fbpx
مقالې

اجمل خټک او د هغه ملي شاعري لیک:تسکین مانیروال سوابۍ

لیکوال افغان جرګه
اجمل خټک اولنے ملي شاعر نه دے خو بېلښته يا منفرد ملي شاعر دے ۔ د هغه د ژوند دور، سياسي حالات او د هغه شاعرانه هنر ځانګړتيا لري او دغه توکې د هغه د شاعرۍ پېژندګلو ده۔
د پښتو ادبياتو مالوم تاريخ کې د ډېرو اولو وختونو نه پښتانه شاعران ملي شاعري کوي خپل وطن د خپل وطن خلک ياده وي او د هغوۍ غمونه ژاړي۔
بېټ نيکه ۳۵۰ هجري خواوشا کې ژوند کړے دے۔ دا وختافغانستان د عربو او افغانانو جنګونو ښه ځپلے وو او دومره ډېر جنګونه شوي وو چې د افغانانو نزدې غوټه نيمه ابادي له مينځه تللې وه۔ د افغانانو او عربانو پورا دوه نيمې پېړۍ مسلسل ډېر خونړي او تاريخ ساز جنګونه شوي دي۔ د عربي لښکرو زور ډېر زيات وو، وسيلې ورسره زياتې وي، په سرونو هم ګڼ وو نو افغانان يې مات کړل او اسلام منلو ته يې اړباسل۔ د دغو حالاتو پس منظر کې د پښتو يو وتلي شاعر بېټ نيکه داسې شاعري کړې ده۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
لويه خدايه لويه خدايه ستا په مېنه په هر ځايه
غر ولاړ دی درناوۍ کې ټوله ژوي په زارۍ کې
دلته دي د غرو لمنې زموږ کږدۍ دي پکې پلنې
دا وگړي ډېر کړې خدايه لويه خدايه لويه خدايه
دلته لږ زموږ اوربل دی ووړ کورگی دی ووړ بورجل دی
مېنه ستا کې موږ مېشته يو بل د چا په مله تله نه يو
هسک او زمکه نغښته ستا ده د مړو وده له تا ده
دا پالنه ستا د ه خدايه لويه خدايه لويه خدايه
د بېټ نيکه زارۍ رنګ راوړو او د پښتنو ابادي په ډېرېدو شوه۔ جنګونه بيا هم روان وو وينې بيا هم بهيدې خو ابادي هم مخ په زياتېدو وه۔ بيا داسې وخت راغے چې د پښتنو ابادي تاريخ کې په اول ځل د هر وخت نه زياته شوه ولې چې پښتنو جنګونه کول برېخودل، غلامۍ سره بلد شو او ننګ يې هېر شو۔
د دې بې ننګۍ او غلامۍ دور کې يو بل پښتون شاعر پيدا شو او پښتنو ته ګويانه شو۔
چرته کې سره وينه به ني چې واوري
چرته توده وينه به ني چې واوري
زه يو پښتون خانه بدوش د وطن
يو ارماني غوندې فرياد کومه
د بېټ نيکه زمانه کې د بې ننګې او غلامۍ کومه مسله نه وه يواځي د پښتنو د ابادۍ غم وو ولې چې جنګونه ډېر وو او دغو جنګونو ابادي پراخه کېدو ته نه پرېخوده۔ د اجمل خټک زمانه کې د ابادۍ مسله نه وه پښتانه له خېره ښه ډېر وو خو بې ننګي په زور کې وه۔
نن داسې حالات دي چې بې ننګي هم ښه په زور کې ده او د پښتنو ټولوژنه هم ښه ډېره ده نو يو بل شاعر راپورته شو او د بېټ نيکه زاري يې بيا اوکړه ، عذاب، ټولوژنه، د پښتونخوا ټوټې ټوټې وجود رايادوي۔ دا شاعر تسکين مانېروال دے۔۔۔
د بیټ نیکه روح ته خواست
یو ځلی يې بیا اوکړه بیټ نیکه دعا اوکړه
نیک ارواح راوبله خپلو کښ صلاح اوکړه
نسل دی ختمیږی نو وس يې څه تابیا اوکړه
څکی د خپل بچو وینی چوف په پښتونخوا اوکړه
کوم عزاب ګیر کړی یو رب ته التیجا اوکړه
یو وجود څلور ټوټی کل د دی اجزا اوکړه
دعا د نوید شوه خیره مونږ کومه ګناه اوکړه
څه چه تسکین اووئیل دغه خا مخا اوکړه