fbpx
سیمه او افغانستان لیدلوري

تر تؤپان لمخه باران

لیکوال افغان جرګه

په نړئوالؤ رسنیؤ کې نن سبا داسي کښنې او شننې راځي چي پاکستان د افغان جګړې په باره کښې خپل دریځ بدل کړی دی او غواړي چي د سؤلې په راوستلؤ کښې مرسته وکوي. اورو چي تالیبان کله جاپان ته ځي، کله کتر او کله بیا پاریس ته. ملګرؤ میلتونؤ هم تالیبي کارګانؤ ته سپین ورکړی دی. خداي دي وکوي چي همداسي وي، مرغ دي يې ښه وي!!!. مګر باور مو نه راځي چي پنجاب دي هغه له پېړیؤ راروانه تګلاره پرېږدي، چي دَ سک رنجیت او پرنګي په مرسته یې پيل کړې وه.

ځکه چي اوس اوس په ډېره لوړه کچه د افغان او پنجاب تر منځ د پلاوؤ د خبرؤ لا پر کاغز باندي وچ شوی نه ؤ چي پنجاب یوه خورا چاغ ملا ته په خیښتک کي څلؤر کیلؤګرامه چاودېدونکي تؤکي ورومنډل او بیا د افغانستان د میلي امنیت سروال باندي ځانمرګی برید ترسره کؤ.

پاکستان چي کله هم په افغانستان کې یوه غټه بدرګه رېنګه کوي نؤ لومړی په پښتونخوا کي د مرګ سوداګرؤ تالیبانؤ په مرسته بریدونه ترسره کي او خورا ډۍر پښ

سرکاري چارواکي وايي، په دې پيښه کې، چې د رسالپور  پوځي اکاډمۍ په وره کې وشوه لږ تر لږه ۱۱ تنه ټپيان ډېر پښتانه په کي ووژني. په نړئوالؤ رسنیؤ کي په پراخه تؤګه د خپراوي له پاره دا بریدونه په سترؤ سترؤ سرکاري ودانیؤ یا امنیتي منځیؤ باندي وکوي. کله چي دا درؤغجن بریدونه ترسره کي، او بېګناه پښتانه د ترهګرئ د لمبؤ خوراک کي، نؤ بیا نړئؤالؤ ته پریادونه کوي ،چي ګؤرئ، پاکستان خو پخپله د تالیبانؤ د ترهګرئ بلهاري دی. پنجاب خو پر تالیبانؤ هیڅ کنټرلو نه لري. له هغه وروسته دوه موخې په اسانه ترلاسه کي. هم نړئواله خواخوږي ورسره پیدا سي او هم پښتانه تباه او بربا د کي.

خو دا داسي درؤغجنؤ ترهګري بریدونؤ تر ټؤلؤ لویه موخه یې دا وي چي په راتلؤنکو ورځي یا اونیؤ کې پنجاب او تالیبجان په افغانیستان کې د یوې لویې ترهګرئ تابیا کړې وي. او کله چي په افغانستان کي دا وېجاړونکي ترهګري ترسره کي نؤ بیا نړئ ته ګرانه وي چي ګوته پاکستان ته ونیسي، ځکه چي هغه اوس اوس تازه د پښتونخوا پر پښتنؤ همداسي بریدونه ترسره کړي وي، او دَ نړئ خواخوږي یې لالمخه ترلاسه کړې وي.

کله چي په تېرؤ څؤ ورځؤ کې پر باچاخان نړئوال هوايي ډګر او بیا پر ریسالپور چاوڼئ باندي پرلپسې ترهګري بریدونه وشول نؤ نؤ موږ د تېرؤ تجربؤ په رڼا کې داسي انګېرو چي پنجاب جؤړ بیا په افغانستان کې دَ یوې شرمونکې ترهګرئ لپاره چاغ چاغ تالیبان تیار کړي دي. داسي تالیبان چي ان په خیښتک کې څؤ څؤ کیلوګرامه بمونه وړای شي. هسي نه چي دا ځل يې پر ټؤل پارلیمان یا پر ارګ د برید شیتاني پلان جؤړ کړی وي. ځکه چي بدماشه امریکه هم زموږ له هیوادپال اولسمشره تنګه راغلې ده چي د لنګرکؤټ تړون په اسانه او وړیا تؤګه ورسره نه مني. نؤ کله چي هم دَ پنجاب، تالیب او بدماشې امریکې ګټې وله یو شي هلته افغانان ته پکار ده  چي ځانونه د چمتو کړي. غوږونه دي بیدار کړي او سترګې دي غړوي!!!