fbpx
ساهو برلاس مقالې

پاکستان: وينه څښونكى ښاپيرك

لیکوال ساهو برلاس
د پاکستان جوړول پخپله د يوې بې ساري مبارزې پايله نه وه. دا د سامراج د هم هغه کړنلاري ادامه وه چې “و يې وېشه او باچهي ورباندي وکړه”. سامراج نه غوښتل چې آسيا دي د لويديځ د منګولو اووځي. د دې د پاره اړين وو چې يو داسي مصنوعي رياست جوړ کړي چې د خپل وجود د بقا د پاره د سامراج لمن نيسي. دويمه موخه دا وه چې دوی نه غوښتل چې د چين سره په څنګ يو بل لوئي هيواد “هند” فطري ودي او پرمختګ ته پرېږدي. دا به د تل د پاره د دوی باداري ته ګواښ وو. د پاکستان جوړول، له هند سره په چاريکي او ښکاره جنګونو بوختول، ټوله سيمه د بنسټ ګرۍ، ترهګرۍ او جنګ داسي لمبو ته وغورځول چې وتل که يې ناممکنه نه وي نو بېخي ګرانه خو ده. د پاکستان شتون د دې علت شو چې د سيمي هيوادونه (په ځانګړي توګه هند) د وسلې تر لاسه کولو په بې ځايه ځغستا کې ځانونه ستړي کړي، پوځونه لوۍ کړي، د امنيتي دولت (سيکورټي سټېټ) بڼه غوره کړي او د اولس د اړتياو او ستونځو څخه سرغړونه وکړي. هم دا علت دې چې په سيمه کې بې کاري، لوږه، بېسوادي او ناجوړۍ ډېري دي. د دې ټولنيزو او اقتصادي رنځونو د مخنيوي په ځای وسلې ډېريږي چې نه لوږه ختموي نه انسان وژونکي رنځونه. ډاکټران، انجينران او ښوونکي لږ دي او پوځيان ډېر دي. د انسان د روزني او ژغورني چاري د ټيټي سويې کارونه بلل کيږي، د انسان د وژني کار (لکه پوځ) ته د وياړ په سترګه کتل کيږي.
په داسي چاپيريال کې د هغه هيوادونو ګټي دي چې وسلې جوړوي او خرڅوي يې. ځکه په سيمه کې يوه نه يوه لانجه، شخړه به ارومره پيدا کړل شوې وي او داسي بې ځايه پروپيګنډه به ورباندي کيږي چې د نړيوال بادارانو جوړي کړل شوي لانجې او شخړي به اولس د مرګ او ژوند مساله ګڼي.
د پاکستان واکمن او اولس په دې پوهـ دي چې د پاکستان جوړښت او بقا اوس هم د دوی د خپلي سرشيندني او مبارزې پايله نه ده، دا د سامراجي هيوادونو د لاس برکت دې چې د دوی په سر پروت دې. هم دا احساس دې چې پاکستاني قوميت يې کله هم جوړ نه کړ. د پاکستان نصاب، جهادي، مولائي او تبليغي لټريچر هم په دې بريالي نه شو چې په شته هيواد کې “يو قام” هم پيدا کړي.
دا د سامراج د بې ځايه احسان احساس دې چې د پاکستان بهرنۍ تګلاره کې څرګنديږي. پاکستان کله هم خپلواکه بهرنۍ تګلاره نه ده خپله کړې. کله د امريکا، کله د چين او کله بيا د عرب د بهرنۍ تګلاري سره د سمون په هڅه کې وي. 
د ۱۹۷۱ پس افغانستان په يوه نه يوه توګه د پاکستان د بقا علت پاتې شوې دې. د خلقي انقلاب پس د نړۍ له هره کونجه تور او سپين بې شرفه بدماشان راغونډول د نړيوال سامراج مجبوري وه، دا مجبوري د پاکستان د پاره يو لوی نعمت شو. په ميليونونو افغانان د اسلام په نامه ووژل شو. دا وژل د اسلام د کلا پاکستان او د اسلام د اجاره دار عرب په خوښه وو. 
چې کله د اسلام د خرقې لاندي عادي جنايتکاران اولس ته ښکاره شول نو هم دا عرب او پاکستان وو چې په سپينو جامو کې يې يو بل پوځ د ليوانو (شرمخانو) جوړکړۍ. چې کله د نړيوال سامراج دا پوځ خوښ نه شو هم دا عرب او پاکستان وو چې دا ليوان (په نامه د طالبان) يې نيول او په امريکا يې خرڅول. هم دا پاکستان وو چې خپل جوړ کړل شوي او روزل شوي لښکري يې وژلې. دې پروژې هم پاکستان ته د ژوند څو نوري دقيقې ورپه برخه کړې او د لويدلي اقتصاد د ځکندن د اوږدېدو پيلامه جوړه شوه.
د پاکستان واکمن دومره هم ساده نه وو چې دا ترهګر لښکر ېې ټول ختم کړې وو. بيا خو يې په نړيواله کچه اهميت کمېدلو نو څه نه، ښه ډېر، يې خوندي کړل. د نړيوال سامراج هم دا ترهګر خوښ وو. هم دا لښکري دي چې په سيمه کې به چين، هند او ايران د پاره ګواښونه جوړوي. 
اوس نوې پروژه روانه ده. پاکستان د بادار بدلولو په تمه دې او زوړ بادار يې دې ته نه پرېږدي. د سيمي حالات هم ډېر بدل دي، پاکستان د ډېرو زورورو ګاوڼديانو په منځ کې پروت دې. هيڅ کله نه شي کولی چې خپلواکه ژوند وکړي. د يوه نه يوه زورور لمن به نيسي. د يوه زورور لمن نيول د بل زورور دښمني ده. د خپل واک زياتولو د پاره هڅه کوي چې افغانستان بيا تر خپلي ولکې لاندي راولي. ليونۍ جهادي لښکري و روزي او خپل پوځي ځواک په دې بې تنخا پوځيانو لا پياوړې کړي.
طالب يو ځلې بيا د نړيوالو پام ځان ته جلب کوي. زموږ په وطن د يو بل جنګ تپلو تياري روانه ده. د وينو يو بل سيند په بهېدو دې. دښمن لکه توره تېاره زموږ د سباوون رڼا ځپلو په تمه دې، زموږ خپل وروڼه يې ملګري دي. دمخنيوي يواځينۍ لاره پياوړې تنظيم دې. د تنظيم (منظم ګوند) له لاري د اولس پوهول، د دښمن په ضد اولس منظم کول او راپارول داسي تګلاره ده چې موږ به له ناورينه ژغوري.