fbpx
سیمه او افغانستان ملي پاڅون

د افغانستان جګړه

لیکوال ملي پاڅون
د افغانستان روان جنګ ” پراکسي وار” دے په دې جنګ کې پورې هم پښتانه وژلې کيږي او راپورې هم۔ قاتلان هم پښتانه دي او مقتولين هم پښتانه دي البته په شا يې د دنيا جاسوسي ادارو نيټ ورکس کار کوي او خپل خپل مقاصد تر لاسه کوي۔ ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ په تېرو ورځو کې د دير سوات ۲۲ ځوانان هلکان د کونړ علاقه کې اووژلي شول او تېره ورځ پکتيا کې د مسيدو او وزيرو ۱۸ کسان ډرون حمله کې اووژلي شول او د دغو ټولو دهشت ګردو جنازې پاکستان کې پورته شوې۔ خودکش بمبار د يو صعنت شکل خپل کړے دے او د کروړهاو ډالرو سرمايه پکې لګول کيږي تر څو چې دغه جاسوسي ادارې وي، دغه سرمايه وي او دا پښتانه وي نو دا وينخړ به دغسې روان وي۔