fbpx
سالار یوسفزی مقالې

پښتانه زماپه اند

په تېرپسې

یوپښتون ملاددغه عربی کلتورزیراثرددغه کلتورنه دانکارکولونتیجه دحق نه دانکارکولومترادف ګڼي پتا دازلی اوابدی ناکاره اوبدبخته فتوی ورکوی دنیا دې پلیته ګڼي اودمرګ وروسته دې دجهنم داورخشاک.که ته دیوې واقعې لپاره دیوپښتون مشرروایت نقل کوې نوکافرکوی دې اوکه دکوم عربی یا اسرائیلی حکایاتواوروایاتووردکوې نوشاباشے درکوی او نیک،صالحه اوپرهېزګاره دي معرفی کوی.دوي ته زمونږدنیاوی اواخروی خلاصے په عربی ژوندژواک خپلولوکښې ښکاری.نه دوی فکرکوی اونه پښتون قام دې فکرته متوجه کېدل مناسب ګڼي چې زمونږدبربادئ اوبدبختئ یواځنے لامل دعرب کلتوردلته نفازاودهغوی په اشاروګ‌ډېدل دي.اوچې څومونږدا ادراک نوی کړے دعربی کلتوردهرې رېشتې،دواده اوغم کړنلارې دخوشحالواخترونه اومېلې غرض دژوند تېرولوواړه طریقه کاراوټولې لارې جداکړې نه وی مونږدخپلې بربادئ اواذادخودمختارژونداحساس نه شوکولے.اونه پخپل کورکښې ددښمن دایجنټ مخ نېوے کولے شو.یاددې وي چې یهودیت،عیسائيت اواسلام دعبرانی کلتوربتدریج مسلسل اصلاح شده اومخ په وړاندې شکلونه اوحالتونه دي.اودادې هم یادوی چې مذهب دیوکلتوریوجزوی اوکلتوردیوقوم ژوندژواک.

دهندوستان دوحدانیت بېړه ارینوهم ټینګه ونه ساتله.کله داریوش،سکندريوناني،چنګېزخان،هلاکوخان،ترکی غلامانوسبګتګین،محمودغزنوی اوافغانانوپښتنواوغېرپښتنوپرې په واروارخپل مټونه وازمائيل.

ارینوپنډتانوبرهمنولکه ددراوړوراکشسوهم په خواراولس ژونداوملک دواړه تنګ کړل.هغوی يې غوره،په کهتراوکمتر،نجسواوپلیتوانسانانووېشلي وو.برهمن دبرهماسپېځلي کړے شوي نازبینان،مقدس اوغوره مخلوق وو.لکه داسرائیلونازبین والے اوغوره والے چې دیهوا له رویه مختص کړے شوےوو.چهتري(کهشتري)کاروباري طبقه وه،چې دبرهمنودنازنخرومنلو،وړلواوبې حسابه دان ورکولولپاره څه قدرې غوره طبقه وه.وېش اوشودرلاندې اوزپلې طبقې وې چې دبرهمادنازبینانوبرهمنولطرفه پرې نمرنېزوراوزمکه دتانبې وه.هم دغه وخت ووچې دکپل وستودراجاځوے سدهارَت دنروان په تلاش کښې ووت.اودڅه وخت خاورې په سربادولووروستوپه سوات تیرات نومې کلی کښې ورته نروان مېلاؤشو.یاددې وي چې بهګوت ګیتاهم په سوات کښې نازله شوې ده.سدهارت چې وروستوپه بُده اوبیاپه ګوتم بُده ونومولے شو.اول په سرهغه دپنډتانودهغه خدایئ نه انکاروکړوکومه چې هغوي داسمان نه پورته دبرهما،ویشنو،شېواونوروبېشماره دېوتاګانوپه نومونوجوړه کړېوه.اواعلان یې وکړوچې هیڅ داسې غېبی قوت نشته چې تاددردوغم اومصیبت نه خلاص کړي،سېواددې نه چې دتناسب ،توازن اواعتدال لارخپله کړې. خودبده مرغه ددغه پنډتانودمکروفرېب جالونودهغه نه هم خدائے(بدها)اودېوتاجوړکړواوعبادت یې شوروشو.البته بُده مت دکهتراوبهترتصورله مینځه یوړو.دغریبوخلقوسره زورزیاتے اوپه هغوي دظلمونوکولوسلسله ،دهغوی نه کرکه اودهغوي سپکاوے لا مخ په وړاندې روان وو.مذهبی اشلوکونه او مقدس کتابونه واړه په سنسکرت ژبه کښې ووچې دویش اوشودردواړولپاره دهغې وئیل اواورېدل دواړه ممنوع وو.که کله به ویش یا شودرپه سنسکرت ژبه کښې په خبروکولوونیولے شودغه بدحواسه برهمنوپنډتانوبه ترې پدې تورژبه پرې کوله چې په پلیته ژبه يې مقدسه سنسکرت وئیلې ده،اوچې کله به چرته پنډت اشلوکونه ګردانول اوپه لاره تلونکی دلاندې طبقې نراوزنانه به اشلوکونه واورېدل نوهغه به نیولے کېدل اودهغوي په غوږونوکښې به سره کړي سیخان منډلے کېدل چې هغوي په نجسوغوږونومقدس اشلوکونه اورېدلی دي.خودپنډتانودغه زورزیاتی اونارواظلمونودهغوي دجبردغه حکمرانی دېره ونه ساتله اوسنسکرت ژبه دهغوی ددغه نارواقدغنونواوظلم وستم له وجې ناپید شوه اووئیونکي یې پاتې نه شو،چې دوئیونکودنشت والی په وجه سنسکرت ژبه دتاریخ یوه حصه پاتې شوه اوبس.

پسې بيا