي” د حفيظ الله امين له کابل, کوټه, کندهاره بيا تر پېښوره د خپل وخت ټول پښتون افغان اهل سياست ودانش سره يې ښه ربط او تعلق درلودی او هرکال د پښتونستان، خوشال خان خټک او رحمان بابا ورځ يې په باقاعده ګي سره لمانځله. د حفيظ الله امين د نيولو پر وخت د هغه خپل دوه ناچاپ ليکلي کتابونه په پارسي او دوه ناچاپ ليکلي کتابونه په انګرېزي کې هم د شاهي نظام د ظلم وجبرشومه شول چي تراوسه پوري لاس ته نه دي راغلي”. د ده د نيولو پېښه ډېره په زړه پورې او عجيبه ده، د نيول کېدو پر وخت له دولتي چارواکيو سره د ده له جرئته ډکې مکالمې څخه سړى ډېره ښه اندازه کولاى شي چي هغه څومره ځيرک، زړور او ذهين انسان وو. د استاد امين د محاصره کولو څومره پر پېښه جنرال عمرزي په خپل کتاب ” د کابل شپې” کې په تفصيل سره خبرې کړې دي
علم او هنر د ټولو انسانانو ګډ ميراث دى، نو د شاه او شاه پرستانو د ګټو او د هغوى د واک د محور د له منځه وړلو او ټولو مصنوعي حدودو پر ځاى يواځې د بشري پولو د ټاکلو لپاره د سياست، ادب او ژورناليزم ګډې مبارزې ته نن هم زښته ډېره اړتيا ليدل کېږي. شاه او شاه پرستانو چي د خلق ډيموکراټيک ګوند د (خلق) جريدې تر شپږمې ګڼې خپرېدو وروسته پر دې اوونيزه خپرونه بنديز ولګاوه او د (خلق) اوونيزې تر بندېدو وروسته پر خلقي ادبياتو هم مځکه تنګه شوه، ځکه د (خلق) جريدې له دويم ځل خپرېدو سره يې د چاپ شمېر شل زره ګڼو ته ورسېد او پر داسې سختو حالاتو او دولتي بنديزونو برسېره خلقي مشرانو له خپلو ملګرو سره يو ځاى په بشپړ زوږ او ولولو سره د خپل ګوند د اظهار او تبليغاتو لړۍ ته دوام ورکړ، استاد نورمحمد تره کي خو په ١٩٦٩م کال کې د ”راهنما” او ”جنبش” په نامه دوې جريدې هم پټ په پټه خپرولې او د وېشلو چارې يې استاد حفيظ الله امين ته سپارلې وې، چي هغه په ډېر صدق او زړورتيا تر سره کولې(4).
دا د خلق ګوند د مشرانو د پوهې او سياست له اخلاصه ډکه مبارزه او له خپل سياسي تحريک سره نظرياتي تړاو وو، چي په ډېره لږ موده کې يې د ګوند پيغام له لويو- لويو ښارونو د هېواد تر کلي- کلي پورې و رساوه، په دې ترڅ کې استاد حفيظ الله امين په خپل ګوندي فعاليت کې ښه پراخه ونډه واخيسته او د خلقي ادبياتو په وسيله يې خلک په ډېر ښه ډول د خپل انقلابي کاروان ملګري کړل. د کورنۍ واکمنۍ، شاه او شاه پرستۍ د بېخ کښلو لپاره د استاد حفيظ الله امين علمي او ادبي خدمتونو تر لرې پورې ډېرې ښې اغېزې خپرې کړې، د هغه د مطالعاتي دايرې، انقلابي ويناوو او ادبي مقالو په اړه خو په يوه ليکنه کې خبرې نه شي کېداى، خو د هغه د درېوو ښکاره کتابونو يادونه ضروري ګڼو، چي په لاندې ډول دي:
١. ژورې څېړنې
٢. د برياليتوب راز
٣. انقلابي لار
استاد امين د ١٩٥٠م کال د لسيزې په پاى کې د دوکتورا د ډګرۍ اخيستلو لپاره د امريکا کولمبيا پوهنتون ته تر تګ مخکې خپل لومړنى کتاب ”ژورې څېړنې” د کابل د علومو اکاډمۍ ته د چاپ لپاره ورکړ، په هغه وخت کې د کابل د علومو د اکاډمۍ مشر استاد عبدالروف بېنوا وو، چي د خپل وخت د معاصرو شاعرانو، اديبانو او پوهانو د ژوند د حالاتو او د هغوى د قلمي خدمتونو د خوندي کولو لپاره يې د يوې ادبي تذکرې د ليکلو شعوري هڅې پيل کړې او له امو تر اباسينه قريباً ټولو د علم او پوهې نومياليو کسانو خپل لنډ ژوندليکونه او د خپلو علمي او ادبي خدمتونو څو نمونې ور ولېږلې او استاد بېنوا دغه تذکره تر بشپړېدو وروسته د ”اوسني ليکوال” په نامه په دوه ټوکه کې چاپ کړه. د کابل د علومو اکاډمۍ دغه ارزښتمن کار په دې لحاظ هم د ستاينې او باور وړ دى چي دا د علم او ادب د خاوندانو خپلې ليکنې دي. استاد حفيظ الله امين هم خپل لنډ ژوندليک او خپله تاريخي ليکنه ”استعمار او د پښتونستان واقعيت” ور واستول او په همدې ور لېږل شوي ژوندليک کې استاد حفيظ الله امين د خپل لومړني کتاب يادونه په داسې ټکيو کړې ده چي تر اوسه پورې ورک دى. “ما خپل يو کتاب د (ژورې څېړنې) په نامه وليکه او د کابل پښتو اکاډمۍ ته مي په دې هيله ور واستاوه چي هغوى به يې ډېر زر چاپ کړي”(5).
