fbpx
پښتیان مقالې

د سولې بيه تس يو لاريون دئ

لیکوال پښتیان
د شلمې پېړۍ تر نيمايي پورې په امريکا کې د نسلي توپير پر بنسټ و تور پوستيو ته په ډېر ټيټ نظر کتل کېده. د رنګ او نسل پر بنسټ د پېړيو پېړيوتوپيري چلند په تور پوستيو کې خورا ډېره خواشينې راپارولې وه او د شلمې پېړي په منځنيو کالو کې تور پوستيو د برابرۍ د چلند او حقوقو لپاره احتجاجونه پيل کړه. دولت د تورپوستيو د احتجاجو د مخنوي لپاره له زور او ځواکه کار واخيست او د تور پوستيو ډېر مشران يې بنديان کړل. د تورپوستيو په مشرانو کې تر ټولو ښکاره او مهيمه مشر مارټين لوتهر کېنګ و. لوتهرکېنګ د هغو سپين پوستيو، چې د رنګ او نسل پر بنسټ د توپير مخالفه و، خو تر اوسه يې خپل ږغ اوچت کړئ نه و د هڅولو لپاره يو ډېره تاريخي خبره وکړه:
IN THE END WE WILL NOT REMEMBER THE WORDS OF OUR ENEMIES, BUT THE SILENCE OF OUR FRIENDS.
د دښمن تر خبرو زياته د دوستانو خاموشي زورونکې وي.
څومره څومره چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکو په قانوني ډول د پاته کېدو د نېټې پای رانږدې کېږي هغومره د امريکې او ملګرو وارخطايې زياته کېږي. امريکا د امنيتي تړون د لاسليک کولو لپاره له هر ډول وسلې او اختارو کار اخلي. ان تر دې چې تېره اونۍ امريکايي ځانګړي استازي ډوبېنز په ډېره سپين سترګي او بې شرمي و افغان چارواکيو ته د تړون د نه لاسليکولو په صورت کې د کورنۍ جګړې اختار ورکړئ و. د امريکې له لورې د دې ډول اختار تر ټولو ستر لامل زموږ ولسي خاموشي ده. په ښکاره موږ ټول افغانان سوله غواړو، ځان پر هيواد مين بولو او د هيواد پر مختګ غواړو. خو چې نن د امن او سولې، د هيواد د مينې او پرمختګ ځای راغلی دئ موږ خوله تړلي او لاس تړلي نندارچيان جوړ سوي يو او د يو ګنګس ملت په شان په روڼو سترګو ويده يو. د ټول هيواد د راتلونکي ستر پېټی (امنيتي تړون) مو تس د درو څلورو کسانو پر اوږه پرې ايښئ دئ او نور ټول ملت يې تسه ننداره کوو.
موږ بايد په دې ځان پوه کړو چې دا راتلونکې څو اونۍ به دا ټاکي چې د افغانستان راتلونکی به جګړه وي او که سوله. نن موږ ته تاريخ يو زرينه موقعه په لاس راکړې ده. کوم لاس چې زموږ د هيواد د امن او سولې په خرابېدو کې ښکېل دئ د هغه خوږ ګوته نن د امنيتي تړون په شکل کې زموږ لاس ته راغلې ده. دا اوس زموږ خوښه ده چې له دې موقعې ګټه اخلو او که يې له لاسه ورکوو.
د کومې سولې او امن چې موږ له تېرو درو لسېزو ارمانجن يو نن هغه زموږ په پښو کې ده. نن د سولې او امن بيه صرف او صرف د خپل دولت او ولسمشر په ملاتړ يو پرامنه او سوله ايز لاريون دئ. د امن او سولې د غوښتلو تر ټولو ښه او صحيح وخت نن دئ. که موږ نن د خپل دولت، پارليمان او ولسمشر ملاتړ و نه کړ او و امريکا او ملګرو ته مو دا پېغام ور نه کړ چې زموږ سوله ستاسو په لاس کې ده او که تاسو وغواړئ زموږ له هيواده د غم ټغر په څو ساعتو کې ټولېدای سي، موږ به و خپلو راتلونکو نسلو ته مختوري يو. نه پوهېږم چې تاريخ به د ډوبېنز د – کورنۍ جګړې – اختار په ياد وساتي که نه، خو د افغان ولس دا مجرمانه خاموشي به يو ستر تاريخي تپوس وي. د دې خاموشۍ ماتول ډېر اړين دي.
افغانان نور په دې رسېدلي دي چې د تاليب په نوم جګړه يو سامراجي او استعماري لوبه ده. افغانان چې په هر ډول او بيه وي نور د دې لوبې پای غواړي. امريکا به خپل سپي که هغه تاليب دئ، که القاعده، که راکټيار دئ که حقاني خامخا تړي. پر سوله او امن مين افغانان به خامخا خپل ږغ اوچتوي، دوئ به خامخا سړکو او کوڅو ته راوزي او د پرامنه او سولا ايزو لاريونو له لارې به له امريکا د امنيتي تړون په بدل کې د سولې او امن ضمانت غواړي.