fbpx
پښتیان مقالې

د استاد او شاګرد په مېنځ کې د وحشت او دهشت مسابقه

لیکوال پښتیان
تېره ورځ مې د تاليبانو يو داسې ويډيو وليده په کومه کې چې دوئ د انسانانو سرونه په لغتو وهي او لوبه په کوي. که د تهذبيت له اړخه ورته وکتل سي نودا يو ډېر ناواړه کار او د کلکې غندې وړ دئ، خو که د مقصديت له اړخه ورته وکتل سي نو په دې ويډيو کې هيڅ کومه نابلده ليا ناشده خبره نسته بلکه دا يو ډېر اغيزمن او پر ځای کار دئ. سوال دا دئ چې د دې ويډيو تر شا کوم مقصد او کومې موخې پټې دي؟ دا ويډيو په اصل کې د هغه سايکالوژيکل جګړې Psychological Warfare برخه ده کومه چې امريکا له تېرې څه مودې د افغان دولت او ولس په ضد روانه کړې ده. د دې جګړې موخې صرف او صرف د افغان دولت او ولس پر ګونډو کول دي او و دې ته اړ ايستل دي چې امنيتي تړون بې له کومه ځنډه او شرطه د امريکا له خوښۍ سره سم لاسليک کړي. د دې ويډيو تر شا پټ پېغام دا دئ چې که افغان دولت دا تړون لاسليک نه کړي نو په دې ويډيو کې ښکاره کړل سوئ وحشي قوت به پر مسلط کړل سي.
موږ مهذبه افغانان د تاليب او امريکا دا لوبه د استاد (امريکا) او شاګرد (تاليب) تر مينځ د وحشت او دهشت مسابقه ګڼو. د امريکې تاريخ په اصل کې د وحشت او دهشت دئ. د امريکا چې کومې لوړې ودانۍ موږ نن وينو د دې ټولو بنسټونه د ميليونو سرو هنديانو پر سر ولاړ دي. په دې ويډيو کې چې تاليب کومه لوبه د انسانانو له سرو سره کوي هم دې ته ورته کار امريکايي عسکرو په 1864 کې په کولورېډو ايالت کې د سرو هنديانو Red Indians له چاين قبيلې سره وکړ. امريکايي عسکرو له سرو هنديانو سرونه غوڅ کړل بيا بې په لغتو وهل. يواځې دا نه دې عسکرو به د برالبو مړو ښځو نسونه څيرې کړل، ماشومان بې راوايستل او د هغو پر سرو به ختل. چې کله به د ماشوم سر وچول او – ټس – بې وکړ نو دې وحشيانو به پر دې ټس ډېر خوند اخيستئ. هم دا راز به امريکايي عسکرو د ښځو تي، پوزې، شرمګاه، د نرانو مړني او کوناټي غوڅ کړل او پر خپلو رېړيو Wagons باندې بې د نښې لپاره وځړول او په ډېر وياړ بې د ښار په بازارو کې ګرزول. نيمو عسکرو د سرو هنديانو له ګوتو، پوزو او ژبو هارونه او غاړګۍ جوړي کړې او په وياړ بې په غاړه ګرزولې.
په ورستيو کې امريکايانو د کوم بربريت او وحشيت ننداره په فيلپينز، جاپان، انډونيزيا او ويټنام کې وکړه د هغه انځورکښي ډېره زورونکې ده. په افغانستان کې چې د مجاهدينو له لارې کوم ظلمونه وکړه د هغو خاترې خو نن هم ژوندئ دي. سي ای اې به يو مجاهد ته هغه وخت ډالر ورکول کله چې به هغه د يو لوستي او پوه افغان غوڅ کړل سوئ غوږ ورښکاره کړ. وروستو مجاهدينو د ډېرو ډالرو د راغونډولو لپاره ټهګي شروع کړه. يو ځل بې يو غوږ د سي ای اې و مسول ته ورښکاره کړ ډالر بې ترې واخيسته بل ځل بل غوږ. کله چې سي ای اې له دې ټهګۍ خبره سوه نو يې خپله تګلاره بدله کړه او ډالر بې صرف پر کيڼ غوږ ورکول.
له 9/11 څخه وروستو چې د استاد (امريکا) او شاګرد (تاليب) په مېنځ کې کومه د وحشت او دهشت لوبه روانه ده هغه موږ په ژوندۍ بڼه وينو. ډېرې داسې ويډيو سته په کومو کې چې امريکايي عسکر پر مړو ميتياژي کوي او لوبې په کوي. د وير ځای دا دئ چې استاد محترم (امريکا) چې د تاليب د جنايت بدل اخلي نو د ولس کورونه، ودونه، جرګې او جنازې بمبار کړي، شاګرد (تاليب) چې بيا د خپل استاد محترم د جنايت بدل اخلي نو په ډکو بازارو، ودو، جنازو او جرګو کې ځانمردار بريدونه وکړي. متلب د وحشت او دهشت د دې لوبې يواځني قربانيان افغان ولس دئ.
لنډه يې دا چې د استاد او شاګرد دا ډول عکسونه او وېډيوز د دوئ د وحشيت، بربريت، بدتهذيبيت ثبوت او د بې وزله او جنګځپلي افغان ولس د مظلوميت نښه دي. موږ افغانان به د راتلونکي دور و مهذبه قامونه ته دا ښکاره کوو چې د يووشتمې پېړۍ په درشل کې افغان ملت د استاد او شاګرد تر مېنځ د وحشت، بربريت او بدتهذيبيت په کوم ډول لوبه کې ګير و.
