fbpx
شریف شیرانی مقالې

قامنامه (دویمه برخه)

لیکوال شریف شېرانی
د دوو نړیوالو جګړو اساسي علت هم دا د قامونو ناسم تقسیم او د ځینو قامونو له خپلو حقوقو څخه بې برخې پاتې کېدل وو. په لومړۍ نړیواله جګړه کې دغه کار د مذهب او امپراتورۍ پر اساس وشو، چې پکې مرکزي رول هم پر خپلو جغرافیو د پردیو و واک ته نه تسلیمېدل وو. همدا رنګه په دوهمه نړیواله جګړه کې که څه هم د وچېنو (continents) جنګ وو خو په دې جګړه کې قام پرستۍ عنصر زیات وو. له دې جګړو ورستو د “تهذیبونو د ټکر” نظریه هم راپیدا شوه چې که څه هم نوعېیه یې لږ بدله وه خو د قام تړون او د تهذیب په اساس د پیوستون موخې پکې څرګنده وې. د تهذیب څه داسې منلی تعریف نشم کولی خو دومره به ووایم چې زموږ په منطقه کې تهذیب لږ ناسم تعریف شوی دی. تهذیب کله هم د بېلا بېلو او ګڼو کلتورونو غونډله نشي کېدلی بلکې که موږ دغه امکان ورته پیدا هم کړو خو د اساسي سرنوښت حاجت به بیا هم موجود وي. و موږ (له موږ څخه مي خاص د ځان مراد دی) ته ویل کیږي چې موږ یو ډېر ستر تهذیب لرو چې د بېلابېلو علاقو په ګډون یو ستره تهذیبي سرچینه جوړوي. خو اصلاً داسې نه ده. کله هم د یو څیز یا هیېت سرچینه له ګډون څخه نه راسپړي بلکې سرچینه له خپل اساسي اصولو نه کله هم زیاتی نشي کولی.
له دوو نړیوالو جګړو را ورستو که چیرې د درېیمې نړیوالې جګړې امکان وي نو دغه جګړه به هم د قامي تصور تر سیوري لاندې کیږي. که د امپراتورۍ بدرګه وه، او که د پان نیشنل ازم ناره وه خو تر شا یې د قامي برلاسۍ موخې هم پټې وې. په درېیمه نړیواله جګړه کې ممکن د ډیموکراسۍ، منابعو او یا د ګریټ ګلوبلایزیشن تر ناره لاندې په نړیوال سیاست کې قامونه و خپلو سیاسي موخو ته حرکت ورکړي. خو دا امکان زیات دی چې ګوندې درېیمه جګړه د قام پرستۍ و دغه ستونزه ته د پای ټکی کښېږدي. ولې چې د نړۍ واکمنان نه غواړي د خپلو کاروباري مفاداتو لپاره نور مستقیم خطر ژوندی وساتي. نړیوال سیاستمداران په دې نتیجه رسېدلي چې نړۍ یو وار بیا تقسیم شي خو هغوی ویره لري چې پر علاقایي منابعو قابضه قامونه یا واکمنې ډلې د دغه تقسیم په مخ کې خنډ جوړ نه کړي چې ممکن نړۍ د مرګ ژوبلې یو بل اوږد عمل مشاهده کړي.
که څه هم په دغه لویه لوبه کې ډېر حرکتونه لګیا دي، چې سوکه سوکه خپلو اهدافو ته ورسي خو ځینې بدبخته قامونه لا تر اوسه له قامي شعوره بې برخې دي. قامي شعور دوه جزیات لري. لومړی، د قام تصور په قام دننه راژوندی کول. دویم، د قامي یون او پیوستون لپاره عملي تګلاره ټاکل او د دې تر څنګ هغه ټکو ته پام کول چې د یو قام بشپړه خاکه جوړه کړای شي. د قام جوړولو لپاره اړین او لازمي څیز د قام تصور دی. په اوسنۍ نړۍ کې انسانو خپل منځي اړیکې ډېرې سره نزدې کړې خو د هغوی د تصوراتو نړۍ لا اوس هم خپله فطري فاصله لري.
د فطرت ځینې قوانین د نظرانداز کولو نه دي. و خپل اصلیت ته مراجعه کېدل تر ټولو ستر انساني جذبه ده. اصلیت څه دی؟ او ولې څوک له خپل قامي وجوده پرته په بل څه کې ارامښت نشي موندلی؟ انسان خوی لري چې حاکمیت تر لاسه کړي، و اولس ته خپل ژوند وقف کړي خو دغه کار ولې یو څوک بې له قامي پیوستونه په پردې قام کې نشي کولی؟ په دې مځکه ولې ملکیت (رزښت) خپل اساس جوړکړی؟ دا او داسې نورې پوښتنې به هله ځوابیږي کله چې موږ و قام ته یو منلی شوی تعریف پیدا کړو. قام او فطرت سره موازنه کړو. قام او فرد په خپلو مدارجو کې سره و پېیو هله به هغه مشکل حل شي چې موږ ولې له قامي پېژنګلوي پرته هیڅ حېثیت نه لرو. موږ تل تر خپل قامه ولې ناکام یو؟ دغه بحث نن ضروري دی چې وشي، په راروان نو تقسیم کې که موږ خپل مرام ته نه ورسېږو نو بیا د فطرت تقاضا به همدا وي چې خپل قامي ژوند نور وبایلو. د قام په تعریف کې چې څه راځي هغه تصور را ژوندی کول او بیا د قام د بشپړتیا لپاره اړین نظم ته مراجعه کېدل لازم دي.
نور بیا