fbpx
مقالې نعیم خان

نقل د اصل اصل دی!

لیکوال نعیم خان

نیټه     اتلسم مارچ ۲۰۱۳

موږ په ریښتیا په یوه داسې نړۍ کښې ژوند کوو چې موږ په کښې د ډول ډول عقایدو او ازم بندیان او په کښې بندیوان یو. ننۍ نړۍ د عقایدو پر ځای تر ډیره بریده د ازم او یا د ازمونو نړۍ ده. د هر ازم یو خپل سیسټم دی. لکه د مثال په توګه د مال ډیری ازم چې ورته په عامه اصطلاح کښې کیپیټل ازم ویل کيږي او یا بیا سوشل ازم، د هر ازم خپل د واک او واکمنۍ یوه دایره ده.  په کیپیتل ازم کښې پیسه پاچاهت او د پیسې لرونکی پاچا دی. په دې ازم کښې پیسه ترلاسه کول تر ټولو لوی کمال دی.

انسان باید هر څه وکړي خو چې پیسه تر لاسه کړي، په دې لړ کښې هیڅ یو بندیز نشته دی او کوم بندیزونه او قانونونه چې د زموږ تر سترګو کیږي هغه په ریښتیا بندیزونه نه دي، هغه په اصل کښې اسانتیاوي دي او هم دغه بندیزونه دي چې هر ناروا او ظلم ته یوه قانوني لاره جوړوي.

پټتاش نومې یو سوداګر چې په نړۍ کښې یو د مالدارو کسانو وو ، د پیسو او عزت ګټلو په خاطر یې یوه داسې طریقه ومیندله چې نن ورته رقیبان هم په درنه سترګه ګوري.

پټتاش د درملو جوړولو او په درملو د تحقیق لپاره د نړۍ د ټولو نه د لوی مرکز مالک وو. یو ورځ سیړونکو د سیړنو په ترڅ   کښې یو داسې وایروس کشف کړو چې که په لیبارتوار کښې جوړشي او د قابو لاندې راوستول شي نو له دې وایروس له لارې یو څوک کولای شي چې د دوڅلویښت ورځو په ترڅ کښې د نړۍ تر مخه ټول ژوند ختم کړي. پټتاش لکه چې دې خبر ته د وړاندې انتظار باسو. زر یې د سیړنې دغه څانګه په دې پلمه وتړله چې انسان دښمنه کار دی او کومو سیړنکو چې غوښتل دغه کار پر مخ بوځي، له کاره یې ګوښه کړل.

پوره پنځه کاله وروسته د نسټرس په ښارګوټي ایرش کښې د دیارلس ساعتو په ترڅ کښې په یوه مربعه میل کښې چې څومره ژوندي شیان ول، ټول له منځه ولاړل. د انسانانو د مړو شمیره په کښې درې زره پنځه سوه او درې شپیته وه. یوه ترهګره ټولنه چې په میډیا کښې د الجبر په نامه ورپیژندل شوې وه، د دغه پیښې د رامنځته کولو پړه په غاړه واخیستله. د دې ترهګرې ټولنې غړو د ویټ په نامه یو داسې وایروس ترلاسه کړی وو چې د درملو په سل ملي لیټر بوتل کښې د یو مربعه میل په اندازه کښې د ټول ژوند قاتل په کښې بند کړل شوی وو. د الجبر ترهګرو ټولې نړۍ ته اخطار ورکړو چې دوی د قرطاش په نامه د ستوري مځکې ته په دې موخه راغللي چې د مځکي د مخه ژوند له منځه یوسي او هدف یې دا وو چې خپل نسل چې قرطاشي نومیږي، په مځکه اباد کړي. دوی د نړۍ په ګوټ ګوټ کښې له دې وایروس پر مټ لویې وړې پیښې وکړي.