له دې پرته د ده خپل چاپ شوى کتاب ”انقلابي لار” د فلسفې، اقتصاد او علمي و عملي سوشليزم په اړه دى، د دې کتاب له مطالعه کولو څرګندېږي چي استاد حفيظ الله امين نه يواځې د سياست، تاريخ او ادب ژوره مطالعه لرله، بلکې د فرانسې له انقلاب ١٧٨٩م، د روسيې د اکتوبر له سوشلسټ انقلاب ١٩١٧م، د ترکيې له انقلاب ١٩٢٣م، د چين له انقلاب ١٩٤٩م، د کيوبا له انقلاب ١٩٥٩م او د کمبوډيا له انقلاب ١٩٧٥م او د هغوى له معروضي او عيني حالاتو او تدريجي پړاوونو څخه هم په بشپړه توګه خبر وو. استاد امين په فلسفي انداز له سوله ييز انقلابه د وسلوال انقلاب اړتيا، له ټولنيز ژوند، فکر او عمل سره د نورو تحريکونو تګلاره، د سوشلسټ انقلاب بنيادي اصولونه، د غير سوشلسټ انقلاب بېلابېل ډولونه، د کلتوري انقلاب تدريجي پړاوونه، د سوشلسټ انقلاب افغاني بڼه او د انقلاب د پرمختګ او بشپړتيا بېلابېل پړاوونه په ډېر ښه ډول ذکر کړي دي او له دې پرته يې له نورو هېوادونو سره د اقتصادي اړيکو او زيارايستونکې طبقې پر نړيوال غورځنګ او نهضت باندې هم بحث کړى دى. ده له عراقي کمونيسټ ګوند الطريق الشعب، د هند له کمونيسټ ګوند، د شمالي کوريا له کمونيسټ ګوند، د شوروي اتحاد له کمونيسټ ګوند، د ايران له توده کمونيسټ ګوند او د کيوبا له کمونيسټ ګوند سره، له خارجه وزارته تر ولسمشر کېدو پورې په دوامدار ډول ښې اړيکې لرلې.
د ده په خپل کتاب ” د برياليتوب لار” کې د انساني ټولنې د ټولنيزو او اقتصادي حالتونو او پېښو پر بېلابېلو پرمختيايي پړاوونو باندې ډېر ښه بحث کړى دى، له دې سره سره يې په متحده هند کې د بريتانوي استعمار له ناپاکو ارادو، د هند له وېش او د پښتونخوا وطن پر وسايلو او معدنياتو باندې د انګرېزانو د قبضې کولو له پټو ارادو پرده پورته کړې ده، همدارنګه يې د يوه اشتراکي او سوشل نظام په ناکامولو او بدنامولو کې د انګرېزي استعمار او د هغوى د لاسپوڅو بېلابېلې دسيسې او لاسوهنې رسوا کړې دي.
د رهبرکبير استاد نورمحمد تره کي د شاهکارو ناولونو (د بنګ مسافري)، (سپين)، (څړه) او (سنګسار) له ليکليو سريزو د حفيظ الله امين قوي علمي او ادبي شخصيت له ورايه څرګندېږي، د ده ليکلي او تاليف کړي آثار په پښتو ادب او سياست کې يوه د ارزښت وړ علمي زياتونه ده چي د ټولنپوهنې (سوشيالوجي)، سياست، فلسفې او نورو ټولنيزو علومو لوستونکي د استاد حفيظ الله امين له فکر او علمي ادراک څخه تر ډېره حده ښه استفاده کولاى او خپله تنده پرې ماتولاى شي.
