fbpx
ژباړې مقالې

پوزې ته پوزه وايي کنه !!!!!!! 

لیکوال افغان جرګه
لیک ۔ضېا الدین یوسفزی ژباړه …‌‌‌‌‌‌ډاکټر همدرد یوسفزی
دا د ګل ورین سوات د یو روښانه او ژوندي سهار یوه ژوندې قېصه ده . په کال نولس سوه څلور نوي کښې ما او زما یو نژدې ملګري په ګ‌‌‌‌‌‌ډه د یو سکول د پرانستو تابیا اوګړه .مونږ دواړو ملګرو به ‌‌‌‌‌‌ډېر زیار ویستو او د علم پوهې او تعلیم په جزبو مو زړونه سنبال اوذهنونه روښان وو .درسته ورځ به مو سکول کښې د مخکښې نه داخل شوي ماشومانو ته سبقونه وییل او سم د ماښامه به مو د نژدې ګاون‌‌‌‌‌‌ډ په حجرو او بهټکونو کښې خلکو ته د علم ،پوهې او دښوونې او روزنې په ارزښت خبرې کولې او ورسره ورسره به مو د خپل سکول په اړه معلومات شریک کول تر څو هغوي دې ته وهڅوو چې خپل ماشومان زمونږ په سکول کښې داخل کړي . دغه سلسلې به تیر ناوخته پورې دوام لرلو او بیا مو خوب ته یو څه وخت پېدا کړو . هر راتلونکي نوي سهار سره به دغه سلسله بیا پیل شوه .زه به چې په من‌‌‌‌‌‌ډه من‌‌‌‌‌‌ډه سکول ته لاړم اول به مې په خپلو لاسو ټول سکول جارو کړو .بیا به مې د سکول ټلۍ اووهله او دفتر ته به راغلم د پرنسپل په چوکۍبه کېناستم .د سکول په دالان کښې د مسو نه جوړه دغې ټلې سره زما تل یو روحاني او جزباتي تړون پاتې شوې دی .خو د دې سره سره دسکول په ور لګېدلې ټلۍ ته به هم غوږ غوږ وومه او دا هېله به مو لرله چې اوس به ارومرو څوک مهربان پلار خپل ګلالې ماشوم یا ماشومه د ګوتې نه نېولې سکول کښې د داخلې دپاره راشي … هم داسې یو سهار یو مهربان پلار خپل ماشوم د ګوتې نه نېولې راغلو .سکول کښې د داخلېدو د یو رسمی ازموېنې په خاطر ما د ماشوم نه یو څو پوښتنې کول پېل کړې .پټه دې پاتې نه وي چې دغه وړه شان ازموېنه چېرې هم د یو ماشوم په داخله کښې خن‌‌‌‌‌‌ډ شوې نه ده [ځکه چې کال وسر به داخېلو دوام لرلو او دغه لوحې به نژدې ګاون‌‌‌‌‌‌ډ کښې ځوړندې هم وې ] د ذې یوازېنې مقصد به دا وو چې دا مالوم کړم چې دا ماشوم په کوم ټولګي کښې د سبق وییلو جوګه دی . د هر کله په شان ما به د ماشوم نه په انګرېزې کښې د وجود د بېلا بېلو برخو د نومونو پوښتنه کوله لکه سر ته څه وایی ځواب به راغلو هې‌‌‌‌‌‌ډ او یا به ماشوم چپ پاتې شو همدغه شان د انساني وجود د معلومو او پېژندلو غړو نومونو پوښتنې به مو کولې چې دې ته انګرېزې. کښې څه وایي .خو په دغه سحر زه د یو داسې ماشوم سره مخ شوم چې هغه هم پوره استاذ وو .د دغه ماشوم نه چې ما څه ازده کړل نه هغه ماته کوم استاذ ښودلې وو او نه چرته ما په کوم کتاب کښې لوستي وو. ما پوښتنه اوکړه بچېه! پوزې ته څه وايي ؟؟ هغه ګلالي پرته د څه ځن‌‌‌‌‌‌ډ نه ‌‌‌‌‌‌ډېر په معصومتوب ځواب راکړو “پوزې ته پوزه وایي کنه” د ماشوم د دغه ځواب د اورېدو سره زه اریان دریان شوم حواس مې لږ خړ پړ هم شو زر مې ځان سنبال کړو او ماشوم ته مې ‌‌‌‌‌‌ډېره شاباشي هم ورکړه .خو د دغه واقعې سره زما دننه د بې قرارې او بې چېنې یو طوفان جوړ شو راته د خپلې ناپوهې او کم علمې په شدت سره ‌‌‌‌‌‌ډېر ژور احساس اوشو .د دغه ورځې نه پس ما چرته هم د ماشوم نه بیا داسې پوښتنه نه ده کړې چې لاس ،پښو یا سر ته په انګرېزې کښې څه وايي بلکې د دې په ځاې به مې د خپل لاس مخ سر یا دفتر کوم اشنا څېز لاس کېښودو او تپوس به اوکړو بچېه دې ته څه وايي ماشوم به پښتو کښې ځواب راکړو او ځواب به همېشه سم وو . سکول ته د نوي راغلي ماشومانو سره دژبنې او پېژنګلو دغه طریقه ‌‌‌‌‌‌ډېره په زړه پورې ،موثره او کامیابه وه .په داسې کولو خو به نه ماته څه د پښمانتیا احساس کېدو نه به د ماشوم مور پلار په وړمبنې ورځ د خپل ماشوم نه ناامېده کیدل او نه به د ګلالو او خوږو ماشومانو زړه ماتېدو .بلکې د دې سره به د ماشوم د سکول وړمبنۍ ورځ به په ېوه ښاسته او فطري توګه پېل شوه . د دغه پورتنۍ وړکوټې شان قېصې نه دا حقېقت څرګندېږي چې د ماشومانو د ذهنی او تخلېقې صلاحېتونه په سم نېغه او سمه لار راوستو او د هغې په وده او پرمختګ کښې د وړمبنو ذدکړو دپاره مورنۍ ژبه څومره ضروري لازمي او اړېنه ده . زما ‌‌‌‌‌‌ډېر ملګري او یاران نن هغه ماشومان د ځان نه خوش بخته او طالع ګڼي چې ټولې ذده کړې ېي د پېل څخه په انګرېزۍ کښې وي خو هېڅوک هم د نوي کهول په دغه بدمرغۍ او ورستوپاتې والې د ژړا او ماتم نشته چې دغه که یو اړخ ته د خپلۍ مورنۍ ژبې د لیک لوست څخه بې برخې پاتې شي نو بل اړخ ته په انګرېزې د پوره کمان‌‌‌‌‌‌ډ د نه لرلو لکبله د ریاضي ،ساېنس او کمپوټر د بنسټېزو ذدهکړو په پوهه کښې د یو شمېر کړاونو او سختو سره مخ وي . ما پخپله د شاهپور کلي په یو دولتی سرکاري سکول کښې د انګرېزۍ لیکل لوستل په پنځم ټولګي کښې اذه کول پیل کړي دي .ددې سربېره چې تر پنځم ټولګي پورې زه د انګرېزۍ د اې بي سي نه هم خبر نه ووم بيا هم ما په انګرېزۍادیبېاتو کښې ماسټري اوکړه مانا دا چې خپلې ژبې دغه زده کړو زه د انګرېزې نه هم لرې نه یم ساتلې .زه ځان ‌‌‌‌‌‌ډېر طالع او خوش بخته ګڼم چې ما له اول ټولګي نه تراتم ټولګي پورې پښتو د یو مضمون په حېث لوستې ده که چېرې داسې نه وې نو نن به زه د خوشال خان خټک رخمان بابا ،حمېد بابا ،حافظ الپورۍ ،حمزه خان شېنواري ،لوې غنې خان او د داسې نورو ‌‌‌‌‌‌ډېرو ادیبانو شاعرانو او فلسفېانو د ادبي زیارونو علم پوهې نه بې برخې پاتې ووم .. مونږ په سکولونو کښې. ماشومان د خپلې مورنۍ ژبې د ذده کړو نه لرې ساتو چې دا په دغه ماشومانو جبر دی .