fbpx
سالار یوسفزی مقالې

دپښتون دتاریخ خط وخال

 په تېرپسې 

شاه شجاع دتیمورځوے اوداحمدشاه نمسے وواول یې خپل ورورمحمدشاه داقتدارنه بې دخله کړوبیا شاه زمان اودافغانستان اقتداریې ترلاسه کړو.په ۱۸۰۹ کښې یې دبرتانیې سره ګډجوړوکړو.ویرېدوچې نیپولین اوروس به ترې حکومت واخلي.محمدشاه بیا هغه داقتدارنه بې دخله کړواوانډیا ته لاړو.دوباره یې درنجیت سنګ مرسته واخسته چې اقندارترلاسه کړی.خودوست محمدورله ماتې ورکړه البته سیکهانوپېښورقبضه کړو.دبده مرغه ددوست محمدخان خلاف هم هغه مذهبی حربه پکارراوستلے شوه چې ددوست محمدمور شیعه ده.خپل خلق ترې پدې خلاف اولرې کړے شول اووروستوسیکهانودبرتانیې په مرسته اوواهو.اوشاه شجاع بیا دانګرېزانوپه مرسته اقتدارترلاسه کړواودوست محمدخان یې وشړلو.(Encyclopedia Britannica )دوست محمدخان یووار بیا دانګرېزانوپه مرسته اقتدارترلاسه کړو.دایران سره یې په جګړه کښې داولې دستې کاروکړو،برے یې بیاموند.خپل دوه مشران ځامن افضل خان اواعظم خان یې شاته پرېښودل اودرېم ځوے شېرعلی خان یې داقتدار لپاره نامزدکړوخودهغه دمرګ نه وروستوډېرزردهغه مشرورورمحمدافضل خان دے بې دخله کړواوڅه وخت وروستوده بیا هغه بې دخله کړو.امیرشیرعلی خان دایوه کارنامه ضروروکړه چې پرې وستائیلے شی چې پښتوژبه يې په وړمبی ځل دملک رسمی اوملی ژبه اعلان کړه.په دوېم انګلوافغان جنګ کښې یې دکابل پرېښودوپرېکړه وکړه اقتداریې خپل ځوی محمدیعقوب خان ته پرېښوداوهم پدغه ورځوکښې وفات شو.خودهغه مشرانوورڼواودهغه وراره عبدالرحمن کله هم هغه په قلاره پرې نښوداوداقتداردحصول جګړې دوام بیاموند.محمد یعقوب خان دخپل تره دځوی عبدالرحمن نه دحکومت ژغورلوپه خاطردقطبی افغانستان څه برخه دګندمک معاهدې لاندې انګرېزانوته ورکړه.عبدالرحمان یولس کاله په تاشقند کښې تېرکړل.کله چې شېرعلی خان مړشوعبدالرحمان دروسیانوپه لمسه افغانستان ته راغے خودانګرېزانوپالیسی پرې غالبه شوه اودهغوی سره یې جوړه وکړه پدې شرط چې انګرېزان به داقتدارواګي دعبدالرحمن په لاس کښې ورکوي.برطانیه به خپل فوځ دپاتې افغانستان نه وباسي.اوهیڅ قسمه ګوتې به پکښې نه وهي اوپه بدله کښې به ختېزافغانستان برطانیې ته دمحدودوخت لپاره په ایجاره ورکوي.هم هغه وشوه عبدالرحمان نیم افغانستان په انګرېزانوخرڅ کړوچې ځانله پرې دبهرنې بدماشانوپه زوردخپل ورورنه حکومت قبضه کړي.په ۱۸۹۳ کښې دبرطانوی حکومت نمائینده مورټېمرډیورنډاوعبدالرحمن دډېورنډ کرښه په رسمی طوردپېژندولاس لیک وکړو.ختېزافغانستان یې د۱۹۹۳ پورې دانګرېزانوپه ولقه کښې ورکړوکوم چې دبده مرغه برطانیې په دوېم جنګ عظېم کښې امريکې ته دجرمنی اوجاپان خلاف دمرستې ترلاسه کولوپه عوض کښې ډالئ کړو.

حبیب الله خان دعبدالرحمن ځوے په ۱۹۱۹ کښې ووژلے شواودهغه درېم ځوے امان الله خان بادشاه شو.په نولسمه صدۍ کښې افغانستان دبرطانیې اوروس ترمینځ مېدان جنګ جوړشو.امان الله خان چې مغربی طرزپسنداذادخیاله حکمران وو،ودرولے شودهغه خلاف هره حربه وکارولے شوه.شور چې وروستوپه ملاشوربازارونومېده یوانګرېزووچې په سرکاری پراپېګنډه اوډنډوره يې ترې غټ پیر،غټ ملااولوئی مسلمان جوړکړو.هرخواته یې دهغه مريدان خواره کړل،دهغه مریدانودعام اولس دنفسیاتواوضرورتونومطابق په مختلفوځایونوکښې مختلف څیزونه ښخول شوروکړل.ورسره ورسره به یې دضرورت مندوڅارنه هم کوله.کله چې به کوم ضرورت مند هغلته لاړو،مریدانوته به يې خپله غوښتنه په ګوته کړه نوهغوي به پیر صېب ته وړاندې کړواودپیرپه دعابه دهغه غوښتنه هم هغلته پوره شوه کوم ځائے چې به پیردده دغوښتنې دپوره کېدواوڅه رنګ پوره کېدوفرمان کړے وو.پدې چل یې ساده لوح اولس تېرویستل خلق یې دځان مرستیال اوخواخوږی جوړکړل.په ځان یې دخلقودباوردپخلي لپاره یوه ورځ خبرخورکړوچې بېګاله به یوبانګی بانګ وائي که هغه بانګ ووې نوقیامت به راشي دقیامت وروستوکولولپاره دایوحل دے چې دغه بانګی دبانګ وئیلو نه منع کړے شی خلقوپه پیردخدائے نه زیات باورلرلواوشپې ته شپې یې دافغانستان واړه بانګیان اوبانګیټي حلال کړل.برطانیې چې دخلقوداسادګی اوپه پیرملاشوربازاردحده زیات باورولیدوهم دغه دپیرمریدان اوهم نوربې شمیره کارکونکی جاسوسان یې په کابل اوخواوشاه نېزدې اولروعلاقوکښې خواره کړل.یولاوډسپیکریې دکابل غرونوته وخېژوواودماښام په ترغونی کښې یې پرې دهغه ځایه اعلان وکړوچې امان الله خان کافردے .اودلته یې ډنډوره کوله چې ګورئ داغېبي اوازدے،داخدائی اوازدے چې دامان الله خان دکفرتصدیق کوي تردغه وخته افغان اولس لا لاوډسپیکرنه وولیدلے هغه اوازیې په رښتیاخدائی اوازوګڼلودبرطانیې ،ملاشوراودهغه دمریدانواوهمکارانوپه صلاح يې امان الله خان دافغانستان نه وشړلو.

دامان الله خان دشړونتیاوروستودهغه دتره ځوئے محمدنادرخان بادشاه شودهغه دوژلووروستودهغه نولس کلن ځوئے محمدظاهرشاه په اقتدارکیښناست.

پسې دوېم پړاو