fbpx
سالار یوسفزی مقالې

خوځښت

خوځښت (حرکت) څه څيزدے ؟ اوله کومه اوڅنګه خپل فعليت د څيزونوپه وجود کې فعال کوی د هغوی وجود ته څه رنګ اوولې ننوځی ؟ يا څيزونه نوے نوے رنګ شکل اوصورت څنګه اوولې اخلی ؟ خوځښت د کائنات دوجود لپاره ضروری دے څه ؟ که سکون وی څه پيښه به وشی.د يووجود نه بل وجود ته د زمانی اومکانی تګ نه علاوه خوځښت څه کيدے شی ؟

هراقليتوس وائی هرشے په خوځښت کې دے اوفطرت د ابدی خوځښت نه ډک دے.اورد زمکې په مرګ ژوندے کيږی.هوا د اورپه مرګ اوبه د هوا په مرګ اوزمکه د اوبو په مرګ.د جدلياتو په رڼا کې د مخالف اومتضاد اوصولود يوبل سره د جوړخت نتيجه ده.د دوی تاوتريخوالے په وحدت مشتمل دے د صداقت علم د دې مخالف اومتضاد اصولود يوبل سره د ډغرې اوادلئ بدلئ پيژندوپه نتيجه کې حاصيليږی (۱) ابن سينا وائی خوځښت ابدی اولازوال دے (۲) اينګلز وائی کائنات يووحدت دے ليکن د کائنات حقيقی وحدت ماديت دے.د کائنات ذره ذره په خوځښت اوبدلون کې ده.ټوله دنيا خوا که فطری ده يا ذهنی مسلسل د خوځښت اوبدلون د عمل نه تيروځی.اوپدې کې مسلسل بدليانې اوپرمختګ کيږی (۳) سپنروائی خوځښت د مزاحمت نه وجود مومی د دې وجې زريا پس د هغه ختميدل لازمی دی د هرواقعاتی څيزپه شرحه اوزيات والی کې کمے راتلونکے دے چې بهرنے مد د ورسره نه وی .د سيارومحورونه ورځ په ورځ واړه کيږی د وخت تيريدوسره دنمر په رڼا اوګرمۍ کې کمے راځی دا زمکه چې پرې بي شماره حرکتونه پائی د ژوند د لامتناهی شکلونود زيږيدوباعث دی يوه ورځ به دوی هم پخپل زمانی اومکانی خوځښت کې د ناراستيا نه کارواخلی اوورو ورو اوبيا يودم به توازن د انتشاراوګډوډی رنګ واخلی.په ټولنه کې به ګډوډے پيدا شی خلق به ځايونه بدل کړی ښارونه به په تياروکې ډوب شی د يوحکومت به هم دا مجال نه وی چې د ټولنې خورې پاڼې راغونډې کړی چا ته به د ټولنې تنظيم هم ياد نه وی خلق به هم د توازن په ځاے د ګډوډئ سره مخ شی د ژوند د تنظيم ځاے به انتشاريعنې مرګ ونيسی زمکه به هم په هغه سحابيه کې بدله شی د کومې نه چې د دې خميره اخستے شويده د ودې او کمال چورلک به پوره شی اود دې وروستو به بيا دا چکرشروع شی اود نه خلاصيدونکوزمانواغازبه وشی ليکن انجام به يې بيا هم دغه وی چې هره ترقی اوکمال د مرګ اوزوال شروع وی (۴)

علامه اقبال وائی خوځښت د يوجسم د نقطه اغازاونقطه انجام په مينځ کې د يوې نقطې نه بلې نقطې پله خوځښت دے (۵) مونږدې پريکړې ته رسوچې فطرت د مادې سرخط دے اوانسان د فطرت وړمبے جز، اودادواړه تغيرپذيردی.خود دوی په بدلون کې د تصوراوعمل هومره فرق دے.انسانی خوځښت اوبدلون ليدل کيږی ، څيړلے کيږی ، محسوس کيږی اوباورته رسی.خوفطرت د دې تګ نه ډيرسست اودمه دے د بدلون يې ترپيړوپته نه لږی.چې فطرت اړخ بد لوی نوانسانی ژوند ډيراړخونه بد ل کړی وی.اوهم د فطرت د بد لون لورته يې حالات سازګارکړی وی.نوې مرحله دې حد ته رسيد لې وی چې خپل تيرمحرکات ترې فطرت د ځان سره خوندی کړيوی.انسان د خپلوجد لياتوسره بوخت ډيرپه تندئ رنګونه اړوی.اود فطرت د مخالفوقوتونود ډغرې د ليدوتوان و نه مومی.

