fbpx
سالار یوسفزی مقالې

افغانستان دثورانقلاب نه ترسُُوّرانقلابه پورې

 په تېرپسې 

په ۱۹۷۳ کښې دسردارداؤددکودتاپه نتیجه کښې ظاهرشاه داقتدارنه بې دخله کړے شو.سردارداؤدهم یوازادخیاله اوجمهوری سړے ووهغه په افغانستان کښې داصلاح کارته زیاته توجه ورکړه دوګړی حقوق یې لاپیاوړی کول وغوښتل ،جمهوریت پله یې لاره اذادول غوښتل،سیاسی ګوندونوته یې اجازه ورکړه چې خپلې هلې ځلې په جمهوری طریقه مخ په وړاندې بوځي په ۱۹۷۸ کښې دخلق ږوند نمائینده غړے میراکبرخان خیبردحکومت له خواه اووژلے شو.خلق ږوند چې مشری یې نورمحمدترکی کوله اودفوځ دسرلښکرحفیظ الله امین له خواورته کومک حاصل وو،دپرچم ږونددمشرئ بېرغ دببرک کارمل سره وو،حفیظ الامین سره دخپلوفوځي ملګروفوځی انقلاب ترتیب کړو.نورمحمدترکی ، ببرک کارمل اوحفیظ الامین دسردارداؤدحکومت وړنګولو،سردارداؤد یې مړکړواونورمحمدترکے دثورانقلاب په نتیجه کښې صدراعظم جوړشو.په شپږومیاشتوکښې دننه دننه حفیظ الامین نورمحمدترکے اووژلواواقتداریې قبضه کړوخوپه دریومیاشتوکښې دننه دننه هغه هم مړکړے شواواقتدارببرک کارمل ته حواله کړے شو.ببرک کارمل دافغانستان ددفاع توان نه درلوداوشوروی اتحادته یې دکومک اپیل وکړو.دشوروي اتحاد اودافغانستان دهغه لوظ نامې تحت چې په دواړو ملکونوکښې په هرملک سخته راشي یاورته ضرورت پېښ شی نوبل ملک به دهغه ملک ځاني ،مالی اوفوځی مرسته دهغه ددښمنانوخلاف کوي.شوروی اتحاددافغانستان داپیل هرکلے وکړواوافغانستان ته یې دافغان حکومت دمرستې لپاره خپل فوځونه سره دجنګی سازوسامان راولېږل.برژنیف ته داکار ډېراسان اوپه زړه پورې ښکارېده ځکه هغه دقوی اورسمی مصلح فوځ اوقوی جنګی سازوسامان په ځائے دیولسم اودولسم جماعت زده کونکي دNCC  ترحده تربیعه شوي ځوانان دمعمولی جنګی سازوسامان سره افغانستان ته ددوه څلوېښت په تېغ وتفنګ پوره بدماشانوهېوادونودکوټلي وسلو،کره فوځي تربیه شوي فوځونواوعالمی پروپېګنډې په اوزارودپوره لښکروسره دمقابلې لپاره راولېږل.ورستوهغوي پوهه شوچې داکاردومره اسان اوګپ نه ووخواوبه دورخه تېرې وې.څه خلق دافکرهم کوي چې دشوروی اتحاددافغانستان دمرستې کولونه مخکښې دهغوي خپله فوځي اوسېول بیوروکرېسی سورۍ شوې وه،اودهغه خرڅ شؤ افسرانوپه لاس یې دشوروی اتحادټوټې الوزولوته دافغانستان سیاسی فضاخرابه کړه.هم ددغه دوه جنګې دننۍ پالیسۍ تحت دوي افغانستان ته دتربیه جنګی فوځ اوقوی جنګی سازوسامان په ځائے هم دغه دکالج زده کونکي ناتربیه هلکان دافغانستان مېدان جنګ ته راکوزکړل.خوڅه رنګ چې معلومه ده کورنے دشمن دبهرنی دشمن نه زیات خطرناک،زوروراوپه زیان تمامېدونکے وي نوشوروی اتحاد ونه کړے شوه چې دکورنی دښمن مقابله وکړی دشوروی اتحادپه افغانستان کښې دجزوی ناکامئ وروستوببرک کارمل داقتدارنه لاس واخستواوډاکټرنجیب الله دافغانستان دجمهوررئیس په طوروټاکلے شو.هغه دوطن ددفاع سره سره داشراروسره دجرګومرکواوپه افغانستان کښې دامن راوستوپه خاطرډیرې هلې ځلې وکړې داشراروډېرشرطونه يې ومنل اوعملي کړل په دغه شرتونوکښې یوشرط دشوروی اتحاد دافغانستان نه وتل هم وو.څه رنګ چې مخکښې ذکرشویدي چې شوروی اتحادپه افغانستان حمله نه وه کړې بلکښې ددواړوهېوادونوترمینځ دموجودې پخوانۍ لوظنامې تحت دافغانستان حکومت په بلنه دافغانستان ددفاع لپاره بې شرطه راغلے وو هم دافغانستان حکومت په غوښتنه بې شرطه اوبې ځنډه واپس لاړ.خوداجنګ دشوروی اتحاددراتلونه ډېروړاندې تربیه اوترتیب کړے شوے وواودشوروی اتحاددپسپاکېدووروستوهم دافغانستان دبربادئ لپاره جاری وواوجاری دے.پروپېګنډه داهم وه چې شوروی اتحادګرمواوبوته درسېدولپاره داهرڅه وکړل خوداخبره غېرمنطقی ده،ځکه که دهغوي داخواهش وے نوهغوي به دافغان حکومت دمرستې اپیل ته صبرنه کولوبلکښې هغه وخت به راغلي ووکله چې شوروی اتحاد افغانستان ته دوسلې ورکولواوپه افغانستان کښې دجوهری توانایۍ اووسلوجوړولودکارخانومشوره اوخپله مرسته وړاندې کړې وه.نورمحمدترکی دغه مشوره اومرسته ردکړه اودوسلې نه دپاک صنعت غوښتنه يې ترې وکړه.اونه به دافغان حکومت په یوه غوښتنه داسې وتل لکه چې وتلي دي.

پسې بيا