سر دي وخوري امريکايي استخبارات
پرون مې يو ملګري د يوشمېر امريکايي استخباراتو د افغانستان په اړه تازه راپورونه راسره شريک کړه او تپوس يې راڅخه وکړ چې ستا په دې اړه څه فکر دئ؟ ما ته د کوزې پښتونخوا د عبدالعلي اخوندزاده خبره راياده سوه. عبدالعلي اخوندزاده هغه کس و چې ارواښاد استاد عبدالحی حبيبي تې د پټې خزانې کتاب ورکړئ و. اخوندزاده صېب يو پوه او عالم انسان و او د سيمې خلګ به د اسلامي مسلو او ديني مالوماتو لپاره ورتله. يو ورځ اخوندزاده صېب و خلګو ته د يو ديني مسلې په اړه درس ورکولئ چې يو نيم لوستي کس د ده پر خبره نيوکه وکړه او ورته وويل چې ما دا مسله په – رشيد بيان – کې په بل ډول لوستلې ده.
اخوندزاده صېب سخت په کاوړ سو او سړي تې په ځواب کې وويل چې – زه رشيد غيم تې بيان راته کوې –.
اوس هم، موږ امريکا غيو خلګ يې د استخباراتو خبرې راته کوي. د امريکا استخباراتو خو په 2002 کې د عراق په اړه هم دا ډول راپورونه خپاره کړه او دا دعوې بې کولې چې زموږ راپورونه – ډېر رښتيني، کره او حقيقت – دي چې عراق د پراخې کچې ورانونکې وسلې Weapons of Mass Destructionجوړوې چې د نړۍ د امن لپاره ګواښ دئ. وروستو موږ وليدل چې اصل لوبه د عراق د تېلو و لوټ ته جوړه سوې وه. په دې لوبې کې لږ تر لږه پنځه لکه انسانان ووژل سوه، يو روغ جوړ هيواد له مېنځه ولاړ، په څلور کونجه نړۍ کې هيڅ څوک داسې نسته چې له امريکا تپوس وکړي چې ستاسو هغه – رښتينې، کره او حقيقي – استخباراتي راپورونه څه شول؟؟؟هغه د پراخې کچې ورانونکې وسلې چېرته دي؟؟؟ د عراق د وژل سويو پنځه لکه انسانانو د مرګ مسوليت د چا پر غاړه دئ ؟؟؟
دوم، امريکا چې له کومه تاليبه افغان ولس وېرول غواړي د هغه تاليب ايمان موږ د غزني په اندړو کې وليد چې په شمېر څو درځنه سپين ږيرو او لغړ زنو ځوانانو له خپلو کليو د سپيو په شان وايستل. که د امريکا مرسته له تاليبانو سره بنده سي افغان ولس به دا مردار تخم په څو ورځو کې له مېنځه يوسي. د امريکا استخباراتو خو دا دعوه هم کوله چې تاليب په افغانستان کې امريکا او ناټو ته ماته ورکړې ده. که چېرته د دوئ دا خبره سمه وي نو بيا خو د غزني د اندړو هغه پنځوس ځوانان او سپين ږيري د نړۍ تر ټولو ستر ځواک دي چې تاليبان يې د مچانو په شان له خپلو کليو و ايستل….! تاليب د نړۍ و ستر ځواک ناټو او امريکا ته ماتې ورکړه او د غزني اندړو تاليبانو ته……!
لنډه يې دا چې سر دي وخوري امريکايي استخبارات….. دوئ نور افغان ولس په دې دروغځنه پروپېګېنډه، ټهګيو او ډرامو نه سي تېرايستلای. د دې ټولو ډرامو صرف او صرف يوه موخه ده، هغه دا چې پر افغان ولس او دولت فشار راولي او امنيتي تړون د امريکا له خوښې سره سم لاسليک کړي. افغان دولت ته په کار دئ چې پر خپل دريځ ټينګ ولاړ و اوسي، بلکه خپلې غوښتنې نورې هم پراخې کړي. له دې سره سره افغان دولت ته په کار دئ چې پر نړيواله کچه د سي ای اې د دې بې بنسټه پروپېګېنډې مخنوی وکړي. امريکي دولت په لوی لاس او په ډېره بې شرمي د خپلو سامراجي او استعماري شومو موخو لپاره په افغانستان کې د دروغځنو راپورو په مټ بې باوري، وېره او بې ثباتي رامېنځته کوي او د افغانستان کمزوری اقتصاد له ګواښو سره مخامخ کوي. افغان دولت ته په کار دئ چې پر امنيتي تړون تر هغو هر ډول خبرې اترې ودروي تر څو چې امريکايي استخبارات له خپلو دې بې بنسټه پروپېګېنډو لاس په سر سوي نه وي. که دا نه وي نو له ملي امنيته دا غوښتنه کوو چې د خارجي عسکرو او ترهګرو تر مينځ د اړيکو چې کوم مالومات دوئ لري په ځواب کې دي هغه له رسنيو سره شريک کړي او خپل ولس ته دي د دې هيوادو رښتينې څېرې بربنډې کړي.