لکه په زمکه اوربليږی د دې اورنه بڅری پورته کيږی اود يورپ سترګوغړولووروستوبيا سترګې پټوی اوورود خپل اصل په (مادې) لورقدمونه اخلی دغه بڅرے وړمبے ماده وی ورووروپه فطری اوعملی رفتارخپل رنګونه اوشکلونه بدلوی.اخرپه اخره مرحله کې دے دخپل ټول حيثيت نه بغاوت وکړی.ځان د جداوجود ثابتولوپه کوښښ کې د فطری قانون اوقاعدې لاندې د بڅری په شکل کې څرګندشی.خوده ته دومره لږمهلت ورکړے شوے وی.چې دے په نوی رنګ کې د فطری چاپيرچله نا اشناوی د نوی حالاتوسره ډغره اووهی اوخپل ذات دوباره پخپل اصل کې بيامومی.د ده د ذاتی تشخص دغه يوه مرحله که زيات هم څه ووينی نوبس دغه اوراوهغه ماحول د کوم نه چې دے پورته شوے وی.چې کوم بڅرے ځان ځان وګڼی پخپل ذات باوروکړی د حالاتوسره ځان سم کړی خپل فطرت دهغوسره شريک کړی اودهغوفطرت په خپل فطرت کې ځائے کړی نود دغه فطرتونود ډغرو نه يوه بله لمبه پورته شی اودڅه وخت لپاره خپل يوجدا ذات قائم کړی دحالاتوسازولواودخپل ذات قائمولوپه کوښښ کې اکثرکامياب شی خوداکاميابی صرف د ده اودفطری حالاتوترجوړې پورې لنډه وی.چې کله دواړه زاړه فطرتونه يوبل وزغمی نو(دکمزوری وجود) اوريا لمبې خپل ذات ختم شی.اوبيا د کل فطرت په غيږه کې ويده شی.دفطرت دبدلون اوتغيردکتاب پاڼې د ده نه پټې پاتې شی کنې نوډيربلونونه راغلی وی هغه ځکه چې وړمبے څنګه وی هغه شان شوکت يې بيا نه وی يونوے رنګ يې اخستے وی خوده ته ځکه پته نه لږی چې ده يې هغه وړمبے حالت نه وی ليدلے اوبيا يې وروستوهم ونه وينی بلکې د ځانی ذات قائمولوپه ټيل کې د ناکامۍ سره مخ شی.دغه شان دماحول مثال دفطرت دے اوريوفطری عمل دے اودانسان مثال دغه بڅرے دے لکه غالب وائی

هستی همارے اپنی فناه پردليل هے        يان تک مټے که اپ هی اپنی قسم هوئے

لاوزے وائی چې کله يوڅيزکمال ته ورسی نوبيا خپل مآخذ طرفته راځی.مآخذ طرفته دراتلونه مقصدسکون يا د تقديرتکميل دے (۶) ليکن هيګل وائی په فطرت د ارتقا قانون نه لاګوکيږی فطرت صرف خوريږی خپل ځان باربارپيداکوی ليکن په فطرت کې څه تغيراوبدلی نه راځی(۷) که فطرت خوريږی ځان باربارپيداکوی نودے به راغونډيږی هم وده به هم کوی اوفناه کيږی به هم.دارتقاسره به د ده اصل صورت بدليږی اودحالاتود تقاضوپه مناسبت به بيا ځان پيداکوی.ايرانی وجوديان وائی نوردخپل ځان برقرارساتلودپاره تياره روښانه کوی.دا دتيارې روښانه کولوکوښښ دخوځښت سبب جوړيږی.د ده جوهرهم دغه دے دغه خواهش نوربې قراره کوی چې خپلې پلوشې په ټولوڅيزونوخورې کړې اوژوندپيداکړی.(۸) سبط حسن ليکی خوځښت اوبدلون د هستۍ دوجودشرط اواندازه ده (۹) لکه اقبال وئيلی دی

سکون محال هے قدرت کے کارخانے مين     ثبات ايک تغيرکوهے زمانې مين

حمزه شنواری هم د ده سره متفق ښکاری وائی

دهرڅيزپه تغيرکې له فنابقاته لارده         طبيعت کې داشياوو تجردوته ميلان دے

اشرف مفتون هم دژوندمقصد اوراز بدلون ګڼی وائی

دژوندون رازبس دائمی انقلاب            چې چرته ژوندوی انقلاب خوبه وی

خودابدلون اوخوځښت هغه پوراثرګڼی

دلته مقصد په لوری درومی کاروانونه د ژوند

دارتقا عشق کې نوشيږی شرابونه د ژوند

دلته جمود نشته ، حرکت په هريوڅيزحاوی دے

د تغيراود تجد يد هريوبنده حامی دے

غنی خان هم د علامه اقبال د دې فکرسره خپله رائې يوکړې ده

؛ ترجمه د اقبال ؛

ځم په زروپردوکې پټ يم                 تم په زروکې دن نه

بس يوزړه دے چې يې غشے           نيغ دسلوواړووځی

په هروخت په هرمقام                     دهرشی شکل جداوی

هرساعت جهان ورانيږی                 هرساعت جهان جوړيږی

دژوندون رازبس سفردے                د ابد رازورانيد ل دی

دا پخوا اقبال زمانه                         ډيرپه ښه شان کې وئيلی

غنی خان ته ابديت صرف د خدائے د شان سره ښه ښکاری اوبغيردهغه نه د بل وجود سره آفت اوعذاب.

هريوشے چې ابدی شی يوآفت شی يوعذاب شی           بس يوتاسره مزه که دازل ابد دوام

بنده نوی رنګ محل کې نوے نوے جانان غواړی        بيابان کې سره ګلونه توره شپه چراغان غواړی

تل تياروکې دے روکيږی تل تيارو کې دے ډوبيږی     دے بچے د تغيردے يوحالت کې نه ټينګيږی

 

 

فلسفه کيا هے :- (۱) م ۱۱۷ (۲) م۱۱۷

موسی سے مارکس تک :- (۳) م۴۷۲ (۷) م۲۵۸

نشاط فلسفه :- (۴) م۴۷۰ (۶) م۴۲۶

نوے تشکيل :- (۵) م۱۰۷

فلسفه عجم :- (۸) م۱۲۸

نويد فکر :-  (۹) م۲۵۴