fbpx
جلال بازوان مقالې

که اسمان راولوئېږي مونږ به چېرته ځو (杞人忧天)

لیکوال جلال بازوان
وائي چې ډیر پخوا د چین د اوسني خونان ولایت کې یو مملکت ؤ چې د چي ګوا (qiguo杞国) په نوم یادیدلو. په هغه وخت کې یو کس ؤ چې ډير فکرونه او تشویشونه به ئې کول. اخر له دې تشویشونو او فکرونو څخه ورته یو نوې مرض پېدا شو. دغه سړي به ټوله ورځ پدې فکر کې ؤ چې کچېرته دا اسمان راولوېږي نو دا خو به مونږ ټول غرق شو. دې سوچونو سړې دې حد ته ورسولو چې د خوراک اشتها ئې د لاسه ورکړله، خوب ئې هم د لاسه ورکړو. بس په یو فکر او سوچ پخپل بستر پروت ؤ چې دا اسمان چې دومره لوړ دی او هم غټ دی که کچېرې راګوزار شو نو بیا به چېرته تښتې.
ملګري دوستان ئې خبر شول چې دوست ئې په داسې یو خوب او غم اخته دی چې نه رغېږي او نه مړ کېږي بس پخپلو سوچونو کې ډوب دی چې که اسمان را ولوېږي نو کومه د تېښته لار به لري او که نه؟ ملګري ئې خوا ته راغلل او ورسره ئې خبرې پېل کړې چې وروره دا تا په کومو سوچونو او فکرونو کې ډوب ئې؟ او ولې ورځ تر بلې ځانته دې تنهائي او جلاتوب غوره کړېدی؟ هغه ورته وائي دوستانو ما سره د خپل ځان سره سره د ستاسې غم هم دی که اسمان راولوېږي نو بیا به چېرته تښتو؟ ملګرو دوستانو ورسره په خورا ورین تندي خبري وکړې چې یه وروره! دغه اسمان چې ته ویني دا خو اسمان ندی البته ګازونه دي، دا څنګه ممکن دی چې اسمان به راختا شي؟ دی ورته په ځواب کې وائي چې که اسمان او دا پورته فضا ګازونه وي نو دا ستوري، سپوږمۍ او لمر بیا ولې نه رالوېږي؟ حتماً دا پورته اسمان هم ښه کلک، کنډه کپر دی؟ ملګري بیا ورته وائي چې یه وروره، دا سپوږمۍ، لمر، ستوري، ځمکه بلکه په ټوله کې هر څه د ګازونو مخلوط دی چې په نتیجه کې منځته راغلي دي. ددې خبرو په اوریدو سره سړي زړه ته نور هم شکونه ډیر ورولوئېدل او فکر ئې وکړو چې والله اوس خو نور هم غټ پرابلم شو. دا چې هر څه د ګازونو مخلوط وي نو بیا دا ځمکه څنګه ښکته نه ښوئېږي؟
دغه کیسه لږه لنډه اوږده کیسه مې پدې خاطر ولیکله چې دوه زرڅوارلسم سونامي، قیامت او د امریکې او ټلوالۍ د خولې خبره چې د افغانستان د تباهۍ کال نن پېل شو. هیله مې داده چې تېرکال مو په خېر تېرشوي وي او نوې کال له ځان سره ډیر د ښېرازۍ او د خوښېو پېغام له ځان سره راوړي وي.
بېرته خپلې خبرې ته راځم او هغه هم دا چې امریکا او ټلواله او ددوي هغه کرایه کښ چې ټوله ورځ په تلویزیونونو، راډیوګانو، اخبارونو او د خبرونو په نورو سرچینو دا وخت مصرفوي چې که امریکه ووځي نو دا خو به مونږ تباه او برباد شو. دغو خلکو او کرایه کښو خو زمونږ د ځوان نسل او ځنې ډیر پوه مشران هم پدې سوچ او فکر کې اچولې دي چې که امریکا وځي نو دا خو مونږ تباه شو؟ دا عیناً هغه سوچ او فکر دی چې په پورته کیسه کې نوموړي سړي ذهن ته ورلوئېدلې ؤ چې که اسمان راولوئېږي نو مونږ به چېرته تښتو؟
او دوي دا فکر کوي چې که امریکا نه وي نو مونږ به تبا شو، خاوره ایرې به شو. خلاصه او پاکه خبره خو داده چې که امریکا او ټلواله ئې وي او که نه؟ افغانستان ؤ، وي به او بیا به هم وي!
که امریکا وځي او که نه؟
دوه زره څوارلسم کال کې به په افغانستان باندی لکه د پخوا په څېر چې په تېرو درې لسیزو کې پرې راغلې ؤ بیا هېڅکله هم رانشي! که امریکا وي او که نه مونږ به په خېټه ماړه یو، د خپل وطن لرونکي به یو، وطن به جوړیږي، امن به راځي او خوښۍ به یو ځل بیا د افغانستان په ټول کونجونو خپرېږي.
که امریکا وي او که نه؟ نه ملي اردو له منځه ځي او نه هغه پخوانۍ تجربې بیا تکراریږي چې د ډاکټر نجیب په وخت تکرار شوې. اوس افغانستان له ټولې نړۍ سره اړیکې لري، خپله بودیجه لري، خپل امدن لري، په لنډه او په خلاصه توګه دا چې افغانستان که لږه وي او که ډیره، وچه وي او که لمده له خېره پخپله به ئې پېدا کوو، او پخپله به پرمخ ځو.
راځې دا سوچ او فکر له خپل ذهن څخه وباسې چې که دوه زرڅوارلسم کې امریکا ووځي نو مونږ به چېرته ځو؟
زمونږ برخلیک به څنګه کېږي؟
ایا مونږ به ژوندي پاتې شو او که نه؟
دا ټول هغه سوالونه دي چې هر هغه څوک دا سوالونه او پوښتنې په خپل ذهن کې لري پوه شې چې دا سړی په دماغي تکلیف اخته دی.