fbpx
شریف شیرانی مقالې

اضطراب (افسانه)

لیکوال شریف شېرانی
هره ورځ د ښار په غربي لاره ووځي. د هغه منزل د ګڼو چینارونو یو باغ وي چې هلته د یو څه وخت لپاره ذهن هوسا کړي او له تنهایۍ نه ښه ډېر خوند هم واخلي. دی خپل ځان سره یو زوړ غوندې څادر هم یوسي، چې په راستنېدو کې د چینارونو رژېدلې پاڼې په دې څادر کې راغونډې کړي او له ځان سره یې خپلې کوټې ته راوړي. دا پته نه وي چې هغه دا پاڼې د سېځلو او که د بل مقصد لپاره راوړي؟
ځلاند خان په پوره ښار کې فقط اته نه سړي پېژني. خو چې دا اته نه سړي د کوم فکر څښتنان دي؟ څه پته یې نشته. ځلاند و دې سړیو ته کله هم د ملګرو نوم نه دی ورکړی، خو هغه تل د خپل ځان ښه ملګری پاتې شوی دی. هر وخت په خیالونو کې ډوب وي. د ځلاند کور له ښاره بهر د ختیځ په لور په سپینه چینه کلي کښې دی، خو هغه خپل زیات وخت په ښار کې د کرایې په یوه زړه تاریکه کوټه کښې تېروي.
د چهارشنبې ورځ وي تر نور کله ناوخته وي، چې هغه د خپل ځای ناستې و خوا ته روان شي. کله چې هغه خپل د ناستې ځای ته ورسیږي نو ډېر عجیبه غوندې خیالونه ورته راشي. هر وخت چې و دې خوا ته راغلی د خیالونو او فکرونو یرغل ورباندې شوی. د ځوانۍ، او کوچنیوالي پخواني یادونه ور یاد شي. په ثانیو کې د زمانو مزلونه پېی کړي. هغه نه پوهیږي چې کوچنیوالی یې ښه وو او که د ځوانۍ ژوند. داسې یوې نتیجې ته لا نه وي رسېدلی چې په ماغزو کې یې یو بل نابلده غوندې شور پیدا شي، په یو عجیبه غوندې ذهني کړاو کې راګېر شي. داسې کړاونه هغه له دې نه مخکې هم ډېر ګاللي دي، خو د نن ورځې کړاو یې تر نور کله زیات، او د ګاللو نه وي. هغه د ژوند، حسن او غرور په مانا پسې له وختونو لېونی دی. هم د نن فکر یې د دې مانا په لټه کې وي. له هرې ثانیې سره د هغه فکر تر یو ژور سیوري لاندې راځي. یو ګړۍ لا نه وي شوې چې خپل اخیري فکري پړاو ته را ورسیږي.
ځلاند په ډېر ځورونکي کیفیت کې مبتلا شي. پنځه واړه خارجي بدني احساساتو یې کار پرېږدي، یواځې شپږم حس یې کار کوي. له ځان سره په ځان دننه اخته وي. د ژوند، حسن او غرور په تاوده فکر سړه تجزیه وکړي. له موضوع سره لاندې باندې شي، ټول اړخونه یې و سنجوي. و کرشمو، صفتونو او کردارونو ته یې په بشپړ ډول و ګوري.
له ډېرې سنجونې وروستو څه د ارام کیفیت ورباندې راشي، لږ په سکون شي. خو داسې څه ځانګړی صورت بیا هم و نه موندي. دی اوس لا په نیم کرار وي. یواځې د شپږم حس په تله یې هر څه تللي وي خو اوس چې د سکون حالت ته راغی دا نورو پنځو احساساتو یې بیا کار پیل کړ او هغه هر څه چې یې فکر کړي وو بېرته و بایلي. یو وار بیا د ژوند، حسن او غرور هغه پخواني تعریف ته متوجه شي چې دنیا له پخوا نه ورکړی وو. هغه په حقیقت نه وو منلي چې ژوند، حسن او غرور دي همدغه تعریف ولري کوم چې دنیا ورته پیدا کړی دی. د ځلاند په فکر د څیزونو اصلي بڼه له تعریف شویو ټکو څخه ډېره بدله وي. د ده په اند څیزونه خلک په طرحه پېژني او څیزونو په اصل ځان په خپلو صفتونو کار کړي.

ځلاند د خپل ځان پوه کولو لپاره و هر څه ته تیار وي ځکه خو نه غواړي چې له دې کېفیت نه رابهر شي. او دا فکر هم ورسره وي چې څه داسې توري او کرښې پیدا کړي چې په وسیله یې هغه څه بیان کړي کوم چې د اضطراب په حال کې دی احساسوي. مګر ډېر بې وسه وي. ځان هیڅ تر دې اضطراب نشي را ایستلی او دغه تاو هم تر ځان وباسي. ځلاند غواړي چې دی تر یو څه وخته هم داسې پاتې شي، مګر د اضطراب هم یو دوره وي او تېره شي.
د ځلاند سترګې رڼې وي، په خالي کوټه کې لربر وګوري خو تیاره ډېره وي او دی له خپل وجود نه وویریږي. فکر ورپیدا شي چې ده څه فکر کاوه؟ د ژوند شور واوري، د امید ساه واخلي او خپل بدن احساس کړي. احساس ورپیدا شي چې دا خو هغه حالت دی چې دنیا ژوند ورته وایي. بس زه لا تر دې حالت وتلی نه یم.