زه يې چا لره وهم قدر يې چا زد ه…?
په اور وسوځه دا توري قلمونه
د ١٩٧٨م کال د اپرېل پر ٢٧مه د افغانستان د ثور انقلاب تر پيل وروسته څو ځله په هېواد کې دننه او دباندې د استاد حفيظ الله امين د وژلو دسيسې جوړې شوې او څلور ځله په معجزانه ډول له بريدونو و ژغورل شو، هغه پر يوه وخت په هېواد کې دننه او دباندې پر دوه بېلو محاذونو جګړه کوله. ده د شوروي اتحاد پر سفير اليکزانډر پوزانوف باندې تور ولګاوه چي ګواکې هغه د خلق ګوند په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي او په ګوند کې په اختلاف اچولو سره نظرياتي ملګري يو د بل په ضد پاروي، نو کله چي پوزانوف له افغانستانه ايستلو ته مجبور کړاى شو، د استاد حفيظ الله امين او کې جې بي تر منځ اختلافات او شخړې پيدا شوې، سره له دې چي شورويانو مرسته هم کوله، خو د کې جي بي ځينو خاصو مشرانو هم خلقي حکومت ته په دې خاطر کورنۍ او بهرنۍ ستونځې جوړې کړې چي تر خپل واک لاندې يې راولي، استاد امين وروسته له هغه، چي له شوروي اتحاد سره د برابرۍ او ملي خپلواکۍ غوښتنه يې وکړه، د’افغان مارشال ټيټو'(fghan MarshalA Tito) په نامه و نومول شو، ځکه نو دا جګړه ډېره اوږده شوه، د ١٩٧٩م کال د دسمبر پر ٢٧مه استاد حفيظ الله د خپلې کابينې ټولو غړيو او نورو دولتي چارواکيو او د ماسکو مېلمنو ته په تاج بېګ ماڼۍ کې د غرمې ډوډۍ ورکړه، د کې جې بي د غړيو له خوا د استاد امين او د هغه د ملګرو د وژلو دسيسه هغه وخت ناکامه شوه چي روسي اشپز دوى ته په ډوډۍ کې کمه اندازه زهر ورکړي وو، هغه چي له سوپ څخه څو کاچوغې وخوړلې نو ورباندې شکمن شو، سمدستي هلته ګډوډي جوړه شوه او خلک سره ووېشل شول. په همدغه شپه په کابل کې له روسي پوځ سره لاس په لاس و جنګېد او له خپلودوه زامن عبدالرحمن امين او خوازک امين سره يو ځاى يې کلاشنکوف په لاس کې د خپل سر قرباني ورکړه. د کې جې بي په دغو عملياتو کې سلګونه افغان سرتېري هم شهيدان شول، په دې پېښه کې د استاد امين دوې پېغلې لوڼې ګلالي امين اوملالي امين هم ټپي شوې، د دې پېښې عيني شاهده نجيبه زېرى (لېمه) چي د ډاکټر صالح محمد زېري لور ده او د کې جې بي د کارکوونکي رستم تورسنکولوف (الفا افيسر) په وينا د تاج بېګ ماڼۍ په حدودو کې په يوه ډله ييز قبر کې ښخ کړاى شول. د خپلې ليکنې په پاى کې به تش دومره ووايم چي د “ويښ زلميانو” علمي او سياسي تحريک او ”خلقي غورځنګ” د افغانستان د سياست او نورو ټولنيزو علومو لپاره د پوهې بنيادونه جوړ کړل. دا ښکاره حقيقت دى چي د افغانستان له تاريخي خلقي تحريک سره يو نوى باب پرانيستل شو چي د شاهي نظام او کورني حاکميت ماتې او د خداى د مخلوق (خلق خدا) برياليتوب دى.
ماخذونه:
١. ارغنداوى، ډاکټر عبدالعلي، (ژوندۍ خاطرې) ٣٧٣مخ، بي بي سي پښتو څانګه.
٢. عطا يي، محمدابراهيم، (د افغانستان پر معاصر تاريخ, يوه لنډه کتنه)، ٣١٤مخ، ميوند سبا خپرندويه ټولنه، پېښور.
٣. دولتي (کالنۍ) ٥٦- ٥٥٥ مخونه، خلقي حکومت، چاپ ١٩٧٨م کال.
٤. همدغه، ٥٥٥ مخ.
٥. استاد بېنوا، عبدالروف، (اوسني ليکوال)، د کابل د علومو اکاډمۍ، دوهم چاپ.
تحريروتحقيق : پايندخان خروټى
چېرمين :- خلق ريسرچ اينډ انفارميش فورم
journalist_ paind@yahoo.ocm
ژباړه: بارکوال مياخېل