fbpx
تحقیقي مقالې ساهو برلاس مقالې

ويلهم فريډرک هيګل او حمزه خان شنوارې ــــ۲

لیکوال ساهو برلاس
په تېر پسې…
 
هېګل د تضاداتو شتون اړين او د پرمختګ عاملين ګڼي لکه چې وائي “ارتقائي خوځښت د تضاداتو پرله پسې پرمختګ دې، د تضاداتو په يو بل کښې ورکېده دي او له يو بل سره يې روغه (مفاهمت) ده.
 
که څه هم په اول نظر بابا د تضاداتو نه منونکې ښکاري او ورته د نظر وهم وائي او داسي ښکاري لکه چې د انسان هلي ځلي د خوب پايکوب شمېري. 
 
دا څه مقام دی چې زۀ خيال کومه
نــــه چرته تلی نــــه درغلی يمــه
 
 خو په ژور نظر چې ورته ځير شې نو بابا هم د تضاداتو ځاني ځانګړتياو ته پاملرنه کړې ده.
“حيوانيت هم يو انفراديت دئ او د نورو افرادو پڅېر خپل انفراديت قاېم ساتي” (ژوند)
“د هغه فرديت د خپل کليت نه جدا نه وي خو په يو حيثيت د خپل اصل نه جدا وي لکه بړبوکۍ د اوبو نه. ليکن په کل کښې د هغه فرديت د وجود سره سره د کل مزاج هم لري. د فرديت په حيثيت هر وخت خپله ننداره ويني او د کل په حيثيت د نندارې د کتو نه بې نياز هم وي” ــــــــــ د خوشحال خان خټک يو شعر
په دې وينا کښې د فرد انفراديت (ځاني ځانګړتياوي) منل شوي دي خو ورسره د کل خبره هم شته.
 
په عشق کښې داسې مرحله هم راشي
مـــا هغـــه ګوري زه هغـــه ګورمـــه 
 
دا تماشه کول او تماشه کېدل بې له يو ځاني وجود د بشپړ احساس نشي کېدلې او دا ځاني وجود خو کله کله دومره خود سر شي: 
 
ما كوز ورته ليمه كړه زمـا سر نه ټيټېده 

شايد چې په الفت كې هم افغان پاتې كيدم
 
د دې ټولو احساساتو سره بابا د يو بشپړ وحدت د معنوي احساس نه نه اوړي.
 
حــمزه د عشق پــه تــاثر کښـې وي بـلا وحـدت
غشي وريږي، هسي ښکاري چې بانړه پرانيزي
 
که څه هم (لکه په مخکينئ ليکنه کښي چې وويل شو) د تضاداتو فنا کېده، په يو بل کښې ورکېده او د يو لوئ او پيچيده وجود احساس کول، هيګل او بابا دواړه د پوهني معراج ګڼي خو په دې مرحله کښې هيګل د تضاداتو ورکېده ابدي نه ګڼي. د هيګل په فلسفه کښې (د تضاداتو د ورکېدو پس) يو بل تضاد را مخته شي او د ارتقا عمل هم له هغه پخواني پړاونو څخه بيا تېريږي (د تضاد رامنځ ته کېدل، شخړه پيدا کېدل او بيا د تضاداتو له يو بل سره روغه).  دا ابدي ټېلماټېل او شخړه د هيګل د فلسفې په هر اړخ کښې څرګند دي. وائي:
“مبارزه د ودې (Growth) قانون دہ۔ کردار د دنیا پہ طوفانونو او فشار کښې جوړيږي. انسان تر خپل هسک ځای (مقام) پوري د جبر، ذمه واري او ستونځو له لارې رسيږي. تر دې چې دړډ خپل ځان لره دليل لري. دا (دړد) د ژوند نخښه او د بيا رغوني راپارونکې دې. جذبه هم د شيانو (څيزونو) په منطق کښې ځای لري. په دنيا کښې هيڅ يو لوی کار هم بې له جذبې نه دې تر سره شوې. د نپولين د خپلي انا ميړانه هم ـــ که څه هم سړی نه پرې پوهيږي (چې څله) د اقوام پر مختګ کښې برخه اخلي”
 
