په تېر پسې
د هيګل په فلسفه کښې د “تاريخ د تيوري” چې کوم مقام دې دهغه اهميت به د جوسټين ګاردر له دې وينا څخه په ښه شان څرګند شي. “موږ په شک کښې يو چې د هيګل خپله فلسفه هم وه که نه. کومه چې خلګ د هيګل د فلسفې په نوم پېژني هغه د “تاريخ پر مختګ” زده کولو طريقه ده”. هيګل د جرمن رومانټيسيزم په ښه ورځو کښې نوم وګټلو. هيګل د هغه وخت هره مفکوره په خپله فلسفه کښې ځای کړه. خو په رومانټيسزم يې نيوکي هم وکړې. د دې مفکورې پلويانو ويل چې د ژوند ژور مفهوم په “جهاني روح/قوت” کښې پټ دې. هيګل هم دا اصطلاح کاروي خو د انسان لپاره (موضوعي روح/قوت). د ده په اند دا روح يواځې انسان لري (پرته له رومانټيکس څخه، چې د فطرت هر مظهر يې د دې جوګه ګڼلئ). له دې لاري هيګل موږ ته په تاريخ کښې د “جهاني روح” پر مختګ ښائ.
له دې لنډيز روستو به د هيګل په خپله وينا کښې د تاريخ د تصور لټون وکړو.
“د نړئ تاريخ دخوشحالئ تهيټر نه دې. د خوشحالئ وختونه په دې کښې د تش پانړو (خالي صفحات) غوندي دي. دا د هم غاړي کېدو وختونه وي. او دا ستومانه هوسائي له انسان سره نه ښائي. تاريخ يواځي په هغه وختونو کښې جوړ کړل شوې دې په کومو کښې چې “دحقيقت تضادادت” په وده (Growth) حل کړل شوي دي لکه څنګه چې د ځوانئ زړه نازړه والی (Hesitation) او شډلوالی د پاخه عمر په سوکالي او نظم و ترتيب کښې بدل شي”.
“تاريخ يو جدلياتي حرکت دې په کوم کښې چې په خلګو پسې خلګ، نابغه (Genius) پسې نابغه د مطلق آله کار جوړيږي”.
اوس به د حمزه بابا د تاريخ په حقله د ده نظر وړاندي کړو او بيا به پرې خپل نظر ورکړو.
حمزه بابا په (ژوند) کښې د تاريخ په حقله د لائيستنيز وينا نقل کوي او بيا پرې تنقيد نه کوي. نو زما په فکر، منلې شو چې د حمزه بابا هم دغه نظر دې.
“تاريخ د بشريت يوه قصه يا رومان دئ. پکار ده چې ماضي د حال نه حاضر وګڼولکه چې حال ظاهري دې. ځکه چې هم دغه حال تکراريږي خو په مختلفه درجو او زمانو کښې. دا حاضر حال محمول دئ په ماضي او حامل دئ د استقبال. په هيڅ ځای کښې طبيعت بيا بيا تکرار نه کوي. “کل يوم هو في شان” دئ. په هيڅ ځای کښې دوه حالتونه د يو بل په څېر نه دي. البته يو برڅېرن نظر دغه څېزونه په يو حال ليدلئ او ګڼلئ شي. د هغو هېه په څېر والي او مشابهت ډېر جزي دئ او په اکثرو حالاتو کښې هغه يو اختلاف وي”.
په هم دې کتاب کښې د ميږي او شاتو مچئيو د مثالونو پس بابا دا ثابته کړي چې فطرت د يو قوت او مرکز شا و خوا افراد غونډ کړي چې ترې يو لوئ مقصد حاصل کړي.
د دواړو په فکر کښې د يووالي نکتې:
۱. انسان په تاريخ کښې مجبور دې، يوه وسيله ده چې يو ستر قوت يې د خپل مقصد لپاره استعمال کړي
۲. د تاريخ پرمختګ يو مقصد/موخه لري
۳. دا موخه ورته يو زورور قوت (مطلق/انائے اکبر) ټاکي
۴. مستقل، تل پاتې حالت شتون نه لري
دا آخري نکته (لکه په مخکينئ ليکونو کښې چې وويل شو) سپړل د تاريخ د تيوري د تفهيم لپاره مهمه ده. دلته به د دواړو مفکرينو خپل نظر د دې په حقله وړاندي کړو چې “تل پاتې حالت شتون نه لري”.
