fbpx
سړوبن کاکړ سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا لیدلوري

دا تالیب او دَ ملا غزا

لیکوال سرؤبن کاکړ

داسي نکل سي کاوه، ټپالونه دي خپاره، چي ملا پزلرامانا بیا ګرځي د ارب پر هیوادونه. کوي سیلونه، اخلي خوندونه. پر دا لاره رسېدلي دی د کتر وَ ولات ته چي اېلچي د پاکستان سي، مرکچي د تالیبان سي او اشنا د کاکا سام سي.

مشران داسي کاندي بیانونه، هم یاد سوي د پرنګ په  کاغزونه چي دَ پزل ملا کاله دا کار لرغون هم ښه زده کړی، او هم یې په پوره “ایماندارئ” ترسره کړی.

چي کله باچا غازي امانولا سؤ پر تخت د کابل باندي. غزا یې وکوله خپلواک یې خپل هیواد کؤ، اولس یې خپل ازاد کؤ.

پرنګی راټؤکل کړل ملایان، لوی پیران او سیدان. له شؤر بازاره حضرتان، ول یې مله ډېر مریدان ، څؤک ځایان ، څوک کوچیان.

دوی يې راوستل د ملا پزلو کاله ته، یوې پټې مرکه ته، په کلي پلپاڼه کې، سمایلخان دېره کې. د پزلرامان نیکه او شوربازار ملا، د پرنګې پر لارښؤوَنه، اولسونه کړل راجمه. په فیتواګانؤ یې ټمبه کړل، سمبال یې په درسته کړل، پر کابل یې هواله کړل، ټؤل ښارونه یې تاله کړل، د امان کور یې ترغه کړ. امن ورک شؤ په هرخوا چي سکاؤ سولؤ باچا، نو ترلاسه سوه بریا.

څلؤر لسیزې پسته، بیا خلکیان سول راپیدا، سپین پرنګ سؤ وارختا، تؤر لا نؤر هم ناویسا. خو بیا هم دلته لا اباده پلیاڼه وه، د شؤربازار لا پاته اولاده وه. د جهاد امرونه یې ورکړل، خلکیان یې زېرزبر کړل، اولسونه یې اوتر کړل، ښارونه یې کنډر کړل. ترهغؤ چي راغلل تالیبان، مرَغ ول ښه د پاکیستان، لؤیه ټکه پر افغان. که عمر د دوی امیر ؤ، خو کرنېل یې ؤ ایمام.

لنډه دا چي تالیب یوه پلمه وه، راروانه امریکه وه، مؤخه یې یوه اډه وه. تر لسؤ کالؤ اوس تېری کا، تالیب او امریکه دواړه  دَ دې اولس مرګی کا، نه پرې وښ نه اسوېلی کا.

اوس لیري پټ له افغانانؤ، له شؤرا او له مشرانؤ، وزیرانؤ سفیرانؤو، پټ په پټه دواړه غواړي رؤغه وسي، یو بل وته خواږه سي، وله مله سي یوه خوله سي.

د دې سترې چار لپاره، پزلرامان د دوی پکار، ناګهان سؤ رادڅار، دی پیاوړی او غښتلی د نیکونو او پلرونو په دا کار. چي پر خاوره د افغان کړي ساز یو لنګرکؤټ امریکه، راڅخه غواړي کواله.

بس د تالیب او ملا،  دا غزاه دا یې موخه!!!!