انساني ذهن چې انساني شوې دې نو پرله پسې پوښتني کوي او ځواب يې لټوي. کله چې دا ذهن په پوښتنه کولو کې خپلواک وي نو ځوابونه يې تخليقي بڼه لري. تخليق تل نوې وي او د زاړه په ضد وي. د انساني کالبوت (جسد) غوندي و ټولني ته هم د نوي ويني، نوي تخليق اړتيا وي. په انساني بدن کې داسي ناروغۍ وي چې د ويني دا نوي کېدل يې نه وي خوښ نو په هغه ځايونو بريد کوي چې وينه جوړوي. داسي په ټولنه کې هم څه خلګ وي چې زوړ نظام او د نطام سره تړلي ادارې (چې د زياتو خلګو د اقتصادي، فکري او جذباتي استحصال دپاره جوړي شوي وي) پلويان وي. که داسي و نه شي نو د دوی اقتدار په خطر کې شي. د خپلي باچهي هم داسي ساتلو د پاره اړين دې چې په انساني ذهن باندي يرغل وشي او په يو ځانګړي کچه ودرول شي. نه داسي هم نه چې بېخي له کاره ولويږي. دومره کار بايد وکړي چې د رياست او د مقتدره طبقې چوپړ وهلې شي.
کار ګران دې خو سکول، نصاب او رسنۍ ته دا ګران کار بې کچه آسان دې. په ډېره هوښياري انساني ذهن داسي تربيه شي چې د حکومت سره يو مقدس تړون پيدا کړي. دلته حکومت بايد په دې مفهوم کې و نيول شي چې کومه طبقه حکومت کوي. رابرسېره شوي، راښودل شوي او په حکومتي څوکيو ناست چارواکي ټول حکومت نه وي. د دې شاته يو مقدس اتحاد وي چې د يو و بل تحفظ کوي.
د رسنۍ بل کار دا وي چې خلګ خبر نه کړي. کوم ته چې خلګ مالومات (انفارميشن) وائي هغه زيات وخت غلط مالومات (Misinformation) وي. موږ ورته (Disinformation) هم ويلې شو. (که څه هم ځينې خلګ دا اعتراض کولې شي چې په دې دوو کې توپير شته). خلګ په دې خوشاله کړي چې ګوندي دوی په هر څه خبر دي خو ناخبره وي. و مقتدر طبقې ته د دې ګټه دا هم وي چې خلګ دومره زيات غلط مالومات تر لاسه کړي چې په شننه (Analyse) کولو يې ستړي شي او څه پايلې ته و نه رسيږي.
د رسنۍ تر ټولو زيات خوښ هغه کس دې چې ټي وي ته ناست وي. بې خونده ډرامې، فلمونه، خبرنامې او خبري مجلسونه ګوري. ځان له يو خيالي جنت جوړ کړي. څله ېې خوښ دې؟ په دې چې هم داسي دوی د خلګو تر منځ د ستونځو په حقله د يو ژوندي ډائلاګ مخه ونيسي. خلګ په خپل منځ کې خبري و نکړي نو يو ټولنيز شعور هم مخې ته نه شي راتلی. د خلګو تر منځ تړون نه شي پيدا کيدی. او داسي خواره واره فکرونه، خلګ او ټولني د دوی واک ته ګواښ نه شي جوړولې.
چې کله ټولنيز اضطراب زيات شي بيا رسنۍ د ټولني د بېلا بېلو ستونځو او تضاداتو داسي آسانه حل پيش کړي چې خلګ ورباندي خوشاله شي. په پاکستان کې د دې مثال تاسو د يو ګوند په دې دعویٰ کي ليدلی شۍ چې موږ به هرڅه په درې مياشتو (۹۰ ورځو) کې بدل کړو. د دې تاوان دا وي چې ټولنه د ستونځي ريښې و نه پېژني (چې زيات وخت د مقتدره طبقې د زياتو خواهشاتو او استحصال کولو پايله وي). خلګ د ستونځي، استحصال، حکومت او رياست تر منځ ګونجل (پيچل شوي) اړيکو ته چمتو نه شي. او په دې قانع شي چې هر څه کيدلی شي خو بس ايمانداره ليډرشپ پکار دې. له بده مرغه دا ليډرشپ هم رسنۍ ورباندي پيژني. د ده د خپل فکر او لټون پايله نه وي.
په داسي کړکيچونو کې د رسنۍ يو ټاکټيک دا هم وي چې پرله پسې د داسي غير مهمو واقعاتو کوريج وکړي چې د ټولني پام په بله واړوي. په پاکستان کې ېې بېلګه د سکندر دا اوسنۍ ډرامه وه.
رسنۍ خوبونه هم خرڅوي. داسي بې سر و پشې ډرامې، فلمان او اشتهارونه چې سړی په يو خيالي جنت کي ميښت کړي. د خپل چاپيريال څخه يې بې خبره کړي او بل دا چې د غير ضروري شيانو (څيزونو) اړتيا پيدا کړي. که هغه مصنوعات وي که نظريات. خلګ د دې مصنوعاتو د اخيستلو په يوه بې پايه مسابقه او سيالي کې بوخت کړي. مسابقه چې چرته وي هلته يو والی خوب شي، چې يو والی نه وي نو د دوی اختيار به څوک چيلنج کړي. زه دلته په شو کارونو کې د مسابقې خبره نه کوم.
رسنۍ د پوهني بېخ باسي. د فکر کولو استعداد له خلګو څخه تروړي. خلګ د ځان موتازه کړي. د هري پوهني د پاره به خلګ و رسنۍ ته ګوري او رسنۍ ستونځي زياتي څېړي د حل لاري يې نه لټوي. د حل لاري لټول وخت غواړي او ژور فکر. په رسنۍ کې دا دواړه نشته.
کله چې انسان يوه خبره واوري نو ورباندي فکر کوي چې دا د ګټي ده که تاوان. د دې فکر د پاره وخت ته اړتيا وي. اوس رسنۍ چې په برېښنا شوې ده او د انسان په ورغوي نيښتې ده نو دا د وخت لويه کمي ليدلې شو. په خبر پسې خبر او د خبرونو په منځ کې اشتهار. دومره وخت نه وي چې انسان څه فکر ورباندي وکړي پريکړه خو ليري خبره. د پريکړي قوت مفلوج شي او هم داسي رسنۍ خپل مصنوعات، نظريات او شخصيات درباندي و تپي. دومره هم انسان کله بې واکه وو؟