“جدلياتي پروسه له بدلون څخه د ژوند اساسي اصول جوړوي. هيڅ يو حالت تل پاتې نه دې. په هره مرحله کښې يو تضاد وي او دا تضاد يواځې د “مخالف شخړه” له منځه وړلې شي.” ــــــــ هيګل
په لنډه توګه د هيګل “تاريخ، سياست او رياست او د دوئ په خپل منځ کښې د تړون” په حقله، د هيګل دا وينا به موږ ته يو ښه نظر راکړي:
“د سياست ژور قانون خپلواکي ده. د بدلون لپاره يوه پراخه لاره ده. تاريخ د خپلواکي وده Growth ده او رياست منظمه خپلواکي ده (لا بايد چې وي)”. د خپلواکي دا تکرار څرګندوي چې هيګل د درې واړو شتون د خپلواکي لپاره مهم ګڼي. لکه څنګه چې هيګل د تضاداتو ليوال دې، هم داسي د رياست په حقله دې وينا کښې د تضاد پلوی ښکاري. په خپلو ليکنو کښې رياست د خپلواکی لپاره اړين ګڼي او هم دا وائي چې فرد دي د رياست تابع وي.
د دې پورتنئ وينا مقايسه به د بابا له ليکنو سره وکړو. اول به يې دا وينا راواخلو چې “….د بدلون لپاره يوه پراخه لاره ده”. د بابا شعر دې:
حجره د زړونو بويه چې پراخه پښتانه کا
بيا ځای د پکښې پسته د حالاتو مېلمانه کا
د بدلون د جدلياتي پروسه په حقله بابا ليکي:
“او چي نه ئ قبلوي نو د انسان په بنيادي عناصرو کښې شخړه پېدا شي. د دې شخړي نتيجه داشي چې غالب او حاکم حيوانيت هغه جوړ شوې تمدن ختم کړي او بيا د يو بل نوي تمدن بنياد کښيږدي. خو چې کله دا دويم تمدن هم کامل شي او د هغه اثرات په خارج پرېوځي نو د انسانيت په تحت الشعور او لا شعور کښې بيا په هغه تنقيد شروع شي او چې انسانيت ورته هرکلی او نه وائ بيا بحراني حالت شروع شي او څه موده پس حيوانيت نوې نظام جوړ کړي.”
حالات خو منګوټي دي په ارهټ د زمانه کښې
ډکيږي او تشيږي اوبـــــه خور د ژوندانــــه کا
د بابا د رياست په حقله نظر:
“تر څو چې انسان د تهذيب او تمدن په حقله په فطري قانون روان نه شي او د اعتدال په نقطه کلک او نه دريږي تر هغه به د هغه نظام د هغه نوع د پاره ښه زيرئ او نه لري او نه به هغه د يو داسې رياست په جوړولو کښې کامياب شي چې د هغه نوع د پاره د صحيح انساني ارتقا ضمانت کولئ شي”.
د تاريخ په حقله خو د دواړو د نظر په حقله موږ وليکل (که څه هم اختلاف پکښې شته خو موږ يې اختلافي نکتې نه څېړو) اوس به يې د پورتنئ ليکنو په رڼا کښې د رياست په حقله د دواړو د نظر يو والی ته اشاره وکړو.
دواړه مفکرين د رياست شتون د انسان لپاره اړين ګڼي. او رياست د يو مقصد د پوره کولو لپاره وسيله شميري. هغه مقصد منظمه خپلواکي، د خپلواکئ شعور لا انساني ارتقا ده. سره له دې چې دواړه آئيډلسټ وو خو ورسره د يو قومي رياست پلويان وو. د هيګل په فلسفه کښې د قامونو هغه مقام/ځای دې کوم چي د مارکس په فلسفه کښې د طبقاتودې.
“هيګل وائي چي د تاريخي ارتقا اصول قامي ذهانت دې. په هره زمانه کښې داسي قام وي چي مقصد يې د دنيا پر مختګ وي (د جدليات له هغه ځای څخه کوم ته چي دنيا رارسېدلې وي). بې شکه چي په دې دور کښې دا جرمن قوم دې”.
حمزه بابا په (ژوند) کښې ليکي
چي تر څو پښتون منظم، آزاد، خوشحال او قوي نه وي، ټول ايشياي هم منظم، آزاد، خوشحال او قوي نشي پاتې کېدې.
د مليت نـمره د پـرخې پــه څېر
ستا ددې شوخو پلوشو سره ځم
دا چي خرد هم په ملت ځاروي
زه دې هم داسي لېونو سره ځم
ستا ددې شوخو پلوشو سره ځم
دا چي خرد هم په ملت ځاروي
زه دې هم داسي لېونو سره ځم
پای
ماخذونه
ـــــــــــــ
1. Lectures on the philosophy of world history — Hegel
2. Phenomenology of Spirit — Hegel
3. History of Western Philosophy — Bertrand Russell
4. Story of Philosophy —- Will Durant
5. Sophie’s world — Jostein Gaarder
6. ژوند — حمزه بابا
7. انساني انا او پوهـه — حمزه بابا
8. د خوشحال خان خټک يو شعر — حمزه بابا
د حمزه شينواري کليات — کتابتون ټولنه