fbpx
سالار یوسفزی مقالې

دسبا ستورے دوهم فصل (دریېم)

زبردست خان :- هو! تهذیب خو د یو قوم د ژوند ژواک پاټکی پاټکی پرمختګ ته وئیلے شی. د ژوند تېرولو هغه تاریخی اوفطری عمل دے چې هغه د دغه قوم هر فرد . بوډا ، ځوان ، ماشوم او زنانه په فطرت پوره او هم اهنګه کوی. یعنې دواړه یوبل ته قابل قبول وی. په لنډو ټکو کښې به زه دا ووایم تهذیب د قوم د فطرت ظاهری صورت دے او چې کله یو کلتور د بدۍ مرتکب شوېدے دده د اصلاح لپاره د دغه کلتور د صفونو نه ددغه کلتور په صالحه وګړو باندې د مذهب نزول شوے دے.
سنتوش :- هغه کوم مخصوص مذهب دے که د ټولې نړۍ تهذیبونه او مدهبونه ؟
زبردست خان :- ټول تهذیبونه اومذهبونه خواه د هر قوم او هرې علاقې چې وی او په هر شکل کښې چې وی.
سنتوش :- مذهب د یو خاص تهذیب د اصلاح لپاره راغلے دے یا د ټولو تهذیبونو د اصلاح لپاره؟
زبردست خان :- تهذیبونه قومی ، خاندانی ، قبائیلی او علاقائي وی او مذهب عالمګیر. او په یو وخت یو مدهب د ټولې نړۍ د تهذیبونو د اصلاح لپاره پوره او موزون ثابت شو ے دے.
سنتوش :- نوبیا بل مذهب ته څه ضرورت وو.چې یو مذهب د ټولې نړۍ د تهذیبونو اصلاح کولے شوه ؟
زبردست خان :- نوے مذهب پدې راغلے دے چې زوړ مذهب خپل مقصد نه دے ټینګ کړے او زورورو او با اثره خلقو چې څنګه کلتور او تهذیب د خپلو ذاتی مفادو لپاره د خپل توان په زور استعمال کړے دے او مخ یې ورله وران کړے دے دغسې یې مذهب او دین هم پخپلو لاسو کښې اخستے دے اود خپلو ځانی غرضونو لپاره یې پکار کړے دے او چې کله هم مذهب خپل مقصدی صورت نه دے ټینګ کړے نو بیا هغه منسوخ کړے شوے دے او د اصلاح لپاره یې د نوی دور د غوښتنو سره سم نوے مذهب را مخې ته شوے دے.
سنتوش:- که داسې وی نو بیا د تهذیب د اصلاح لپاره نوے تهذیب ولې مخې ته نه دے راغلے؟
زبردست خان :- تهذیب او کلتور پخپله د حالاتو د غوښتنو سره سم په ډېره دمه او نه محسوس کېدونکی خوځښت د بدلون په لور مزل کوی چې ډېر وختونه او عمرونه زمانې پرې لګی. او انسانی دخل په هله اسانه نه منی او که څوک مداخلت وکړی دا مداخلت یې سرغړاوے ګڼل کېږی ، سنتوش پدې ځائے خبره پرېکړه او تپوس یې وکړو.
سنتوش :- چې تهذیب انسانی وی انسانانو تخلیق کړے او رواج کړے وی نو څنګه انسانی دخل نه منی ؟ لکه مونږ یو مور اوپلار مود لته راغلی وو.څومره عمرونه تیر شو نن دغه دے خپل تهذیب موبدل کړے دے په پښتنی تهذیب کښې ژوند تېروؤ او خپل مذهب او عقیده مو د ځان سره ژوندی ساتلی دی.
پسې بیا