د دغه جبر او ظلم عامل کښې یو اړخ ته ریاست دی نو بل اړخ مونږ پخپله هم د دغه جبر لامل یو. ماشومان د مورنۍ ژبې نه محروم کولو ،ژبه د نصاب برخه نه ګرځولو او یا ژبه د یو لازمي مضمون په توګه په نصاب کښې نه شامللول د ماشومانو ذهني تخلېقي صلاحیتونه وچ کن‌‌‌‌‌‌ډر او شڼ کوي د تخلېقې صلاحېتونو ،سوچ فکر د ارتقا چېنې هله وده مومي کله چې نصاب ژبه مورنۍ وي ماته ېاد شي چې کله مونږپه کال دوه زره شپږم کښې د ټولنې د وګړو او د پراېوټ سکولونو. د تنظم لخوا پرلپسې. زیار او کوښښ کښې په دې بریالې شو چې پښتو دې په. پراېېوټ سکولونو د لازمي مضمون په حېث شامل کړو. نو تاسو ېقېن اووکړې چې ماشومان به تل د ټولو نه زیات د پښتو کلاس ته په انتظار وو د پاکستان د هر پنجابي ،سندهي ،بلوچ ، سراېکي ، هندکي او پښتون ماشوم بنیادي حق دا دی چې هغه ته. دې لومړې ذده کړې پخپله ژبه کښې اوښودلې شي .د دې خبرې هېڅ کله هم دا مطلب نه دی چې مونږ دې اردو او انګرېزۍ د نصابه بهر کړو او یا پرې سترګې پټې کړو اردو د سهېلې اسيا کښې د تړون ژبه ده او انګرېزي د ټولې نړۍ ژبه ده د دغو ژبو ارزښت او ځانګړتیاوې پخپل ځاې ښکاره دي خو په پاکستان کښې د اردو او انګرېزې په بدل کښې مورنۍ ژبې د پامه وېستل ېوه ‌‌‌‌‌‌ډېر ناوړه غېر فطري او د عقل نه لرې کار دی. که زمونږ ریاست دغه زوړ بېکاره او ناوړه بېانې په بدلولو کښې مخلص وي نو د هر څه اول دې د مورنو ژبو په اړه خپله وېره ،تعصب لرې کړي . د دغو ژبو پرمختګ، د اشاعت او خپرونې د پاره اسانتیاوې برابرول. نه یوازې د دغه قامونو د تهذیب د ژوندي پاتې کېدو د پاره لازم دي بلکې دا. د یو پرمختللي پاکستان د پآره هم اړین دي په ننې نړۍ کښې د سترو قامونو او لوې هېوادونو ،هېوادوال ‌‌‌‌‌‌ډېر په ویاړ د ا وايي چې “we are multi cultured and diverse society “یعني مونږ د ‌‌‌‌‌‌ډېرو تهذبونو رنګارنګ ټولنه يو .درېغه چې دغه وړه شان خبره د شهباز شریف ،ثنا الله ذهري. او زمونږ مشروزیر. پروېز خټک په عقل پوهه او دانش کښې راشي او دوي هم د سېند د ایالت په رنګ سم د سبا د نرسرۍ نه تر لسم ټولګي پور ې مورنې ژبې د لازمي مضمون په توګه په نصاب کښې شامل کړي او د ښوونې او روزنې وزرات ته دې امر اوکړي چې هغوي دې د پرائمرۍ ذده کړې په مورنو ژبو کښې پېل کړي ….
د بل ژبه ذده کول که لوې کمال دی
خپله ژبه هېرول بې کمالي ده