هم داسي سرټکي دنړۍ، خو بې مقصده او بې معنیٰ، سائنس زموږ د عقيدې د پاره وړاندي کوي. خو له دې پس، په نړۍ کې چې هر چرته وي، زموږ ايډيال بايد ځای و مومي. او هغه دا چې انسان د اسبابو حاصل دې چې د دې پای ېې هيڅ مخوېينه Prevision نه درلوده (اسباب نه وو خبر چې انسان به جوړوي)؛ د انسان ريښه، لويېدنه (وده)، تلوسې، ويري، د ده ميني او عقائد، ټول د اټومي تصادفي اړوني پايلې دي. او دا چې نه هيڅ اور، اتلتوب/غښتلوالی، نه د فکرونو زياتوالی او احساسات، د ګور شا ته يو شخصي ژوند ساتلې شي. د وختونو ټول زيار، ټول ايثار، الهام، د انساني نابغه د ټکنده غرمه غوندي ځلا مقدر، د لمريز نظام د پراخ مرګ سره وژنه ده. او دا چې د “انساني لاس راوړني” بشپړ درمسال به د يوه وران کائنات د خځلي لاندي حتماً ښخيږي. دا ټولي خبري، که څه هم بحث ورباندي کيدې شي، خو دومره يقيني دي چې هيڅ يوه فلسفه هم چې دا نه مني، نشي پاتې کيدې. د هم دې رښتياو په خوازه/پاړ کې دننه او يواځې د کلکي ناهيلۍ په کلک بنسټ د روح استوګنځای ورورسته له دې جوړولې شې.
په داسي ناپيژندويه او غير انساني نړۍ کې د انسان غوندي بې واکه مخلوق څنګه خپلي هيلي ناککړه ساتلې شي؟ دا يو حيرانونکې راز دې چې فطرت، قادرمطلق — خو ړوند، د فضا په ګړنګونو کې د خپل سيکولر تلوار (بيړه) په بدلونونو کې، يو داسي کوچنی پيدا کړۍ چې د ده (فطرت) د قوت منونکې دې، خو بيا هم د نظر سوغات ورکړل شوې دې، د ښه و بد علم ورسره دې، د خپلي بې فکري مور (فطرت) په ټولو کارونو د نيوکي کولو وړتيا (صلاحيت) ورسره ده. د مرګ او پلارني کنټرول د نښې و مهر سره، د خپلې برخې په څو کلونو کې، په تللو، نيوکه کولو، زدکړه کولو، او په تخئيل کې د تخليق کولو (په اړه) بيا هم انسان خپلواک دې. يواځې ده (انسان) ته، له کومي نړۍ سره چې دی بلد دې، دا خپلواکي ورپه برخه ده؛ او په هم دې کې د ده تفوق دې په هغه زورور ځواکونو چې د ده دباندي ژوند تر کنټرول لاندي راوړي.
وحشي، لکه موږ چې يو، د ده (انسان) د کمزوري استحصال د فطرت د زور له مخې احساسوو، اما په خپل وجود کې بې له طاقته هيڅ هم په درنښت نه لمانځي، دی (انسان) خدايانو ته په پړمخې نسکورېدلو ليواله دې، بې له پوښتني کولو چې دا خدايان د عبادت وړتيا هم لري که نه. د ظلم او کړولو اوږد تاريخ ډير خواشينوونکې او لړزونکې دې، د ټيټوالې او انساني قربانۍ چې د کستمن خدايانو د خشم د کمولو په هيله يې وزغمل؛ يقيناً، لړزاند منونکې (معتقد) فکر کوي، چې تر ټولو ګرانبيه دې هغه وړيا ورکړل شي، د دوی د ويني غوښتنه به غلې کړل شي او نوره به ورڅخه ونه غواړي. مولوچ — لکه څنګه چې داسي عقائد په عمومي توګه بللې شې — په خپل جوهر کې د مريي تسليميدل او ځان سپارنه ده، چې زړورتوب نشي کولې، په خپل زړه کې لا هم نه، چې دې فکر ته لاره ورکړي چې د ده مالک د چاپلوسي وړ نه دې. لکه څنګه چې تر اوسه د ايډيال خپلواکي نه ده منل شوې، د طاقت به په پراخه توګه عبادت کيږي، او بې پايه درنښت به تر لاسه کوي، سره له دې چې بې کچه دړد ورکونکې دې.
په تدريج سره، چې څومره اخلاق په ځان باور پيدا کوي، د يوې آئيډيال نړۍ احساس غورځنګ کوي چرته چې عبادت، که ختم نه کړل شي هم، بايد د هغه خدايانو نه وي چې وحشت تخليق کړي وي. که څه هم ځينې خلګ د آئيډيال په غوښتنو خبر وي بيا هم په شعوري توګه دا غوښتني رد کوي او بيا هم ټينګار کوي چې يواځې لوڅ ځواک د عبادت وړ دې. داسي رويه يې نغښتې په هغه ځواب کې چې خدای ښه سړي ته په بړبوکۍ کې وويلی (د بائبل يوې کيسې ته اشاره). د خدای ځواک او علم څنګ پر څنګ پريټ (Parade) کوي خو د ښېګړي يې چا درک و نه موندلو. هم داسي رويه د هغه خلګو ده چې په نني وخت کې د اخلاق بنسټ د “ژوندي پاتې کېدو” په مبارزه ږدي. دوی دا فکر کوي چې کوم ژوندي پاتې شي هم هغه تر ټولو تکړه دي. اما څه نور خلګ چې و اخلاقي درک ته په دې ناخوښه ځواب قانع نه دي، داسي لاره به خپله کړي چې موږ يې عموماً د “مذهب خوښونکو لار” په نامه ورسره بلد يو، فکر کوي؛ چې په يوه عجيبه توګه د حقيقتونو او امثالو نړۍ يوه ده. هم داسي انسان د خدای تخليق وکړ چې ستر واکمن دې او ډېر ښه دې، او د دې دواړو صوفيانه يووالی هم داسي دې او هم داسي بايد شوې وه.