fbpx
سیمه او افغانستان لیدلوري

امریکا دې مونږ نور نه غولوي

لیکوال افغان جرګه
دا دې څه کم دوه لسیزې کېږي مګر د امریکا او لنګرګوټي یارانو يي تراوسه د افغانستان مسله حل نه شوه کړای وجه يي دا ده چې دوي نه یوازی دا چې د تروریزم ضد جګړه په غلط ځای کې کوي بلکه په عموم کې دوي له مونږ سره په هره برخه کې جفا کړی ده. اول ولسمشر بوش ؤ چې افغان دولت يي کار کولو ته نه پرېښودو او تل به يي موازي ادارې ورسره جوړولې. د ملي امنیتي ځواکونو سره سم يي امنیتي کمپنۍ اوجنګسالاران تقویه کول. د بیارغاونې په برخه کې يي هېڅ دلچسپې نه وه مګر یوازی د نړۍ په سترګو کې يي د خاورو شیندلو په خاطر د جنګسالارانو او دلته د نخبه طبقې جوړولو ته پروژې ورکولې او هغه خلک يي وپړسول چې تر ډېره وخته به پرې د افغان حکومت زور نه رسېږي. بیا ولسمشر اوباما راغلو هغه نو په دې منافقتونو کې تر ټولو یو‌ څو قدمه مخکې ؤ. هغه نه یوازی دا چې په افغانستان په کلو او بانډو يي په زرهاو بمونه راګوزارول بلکه په دولتي ټولو چارو کې يي لاسوهنه کوله. په ۲۰۱۰ کې به يي ختا وړو عسکرو هم دا ویل چې کابل اداره به خپل کار کوي او مونږ خپل. د ۲۰۰۹م کال ټولټاکنې او د ۲۰۱۴م ټولټاکنې د ټولو په یاد دي چې په کومه بدبختۍ د امریکا له وجې ککړې شوې.
سټراټیژیک دوستۍ او امنیتي تړونونه خو مو په ظاهره امضا کړل مګر نه د پاکستان په مقابل کې يي زمونږ لاس نیوی وکړو او نه يي هم مونږ په پښو ودرولو او نه يي پاکستان ته یو ورځ داسې وویل چې توره په مخ دې څو سترګې دي؟
له هغه راتیر شو اوس دا دی ولسمشر ټرمپ دوره راغلې ده او دا هم په نیمايي تېره شوه مګر حالات تر بل هر وخت زیات ترینګلي دي. ولسمشر ټرمپ په ظاهره خو د جګړې مخالفت کوي مګر د توقع خلاف يي هم پوځونو شمېره زیاته کړه او د افغانستان پرځای يي د سویلي اسیا لپاره سټراټیجي جوړه کړه. ټولو دغه سټرټیجي هرکلئ وکړو چې ګواکې ځه اوس به دوي د افغانستان د کلو او بانډو پرځای د تروریزم په اډو په لټه کې شي مګر مونږ وینو چې دا یوازی دهوکه وه. ځکه امریکا یوازی په افغانستان په ریکارډ شمېره بمونه ګوزار کړل خو د تروریزم اصلي ریښو د منځه وړلو لپاره تر دې دمه هېڅ نه کوي.
هند چې د امریکا سټرټیجۍ د عملي کېدو لپاره ډېر انتظار وکړو اخر دې ته اړ شو چې د تروریزم اډې په خپله نخښه کړی که څه هم د هند کوښښونه یوازی تر خپل ملي امنیت ساتنې پورې محدود دي مګر هغه څه چې مونږ باید ترې زده کړو دا دي چې امریکا ولې دا نوولس کاله په پاکستان کې دغه ډول عملیات نه ترسره کوي؟
امریکا به نور تر کومه دا یو بهانه نیسي چې پاکستان دوه مخی سیاست کوي؟
یا هم پاکستان یو اتومي طاقت دی او زور يي پرې نه رسي؟
د دولت او ولس لپاره پوښتنه دا ده چې تاسې به کله رابیدارېږئ او له امریکا پوښتنه وکړئ چې ستاسې دوه مخیتوب خو له پاکستان نه هم ډېر بربنډ دی نو اوس ووايي چې دلته ستاسې د شتون او پاتې کېدو څه مطلب؟

 

Leave a Comment