د بابا د فلسفې سر ټکي هم داسي ويلې شو — له طوفانونو سره مبارزه، له جبر څخه تر اختيار پوري رسېدل او له ستونځو څخه تېښته نه مخامخ ورته درېدل، پښتنه حوصله پېدا کول، د انائې اصغر څخه انائې اکبر جوړول (که څه هم د ادب په ژبه ورته په “انائې اکبر کښې فنا کېدل” ويلې شو خو ماته هغه د نطشے “د قوت لاس ته راوړلو تکل” ښکاري).
 
برند که حوادث  دي د وختونو په ککو کې
زه بـــه حوصـله هم  پښتنه ورتـه پيدا کړم
 
هم دا حوصله، د پياوړي مبارزې جذبه، د بابا فلسفه د ماوراء الطبيعه د نورو فلسفيانو د منفي توب څخه ژغوري او پکښې خوند، رنګ او د ځان موندلو او په بيا بيا د تخليق کولو تکل ژوندی ساتي.
 
جذبـــه، بـده نــــه ده، نـور مي مـــه چېړه
څومره چې غصه شي هومره ښه ښکاري
 
د بدها او شوپنهار غوندي يې دارمان/خواهش مرګ نه دې خوښ — “هم دغه انسان د بدي خواهش هم کوي او دې خواهش ته د ضابطې قيزه هم اچوي” (انساني انا او پوهـه)
 
د دړد د اړتيا په حقله يې څومره ښه ويلي دي “انساني ضمير د همېشه راسې خپل ځان يعني انسان د ملامت په غشو ويشتلئ دئ خو انسان تر اوسه د هغو غشو د درد لذت نه دئ محسوس کئ. او که چرته په يو وخت کښې ئ محسوس کړئ هم وي نو ډېره لږه موده پس د حيوانيت پاهـه د هغۀ زخمونو سترګې پټې کړې دي.”
 
د بابا دا وينا څومره ژوند ته نژدې ده. “يو انسان هم په امن و امان کښې خپله وجودي ارتقا جاري نشي ساتلی. (تاسو ورته د کتابت غلطي ويلې شئ، څله چې د حمزه بابا په دې پسې نوري ليکي ښکاره د دې خبري په ضد دي) ـــ ژوند ۹۱م مخ
 
ژوند ته اوګوره ژوند څۀ دې ، همه کار دې همـــــه کار دې 
هغـه ژوند پـه مرګ حساب دي، پـۀ دنيـا چې بې روزګار دي
 
هيګل د ژوند په حقله ليکي چې خپلواکي ګټل ژوند په ځانګړي ډول په خطر کښې اچول دې او کوم فرد چې ژوند په خطر کښې نه کړې د يو فرد په حيث خو به پېژندل کيږي خو دا فرد د خپل امتياز/پېژندګلوي رښتيا ديو خپلواک خودمشعر په څېر تر لاسه نه کړل. (Phenomenology of Spirit)

 
دا د خپلواکئ تکل د بابا په شعر او نثر کښې يو غوندي څرګند دې. 
 
عشقـه کـه وصـــال د سرکوزئ پــه بدل راشي
خدائيګو پښتون هوډ مې انکاري دئ له دې داده
 
“دا حقيقت دئ چي انسان آزادي خوښونکئ دئ” (انساني انا او پوهـه)
او د هيګل دا وينا چې “ژوند په خطر کښې کول”… بابا څومره ښه ويلي
 
د فنــا پــــــه ويـره لا شي ښکلا ډېــره
سحر سترګې ته، مسکا د سحر غږ وه
 
هم دا د خطرونو سره لوبه، پېغلي ولولې، اوچتي جذبې، د خپلواکي ليوال زړه او د يو ځانګړي وجود احساس بابا د قبرونو له تصوف څخه بېل، د يو اوچت فلسفي په څېر موږ ته را پېژني چي د ژوند مبارز دې نه د خلوتونو زاهد. زموږ ضرورت دې نه ذهني خوش ګذراني.
 
نور بيا…