fbpx
سړوبن کاکړ سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا مقالې

موږ به خامخا هم بلا نو اخلو او هم په غېږه ورځو

لیکوال سرؤبن کاکړ

پخوا چي به مغول یا پرنګي پر پښتنؤ د خپل راج هڅه کوله نؤ پښتنؤ ته به یو کار اسان ؤ چي دوښمن به یې له ورایه څرګند ؤ نؤ په جنګېدؤ کې به ورسره کومه ستونزه نه وه.

خو د پرنګي له تګه او بیا د شؤروي له یرغله وروسته پنجاب دَ اربي شیخانؤ او د لوېدیځ د اهل کتابؤ په مرسته یوه داسي زؤرَوره تجربه وکوله چي پښتنون يې هم تباه او برباد کؤ او هم يې دومره ټکڼی کؤ چي خپل دوښمن هم ورڅخه ورک دی.

پنجاب پښتون وژني، تباه کوي یې، مشران یې وژني او ښؤونځي یې ورانوي. پر دې خبره ټؤله نړئ هم خبره ده او پښتانه هم. خو نوم یې هیڅؤک نه اخلي. زیاتره موږ وایو چي بس  دا تالیبان شوي دي او ترهګرئ ته لاس اچولی دی او د پښتنؤ په وژلؤ پسې یې راخیستې ده. کله کله دا هم وایو چي پنجاب او د هغه څارګره ای اېس ای او پوځ دا تالیبان رؤزي او ملاتړ یې کوي. دا او دا شانته نؤرې خبرې موږ په ورځپاڼؤ، رسنؤ او نن سبا پر فېسبوک باندي کوو خو ترهګري همهغسي روانه او پښتانه همهغسي وژل کيږي.

دا خبرې هم په هغؤ شپؤ ورځؤ کې زیاتره کیږي کله چي یوه لؤیه درنه مرګونې پېښه وسي، لکه دا اوس چي کوټه کې سوې ده، یا لږ پخوا په سوات، او کله کله په وزیریستان، کورمه، اپریدؤ یا نؤرؤ پښتني سیمؤ کي کیږي. ترڅؤ چي د افغانیستان خبره ده هلته خو دا ناورین له تېرؤ ۳ لسیزؤ لا هم زیات وخت وسؤ چي روان دی.

د افغانیستان بېلابېلؤ چپي، راستي دولتونؤ او اوسني دولت په سلګونؤ زرګونؤ ځله دا غوښتنه کړې ده چي پنجاب د افغانیستان د بربادئ یوازنیی سوب دئ. پخوا به شؤروي د افغانیستان د دې غوښتنې سره خواخوږي کوله، نن سبا یې لوېیځ کله کله ورسره کوي. خو ناورین هم هغسي روان دی. وايي چي د پنجاب د هغه وخت پوځي زؤرمن، جنرال زیااولهک، به ویل چي، “په افغانیستان کې د جنګ تر دېګ لاندي دومره اؤر تازه ساتئ چي دېګ په پرلپسې تؤګه تؤد وي، مګر پکار نه ده چي واېشي او توی شي.” که دېګ واېشي او توی سي نو پنجاب به هم ورسره تباه سي.

خو نن پنجاب هغه دېګ اېشولی هم دی، او دا دېګ توی سوی او څڅېدلی هم دی مګر بیا هم له پښتنؤ لوری او لؤدن ورک دی. په چل یې نه پوهېږي. د پښتونخوا د پښتنؤ مشرتابه په دې کار خو د ستاینې وړ دي چي هرې بلهارئ ته تیار دي ان که مرګ لا هم وي پکښې او چرته یې هم میدان نه دئ ایله کړی. مګر د ارمان ځای دا دی چي د سختؤ بلهاریؤ او کړاوونؤ سره سره یې بیا هم د بلا مخنیوی نه دی کړای شوی.

د بلا د مخنیوي لپاره به پښتانه، په تېره بیا زموږ مشرتابه خامخا یوه نېغه او سیده لاره غوره کوي.

د پښتنؤ مشرتابه به اوس یوه خبره وَ پنجاب ته په ډاګه کوي چي تالیب مالیب نشته ، او نه یې موږ منو. زما دوښمن پنجاب (د پاکیستان په نامه مرکزي ادراه) دئ.

کله چي یې د دوښمن نوم په ډاګه واخیستلؤ او د هغه پته یې وموندله نؤ بیا به دا پخه او څرګنده کرښه ورته وکاږي او په ډانګ پېلې به ورته ووایي چي که سر له ننه له بؤلانه تر چتراله په پښتني خاوره او اولس کې د ترهګرئ هره پېښه وشوه زموږ دوښمن ته یې او موږ ازاد یو د خپلؤ ځانؤ غم به په خپله خورو.

که بیا هم پنجاب دومره لېونی ؤ او زموږ تباهي او بربادي یې همداسي روانه ساتلې وه نؤ بیا به پښتانه هم اړ وي چي  له دوؤ لارؤ څخه یوه غوره کړي:

(۱) یا خو دي د بنګالیانؤ په شان تؤپک ته لاس کي او په دې کار کي دي له ځانه سره بلؤچ هم ملګري کړي او که کوم بلچا یې ملګري کوله هغه دي هم ملګری کي. متل دئ، وايي “چي له کومې بلا چي تېښته نه وي هغې ته په غېږه ورشه”. نؤ چي هسې هم هره ورځ په سلګونؤ وژل کیږو او کډې ته اړایستل کیږو بیا خو دا ښه ده چي ازادئ لپاره ووژل شو.

(۲) که دَ بنګالیانؤ پر پله پل نه سي کښېښؤولای، بله لاره یې بیا د ګاندي جي او باچاخان د نغال Nonviolence ، د اولسي نټې (Civil Desobedece) هغه ده. که له بؤلانه تر چتراله پښتانه د اولسي نټې کار ته کار ووایي او پنجابي سرکار سره د هر راز مرستې څخه نټه  (اینکار) وکوي او هر راز اړېکي ورڅخه وشلوي، مالیه دي نه ورکوي نؤ هرومرو به هم زموږ دوښمن جوت شي او هم به دَ بلا مخنیوی وشي.

که له دغؤ دواړؤ لارؤ یوه هم نه غوره کوو نؤ بیا یې داسي وګڼئ چي موږ د یوه میلت په تؤتګه خپل سرونه په شګو کې منډلي دي او په یوه ټؤلیزه ځانوژنه لګیا یو.