موږ څؤ څؤ واره پر دغه پاڼه باندي کښلي دي چي اوبه او برېښنا د افغانیستان دَ ازادئ، خپلواکئ او ښه چؤچ یوازینئ لاره ده.
له نېکه مرغه زموږ ګران اولسمشر نن په د دې سترې چارې په باره کښې څرګندونې کړې دي.
هغه له یوې خوا د هیواد د اوبؤ سترې زېرمې یادې کړې دي او ورسره یې پر نړئوالؤ باند نیوکه کړې ده چي په افغانیستان کې یې د بند او برېښنا له جؤړولؤ پرلپسې له ناغېړیو کار اخیستی دئ.
ښاغلي اولسمشر پر ګاونډیانؤ باند هم غږ کړی دئ چي نؤر افغانیستان له پرمختګه وروسته نه شي پاته کېدای. که ګاونډیان کومه اندېښنه لري نؤ افغانیستان تیار دئ چي ورسره د نړئوال دؤد په چَوکاټ کې وراسه وکي.
خو ارمان دا دئ چي زموږ سرکار ۱۲ کاله ابته تېر کړل. پکار خو دا وه چي همېشه یې له نړئوالؤ دَ بندونؤ او برېښنا غوښتنه کړې وای. د بند او برېښنا جؤړول د نړئوالؤ کار هم نه دئ. افغانیستان پخپله هم کولای شي چي له ځینؤ نؤرؤ هیوادونؤ لکه چین یا هیند څځه پؤر واخلي او یا له جهاني بانک ، د اسیا دَ پرمختګ بانک او له نؤرؤ سرچینؤ څخه پور واخلي. د نړئ ډېری هیوادونه خپل بندونه د نؤرؤ بډایه هیوادونؤ یا جهاني بانکونؤ د پؤر په مرسته رغوي. ښه بېلګه یې دا ګاونډی پاکستان دی چي خپل ټؤل ستر ستر بندونه یې د نړېوال پؤر په مټ رغولي دي. اوس هم په اپریکه او اسیا کې بېلابېل هیوادونه د پؤر په پیسؤ د خپلؤ بندونؤ او برېښنا په رغولؤ لګیا دي. کله چي بند ورغول سي نؤ بېخي په لنډ وخت کې د پؤر پیسې پرې کي.
سرکار ته خو پکار ده چي خپله دنده په پوره تؤګه ترسره کي، خو ورسره ورسره اولس، ښارمنده ټؤلنه، سیاسي ګوندونؤ، او لیکوالانؤ ته پکار ده چي د بند او برېښنا چارې ته تر بل هر څه لومړیتؤب ورکي. پکار ده چي هر ورځ په دې باره کې سیمینارونه او جرګې وسي. ان دا پکار ده چي لاریونونه ترسره سي. راځئ چي بند او برېښنا دَ سیاست او پرمختګ ناره جؤړه کو!