پټتاش دخپل هېواد مشرانو سره ولیدل او ډادګیرنه یې ورکړه چې د ویټ ضد واکسین یې جوړکړي او نړۍ به بچ کړي. پټتاش خپل هېواد دې ته وهسولو چې دپټتاشي نړیوال قانون لاندې به د ویټ ضد واکسین تر لاسه کولای او ویشلای شي. په سادو ټکو کښې پټتاشي نړیوال قانون دا وو چې اوس په نړۍ کښې یو بیړنی حالت راغلی او باید نړۍ هم یو بیړني حالت ته غاړه کيږدي.له دې نړیوال قانون له مخه باید یو لړ هېوادونه د اتوو کلو لپاره په بچیانو پیداکولو بندیز ولګوي او علت یې دا وو چې واکسین د نړۍ هر کس ته نه شي پوره کولای، د هېوادونو په دې نوملړ کښې د نړۍ زیاتره غریب هېوادونو ول، د پیټتاشي نړیوال قانون له مخه د نړۍ ټول هېوادونه د یو متحد مرکزي واک لاندې راشي او تر څو چې د الجبر د ترهګرو نوغی ونه باسي، د نړۍ د هېوادونه خپله خپلواکي د پیټتاش ټرسټ سره د امانت په توګه کیږدي. د پیټتاش ټرسټ به په هر هېواد کښې د واکسینو د ویشلو مرکزونه او ورسره د څارني او په تولیداتو د قابو ساتلو لپاره پوځي کنډکونه ولري. هر هېواد چې د پیټتاش مرسته ترلاسه کوي، باید د هر ډول وسله جوړولو ډډه وکړي او خپله د انرجۍ ټول تولیدات ټرسټ ته وسپاري. د پیټتاشي نړیوال قانون په ملاتړ کښې یوه نړواله تکړه میډیا په وجود کښې راغله تر څو خلک دې ته وهسوي چې د بچ پاتیکیدو یوازینې لاره د پیټتاش نړیوال قانون دی.

ترڅو چې د نړۍ مشران د پیټتاشي نړیوال قانون په بیلابیلو اړخونه غږیدل چې وګوري چې داسې نه وي د بشري حقونو سره متصادم وي، په افریقه او اسیا کښې درې سوه ملینه وګړي د الجبر د ویټ وایروسو له امله د نړۍ له مخه کوچیدلي ول. دا وخت ټوله پرمخ تللي نړۍ د پیټتاشي چترۍ لاندې متحده وه خو په یو لړ په شاپاتي هېوادو کښې د خپلواکۍ او انساني حقونو پر نامه داسې زبردست کار وشو چې خلکو د پیټتاش مرکزونه په اور وسوزول او کارکوونکي یې ورته حلال کړل. مجبورن دِغه هېوادونه د الجبر د ترهګرو د ویټ وایروس ښکار شول او د دریو کالو په ترس کښې له منځه ولاړل.

وس په مځکه یو پرمخ تللی مخلوق د یو پرمختللي پیټتاشي قانون لاندې ډیر په نظم سره د یوه نوي ژوند پیل کړی و.

په ریښتیا پیټتاش د یو کس نوم نه و، دا د څه هېوادونو د څارګرۍ ارګونونه ول چې د پیټتاش په نامه یې د یوې څارګریز سازمان ګټه ایښودې وه. د پیټتاش دریم مشرتابه چې نړۍ د پيټتاش په نامه پيژندو، خپل نوم یې ټراویست و، د ځان وژني وړاندې یې دسازمان په هکله د یو لیک په واسطه داسې ولیکل.

د سازمان موخه د یوې داسې نړیوالي ټولنې چې په فکر او چلن کښې تضاد نه لري او د یوې چترۍ لاندې په امن سره د طبعت د منابعو خوند واخلي، رامنځته کول دي. دې موخې ته د رسیدلو لپاره پیټتاش د یوه خونړي لاره و ټاکله، د ویټ په نامه یې ټول وژونکي وایروس جوړ کړل، ورسره یې د ویټ ضد واکسین تیار کړل، د میډیا پر مټ یې د الجبر ترهګره ټولنه نړۍ ته وروپیژندله، دغه رنګ یې د قرطاش په نامه ستوری او مخلوق په نړۍ اړم کړو. دا ټول کارونه د پیټتاش د چترۍ لاندې فقط له دې لپاره ترسره شول چې په نړۍ کښې یو نظم او ازم ته لاره هواره کړي. خو سازمان له دې پرته په یوه بله خونړۍ لاره تګ پیل کړ چې په ټول غریب هيوادو کښې یې د بشري حقونو او خپل واکۍ په پلمه داسې تحریکونه پر مخ بوتلل چې د پټتاش لپاره په دغه هېوادو کښې کار کول ممکنه نه شي  او د  الجبر په وایروس مړه شي . پټتاش وړاندې لیکي چې هغه وخت یې پریکه وکړه چې د سازمان انسان دښمنه اجنډه ودروي کله چې یې په یوه عکس کښې یوه مور ولیده چې دوه مړه بچیان یې په غیږ کښې نیولي،خپل مرګ ته یې انتظار  باسو، پټتاش وایې د دغه مور په سترکو کښې یې د ژوند ارمان او د خپل مرګ ویره ولیده.

 دا عجبه سازمان وو، ټولې پریکړې د پټتاش په نامه کیدلې، خو پټتاش په خپله یوه پریکړه هم نه شوه کولای. پټتاش د چا لپاره کار کولو، د پټتاش باس څوک وو؟ پټتاش تر اخیر وخت پورې پوه نه شو چې له ده وړاندې دوه پټتاشان چیرته غیب شول او د ده اخیر به څه وي؟