د بخښنې نړيوال سازمان ( امنسټي اینټرنشنل ) پاکستان تورن کړى دی چې د افغانستان له پولو سره نيژدې په کبایليسيمو کې د بشري رېښتو د زرگونو سرغړونو په مخنيوي کې پاتې راغلى.
تر څؤ چي د بخښنې نړيوال سازمان دا راپور دی نؤ موږ یې ملاتړ او هرکلی کوو. خو دا پوره ریښتیا نه دي او نه د ستونزې پوره انځور دی.
د بخښنې نړيوال سازمان په ګډون نؤر داشان سازمانونه پکار ده چي دا ومني او په ډاګه یې څرګنده کي چي دلته یوازي د بشري رېښتو ستونړه نه، بلکې دلته په میلیونوه پښتانه تر غولامئ او نیواک لاندي ژوند کوي. دا ستونزه نن نه، بلکې له پرنګي نیواک څخه راپاته ده بیا د پنجاب تؤره دوره او نن دا ده د پنجابي ، الکایدې، ملا، تالیب، امریکې او څلوېښت تر رېزمرېز کوونکي ګوزار لاندي ژوند کوي.
دا د یوه کال د غولامئ او ازادئ خبره ده. له تېرؤ دوؤ پېړیؤ راهیسته نیواک او ملا/تالیب په ګډه له امو تر اباسینه افغان میلت سره یوه ډېره خترناکه لؤبه روانه ساتلې ده. نیواک دا میلت څؤ څؤ ځایه وېشلی دی، او بیا یې هره ورځ څؤ څؤ ځایه لګیا دی هلالوي.
پرنګي نیواک په لوی سر کي افغانیستان د روس د مخنیوي لپاره یو پاټ (بفر) په تؤګه کارولی ؤ. بیا کبایلي سیمې پخپله د افغانیستان د مخنیوي لپاره د یوه پاټ په تؤګه. او همدا شان یې بیا هره اولسوالي (پولټیکل ایجنسي) د هرې بلې اولسوالئ او بیا هر کلی د بل هر کلي پرچپه د پاټ په تؤګه کارولي دي.
نن د هر کلي، هره اولسوالئ، هر ولایت، په افغانیستان، شمالي، جنوبي او کبایلي پښتونخوا کي په جلا جلا ډول پنجاب، تالیب او لوېدیځ نیواکګر لګیا دي د بشري ریښتو سرغړونه کوي. څؤک د لوی افغان بدن لاس پرې کوي، څؤک یې پښې، څؤک یې پر سر وهی او څؤک یې بیا پر ملا او ټټر باندي.
خو د بخښنې نړيوال سازمان په شان سازمانونه کله ماته د یوه پرهر کیسه کوي او کله بیا دَ بل زخم داستان تېروي. کله چي په غزه کي یو کس ووژل سي نؤ ایسلامي او ناایسلامي نړئ کي یوه واوېلا ګډه سي. خو د کبایلي پښتونخوا سیمې ورځ تر غزې په څؤڅؤ واره که بده هم ده خو نه نړئوالؤ بشري سازمانونه ته پته ده او نه پخپله د دې ځای اوسېدونکؤ ته یې د هواري کومه لاره څرګنده ده. دله په اسمان کې امریکه ده، په غره کي تالیب او په هواره کي د پنجاب ټپوسان هره ورځ پر بې وسه پښتنو چپاونه کوي. او کله چي همدا پښتانه د تالیب جان ل لاسه کراچئ یا کومې بلې سیمې ته کډه وکوي نؤ هلته ورته تالیبان ویل کیږي او بیا هم په ناڅرګنده تؤګه وژل کیږي. خو پخپله پښتانه د فلستینانؤ په شان نړئوالؤ ته د خپل داستان په ویلؤ کي بریالي نه دي. ښايي همدا سوب دی چي نړئ زموږ په کیسه کي نه ده او دَ غزې یا نؤرؤ سیمؤ سره په پراخه تؤګه خواخوږي کوي.