fbpx
کوزه پښتونخوا مقالې نعیم خان

جرنال کیاني د پاکستاني جمهوریت پاچا دی!

لیکوال نعیم خان

نیټه     شلم مارچ ۲۰۱۳

پاکستان د خپلې تاریخچې په لومړي ځل د خلکو د ګوند له خوا پوره پینځه کاله  د جمهوري دورې په څیر پوره کړل.پرته له دې چې دا یوه ښه که بده دوره وه، د خلکو ګوند باید ستایل شوی وای چې جمهوریت ته یې پینځه کاله وروبخل خو له دې برعکس د خلکو د ګوند سیاست مدارانو ورسره د نورو مذهبي او سیاسي ګوندونو مشرانو د جمهوریت ټوپۍ د جرنال کیاني په ککرۍ کیښوده او علت یې دا وروښودلو چې کیاني د فشار د ردولو برسیره پینځه کاله د جمهوریت وزغمل. خبره څه لږه شانتې عجبه او کړکیجنه ښکارې. هغه خلک چې د عمر زیاته برخه یې د جهوریت په ښیګړه کښې برباده کړې، پرځای د هغوی که د جمهوریت پټکی د یو داسې تن په ککرۍ ایښودل کیږي چې فقط په جمهوریت یې ډاکه ونه غورزوله، نو دا خو بیا د جمهوریت سره لکه چې یوه دوکه وي. دا خلک به څه وایي چې موږ داسې وګړي یو چې د خر پر ځای کولال داغو.

دغه رنګه د پاکستان ازادې میډیا چې په ظاهره یې د جمهوریت لپاره ډیر لوړ لوړ اوازونه پورته کول، هغې هم د کیاني په ټوپۍ کښې د جمهوریت وزر وټومبو. که دا ټولې لاسته راوړنې د کیاني له برکته دي نو بیا په پارلیمان کښې ناست د وزیرانو لښکر د کوم مرض دارو دي؟ ایا د پاکستان خلک دومره مالدارن دي چې په یو وخت کښې دوه دوه حکومتونه ساتي؟

بریښي چې د مۍ په میاشت کښې په پاکستان کښې ټول ټاکنې وشي، په دې ټول ټاکنو د ملیارده روپو په کچه خرڅ راځي، خلک په ډیرو هیلو او خوښو د خپلې خوښې خلکو ته په دې رایې ورکوي او هیله کوي چې دا ځل به یې د تندي کرښه بدله شي، هغوی څه خبر دي چې د دوی د بخت پریکړې په پارلیمان کښې نه په جي ایچ کیو کښې کیږي.

دا د پاکستان د اولسونو په حق او رایي باندې دوه اړخیز تیری دی چې هم د جمهوریت په نامه خوړل کیږي او هم د امنیت، او په ریښتیا خړ سپی د غل ورور وي.

حق چیرته بې خوښتنې ترلاسه شوی، که په پاکستان کښې میشت وګړي د خپل حق غوښتنه ونه کوي، نو هیڅکله هم ورته دغه حق په خیرات کښې نه شي ورکړل کیدلای. ویل کیږي چې د پاکستان اوسنی د ټاکنو کمسیون خپل واک او زورور دی او په دې حساب سره یې د رایي غوښتونکو د نوماندګۍ په پاڼې کښې ډیری داسې نوي خبرې ورمنډلي چې سیاستمداران ورته زړه نه ښه کوي خو بیا هم کمسیون دغه جملې د رایي غوښتونکو د جوګه توب کچه بولي. ډیره د ویاړ خبره ده چې په ملک خداداد کښې د یوې ادارې پرته بله هم یوه اداره شته دی چې خپل د شتون لپاره لاس وپښې وهي، ایا دا کمسیون کولای شي چې یوه نظرپوښتنه ورسره مله کړې چې ایا د پاکستان وګړي خپلې پریکړې د پارلیمان که د جي ایچ کیو له خوا اداره کول غواړي؟ ایا د قدرت سرچینه پارلیمان که جي ایچ کیو دی؟

د پاکستان د راتلونکي لپاره ډیره مهمه ده چې دا پریکړه د پاکستان وګړي وکړي چې دوی د جمهوریت پګړۍ د چا په سر کیږدي؟ د پاکستان تر جوړیدو نیولي تر دې دمه پورې د پارلیمان او جي ایچ کیو تر مینځ د قدرت په سر پالاواني کیږي او هر ځل په کښې د جي ایچ کیو پالاوانان بریالي کیږي او د دغه پالاوانانو له برکته د پاکستان د اولسونو په ملک دننه او د ملکه دباندې څه حال دی. په هېواد دننه وژل کيږي او د باندې شرمول کيږي.

دې پالاوانانو باید د خپل ګاونډي هېواد هیند څخه څه ذدهکړه کړې وای چې نن د نړۍ یو د پرمختګ کوونکو هېوادو څخه دی او په راتلونکي کښې د نړۍ لوی اقتصادي تاقت دی. تیره اونۍ یې د خپلو دوو جالګرو په بدل کښې د اټالیې د سفیر په خوزښت بندیز ولګولو او د زموږ تر وزیرانو پورې په بهرني هېوادو کښې په هوایي ډکرونو کښې بې حجابه کیږي، د تالاشۍ په خاطر ترې بوټان او پرتوګ وباسل کیږي او د زموږ پالاوانان په بریتو لاس راکاږي.

په پاکستان کښې بې له ازادۍ بل هیڅ یوه شی  بدلون نه شي رامنځ ته کولای، لومړی به د پاکستان قامونه د جي ایچ کیو د غلامۍ ازادي اخلی بیا به قامي غورزنګونه قامي خپل واکي ترلاسه کوي او بیا به دغه ازاد قامونه پارلیمان او حکومت جوړوي. داسې جمهوریت چې د ازاد قامونو په لاس جوړ شي د هغې جمهوریت څیره د جرنال پر ځای د اولس په سر وي.