fbpx
لیدلوري

په پاکستاني بانکونو کې پیسې ساتل داسې دي لکه په پیشو د غوښې څوکیداري کول

لیکوال افغان جرګه
د پاکستان وزیراعظم عمران خان تېره ورځ ټویټ کړی دی چې پاکستان کې مېشت افغان کډوال کولای شي چې اوس د دوي په بانکونو کې بانکي حسابونه خلاص کړي او افغانان هم د دې هېواد په دیوالیه او سربداله اقتصادي وده کې خپله ونډه ادا کړي. دا عمران خان د هماغه پاکستان وزیراعظم دی چې په کلونه کلونه يي دا تبلیغ او پروپاګن وکړو چې افغانان د دې هېواد په اقتصاد ستر بوج دی. دوي به دا چغې او نارې هم وهلی چې افغانان په پاکستان کې په ترهګرۍ کې لاس لري. خو نن یو دم د دیوالیه شوي پاکستان وزایرعظم د خوار غریبو افغانانو پیسو ته مختاجه دی چې چنده واچوئ خدای مو وبخښه ګنې د پاکستان بیړه غرقه ده.
افغانان که په یاد نه لري باید د بېنظیر بهټو د حکومت هغه واقعه دې رایاده کړي چې همدې ریاستي ادارو د مهران بانک لوټ کړو چې وروسته يي پرې د بانک د دیوالیه کېدو نوم کېښودو. افغانان باید دا هم په یاد ولري چې دا هماغه پاکستان دی چې ویل به يي که مو درې ورځې په افغانستان سرحدونه بند کړل نو لوږه به يي ووهي.
په پاکستان کې مېشتو افغانانو که حافظه مو ډېر زیات کار نه کوي نو همدا اوس ستاسې ترمخه په پاکستان کې د ډیمونو په نامه فنډ او د روپېو راجمه کېدو په اړه خو به مو سترګې خلاصې شوې وي چې له خپل ملت نه يي په کروړونو روپېو چنده د اوبو او برېښنا د ډیمونو په نامه راجمه کړه او اوس د هغو روپو هېڅ درک نه لګېږي. که مو پیسې حلالې وي د خپلو بچو، د راتلونکو نسلونو غم درسره وي او په مجموع کې د پښتون افغان په سیمه د ترهګرۍ د مخنیوي لږ فکر هم درسره مل وي نو د پاکستان په بانکونو کې حسابونه خلاصول داسې دي لکه په پیشو د غوښې ساتل.

Leave a Comment