fbpx
ساهو برلاس مقالې

د فلسفې روغتون

لیکوال ساهو برلاس
يو ملا راغلۍ، ويلې د ډېر يقين بار مي په اوږو را اخيستی. ستړی شوی يم. بې له خپل فکره راته هيڅ رښتيا نه ښکاري. بې له خپل ځانه هيڅ څوک راته عالم نه ښکاري.
رسل ورته ويل، ما ته دا نسخه سقراط راکړې. “په هر شي/څيز پوښتنه کړه”، زما په دې خبره هم يقين مه کوه. زما دا خبره ګوره څو اړخه لري. ته و دې مفهوم ته پخپله لاره رسې، زه پخپله لار. له تاسره ستا زدکړي دي، ستا ټولنيز شاليد، له ما سره زما زدکړي، زما ټولنيز او روحي (سيکالوژيکي) شاليد.
ملا ويل، فکري تمرين ستړی کړی يم.
ويلې تجربه وکړه. د ټولو تجربو پای شک وي.
ملا ويل، شک مې ايمان و نه خوري.
ويلې يو وي د ناپوه سړي شک چې سړی له ويري، کرکي، سپکاوي او غصې لړځوي. يو وي د پوه سړي شک چې د علم ور خلاس کړي.
د اخلاقياتو مبلغ راغلۍ. ويلې له ما سره د الهامي اخلاقياتو کڅوړه ده. کور په کور، کلي په کلي يې ګرځوم. د چا په کار نه راځي.
سقراط ويل، ستاسو اخلاقيات ځکه الهامي دي چې ښه اخلاقيات دي؟ يا په دې ښه دي چې الهامي دي؟
ويلې، نه زما يقين دی چې الهامي دي ځکه ورته ښه وايم.
سقراط ويل، تاسو عمل ورباندي کړی؟ څه ګټه يې شته؟
ويلې يا، تاوان ډېر کوي. چا چې زما خبره منلې، دربدر، خاوري په سر دي.
سقراط ويل چې تجربې غلط ثابت کړي بيا يې پرېږدې ولې نه؟
ويلې زه يې ازموينه ګڼم/شمېرم. په دې کړاونو کې به مې کيدی شي د بل جهان ګټه وي.
سقراط ويل، دا اخلاقيات د ټولني لپاره ګټه کوي؟ د خلګو په ګټه دي؟ فکر رڼا کوي؟ د نفس تزکيه کوي؟
ويلې په دي نه يم پوه. خو داسي ګټه يې ما ليدلې نه ده.
سقراط ويل، خلګو ته ولاړ شه، د خلګو ستونځي و څيړه، اړتياوي (حاجتونه) يې مالومي کړه، ژوند ته وګوره، ژوند پرله پسې تغير کوي، هيڅ هم له ازله تر ابده يو شانتې نه پاتې کيږي. له خپلي کڅوړي دا متروک شيان لري کړه، د نوي وخت نوي اقدار، د زړو قدرونو په رڼا کې واخله. خرڅوه يې مه، اخله يې.
سياست پوه راغلۍ، ويلې شپه ورځي چيغي وهم. څوک راته غوږ نه نيسي. زه يې ودانول غواړم، دوی په ورانکارو پسې دي.
مارکس ويل، کله په لسيزو کې هيڅ نه کيږي، کله په اوونۍ کې لسيزي پېښيږي. کله په مياشتو کې يو کاربنديز ته نه وي چمتو، کله بيا په مياشتو کاربند کړي. کله د يوې ورځي مزدوري نه پرېږدي، کله کورونه قرباني کړي. بدلون خو راتلونکی دی، تا ورته تياري کړې؟
ويلې، تياري؟
مارکس ويل، تنظيم دي جوړ کړی؟ خلګ دي پوهـ کړي؟ د خلګو په ضرورياتو خبر يې؟ د ټولني د ارتقا قوانين در مالوم دي؟ د بدلون بنسټ پيژنې؟ خپل او د دښمن د زور مقايسه دي کړې؟ د مبارزې په بېلا بېلو پړاونو خبر يې؟ خلګ دي ورباندي پوه کړي؟ په کمزورۍ کې د کمزورو خلګو سياست، په زور کې د زورورو سياست کيږي، ته په دې اصول خبر يې؟ دا اصول دي نورو ته ښودلي؟ خلګ چې په کوم (اوسني) نظام باور لري د هغه تضادات دي ورښودلي؟ د متبادل نظام هر اړخ دي ورته څيړلی؟
ويلې نا، دا خو مي هيڅ نه دي کړي
مارکس ويل نو خلګ ليوني دي چې د ليونئيو په چيغو پسې منډي وهي؟