fbpx
سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا مقالې

د یو قوم د بقا لپاره پوهه تر ټولو زیاته ضروری ده: ایمل جدون

لیکوال افغان جرګه
د يو مشر دپاره په خاصه توګه او دعام اولس له پاره هم دخپل قام تاريخي کلتوري,ژبني او جغرافيائي پوهه تر هر څه زياته مهمه ده.چې د خپل قام په ژبه دود دستور برابر يې تاريخي او جغرافيائي پوهه لرې نو هم به په موجوده وخت خبرې اوکړې شې هم به د اولس زړه کې ځائ اولرې او داسې به په اسانئ سره ته او ستا اولس يو بل سره خپل نظرونه شريک کړئ.او هم به د خپل خق خبره اوکړې شې
د بدا مرغه زمونږ د مشرانو ذهنيت هغه وخت پرديپال شي چې په داسې مکتبونو کې زدکړې اوکړي چې هلته ترې بل څه جوړ کړي.
پوهه چې پردئ شي نو نظرونه او قوميتونه پالل بيا عبث خبرې دي.
دلته د انګريز سامراج هغه تعليمي نظام دې چې
اوس پکې پنجابي نوره هم ګوړه واچوله
بيا نو دا تشه سپوره ستغه پښتو څوک کله مني
دا نن چې پښتانه يو بل ته د ګل خانزم او ګلمرجانزم پيغورونه کوي نو دا ځکه چې دوي
د پردو ژبو او دودونو ذهني او فکري غلامان دي.
هر سړی د پښتنو دسياست ماهر دې
خو علمي پوهه يې د خپل قام او ژبې دود دستور په نيشت حساب ده.
د کوم قام په ټولنه کې چې د هنر ,کلتور او ژبې دود دستور جړې پخې وي
او دا هر څه د وخت سره سيال وي نو هغه قام
نه روکيداۍ شي او نه يې څوک په اسانه غلولې شي.
زمونږ په ګاونډ کې چې نور څومره قامي مشران دي که هغه سندهيان دي,بلوچ دي,تاجک دي ,ازبک دي يا ايرانيان دا خلک خپل قام له پوهه ورکوي
زمونږ مشران چې تقرير کوي نو څو دهقې روستو يو ډوزه اولي چې خلک لاسونه اوپړکوي.
او سياسي چالبازي اوکړي.
اصل کې که تاسو دوي سره کيناستئ نو دوي خپله هم لا خبر نه دي
وجه يې ما پورته وليکله.
دوي ته ددې خبرو ټريننګ ورکړې شوې وي
چې څنګه او څه وخت به دا خبره کوې.
چې په ذهنونو کار اونشي هسې سرونه ړکول څه ګټه نه ورکوي.
زمونږ په قامپرسته ګوندونو کې ډير علمي خلک شتې خو بد بختي يې داده چې د مشرئ دپاره به د مشر په کور کې پيدا کيږې بيا به په اوه شرطه په راوي او چناب کې غوپې خورې
چې پاک ساک دې کړي نو مشر به دې کړي.
په لر او بر کې د پښتني ژبې دود دستور نوم خو اورو خو نښې يې په نظر ډيرې کمې راځي.
په ذهنونو به کار کول غواړي
په سياسي بيانونو او سيالو دا کيسې تر پائ نه رسي.
چې ذهنونه جوړ شي بيا مبارزې خپله لار نيسي.
په سوئيلي پښتونخوا کې څه نا څه کار شوې دې پورته خو سدوم ته شين دې.
د پاکستان تعليمي نظام د پښتنو د تباهئ تر ټولو غټه وجه ده
د يو قام پيژندګلو په ژبه دود دستور جامه
ناسته پاسته کيږي.
راشئ د نن زمانې دا اکو بکو پښتانه ځوانان اووينئ د پښتنو عادتونه او ناستې پاستې به پکې اونه وينئ که ددې ملک نورو ځوانانو سره يې په تله اوتلئ نو سپک خيژي. پنجابې خو ملک لري پرې فخر اوکړي سندهې هم څه نا څه کلتور او د هنر او ژبې دود دستور نښې لري بلوچ خو ژوندی قام دې وياړي خپل تاريخ. پاتې ګل خانان او کلمرجان خيل شو يو بل ته د پردو بامونو نه د خپلې بې وسئ پيغورونه کوي په خپله بې وسئ خندا ګانې کوي.