fbpx
سیمه او افغانستان

امریکا افغانستان سره د یو مستعمره شوې هېواد په څېر چلند کوي

لیکوال افغان جرګه
ولسمشر حامد کرزي پدې وروستېو کې له یوې فرانسوي مجلې سره مرکه کړېده چې پکې د امریکا او د هغوي د بدو موخو څخه ئې پرده اوچته کړېده. ولسمشر حامد کرزي پخپله مرکه کې ووئېل چې زما په وړاندې د یو افغان ځان ضایع کېدنه د یو امریکائي ښاري څخه هېڅکله کم نده، زما په اند یو افغان په هېڅ ډول له امریکائي څخه کم ندی او له امریکا څخه همدا غواړم چې تاسې چې هر هغه څه چې یو امریکائي ماشوم لپاره غواړې یو افغان ماشوم ته به ئې هم مساوي غواړې.
ولسمشر د افغانستان او د پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ډابینز خبرو په اشاره کې ووئېل چې نوموړي خبرې یواځې یو پېغام ورکوي چې که تاسې له امریکا سره امنیتي سند لاسلیک نه کړې نو امریکا به افغانستان ته نوې سردردي مشکلات، بدامني او کورنۍ جکړه به پکې پېل کړي. ولسمشر همدارنګه زیاته کړه چې امریکا په افغانستان کې د یو استعمار شوي هېواد اتباعو په حېث له مونږ سره چلند کوي، کچېرته داسې وي نو افغانستان د ټولې نړۍ د زبر ځواکونو قبرستان بلل شوېدی.
افغان ولس ته اوس یواځېنې لاره همدا پاتې ده چې د خپل ولسمشر ترشاه ودریږي، پدې شرط که دغه امنیتي تړون افغانستان ته امینت، سوله او سوکالي نه راولي نو ضرورت د څه خبرې دی چې له امریکا سره دې مونږ تړون ولرو پداسې حال کې چې هغوي افغانستان یو استعمار شوې هېواد بلي، کچېرې داسې وي نو د سل ګونو کلونو راپدیخوا همدوي دي چې افغانستان ئې ساتلې او اوس ئې همدوي ټیکه وهلې چې دوي به ئې ساتي که څنګه؟