fbpx
پښتیان مقالې

نړۍ دي خپل ګند پر موږ نه تپي!!

لیکوال پښتیان

چې کله مول تړليو کسانو يو ځوان چې د افغان ملي اردو درېشي يې اغوستې وه د حلالېدلو دپاره ورته پلناو نو دې ځوان په ژړا او زارۍ کې چيغه کړه چې ((زه خو عسکر نه يم، زه په بازار کې د مزدورۍ دپاره ولاړ وم، تاسو د خټو دکار په پېلمه راوستم، بيا مو د عسکر درېشي راپه غاړه کړه ….)). د خبرې تر پايه رسېدو لومړي يو مول تړلی کس د دې ځوان پر غاړه چاړه وتېره کړي.

خبر نه يم چې دا ويډيو چاجوړه کړې وه، خو داسې ويل کېږي چې دا کار د سويلي پښتونخوا د قلعه سيف الله په سيمه کې د پاکستان د پوځ په يوه کلا چې د شينکۍد تهاڼې په نامه مشهوره ده کې هغه مهال تر سره سو چې کله په اتيايمه لسيزه کې د امريکا په مشرۍ کې له عربه تر عجمه، له کافره تر بسولمانه ټول بدماشان و افغان ته د جهاد پر نامه سره يو وو او د اسلام، قران، ملګرو ملتونو او انسانيت په قانون د هر لوستي، پوه او مخوور افغان وژنه جايز ګرزېدلې وه. نن چې کوم خلګ ځانته مهذبه او پرمختللي وايي (امريکا او اروپا) او افغانان په پسماندګۍ او ناپوهۍ تورنه وي، دې خلګو د نړۍ له هره کونجه هغه بدماشان چې پخپلو هيوادو کې د سترو جنايتو له کبله په بنديخانو کې د مرګ د سزا په انتظار وه د جهاد پر نامه افغانستان ته راوستل او د افغان پر ننګ او ناموس يې ور وکشکارل. شايد ډېر لوستونکي به په دې نه وي خبر چې د ((جهاد)) په لومړيو ورځو کې يو ((مجاهد)) ته هغه وخت پېسي ورکول کېدې چې کله به ده د ثبوت دپاره د يو وژل سوي هيوادپاله افغان يو غوږ د ((جهادي)) چارو يو مسول ته وړاندې کړ. و دې وحشي قاتلانو ته به دا پيسې د نن ورځې تر ټولو مهذبه، پر مختللې او بشرملو هيوادو چې مشري يې امريکا کوله، ورکولې. يواځې دا نه، د افغان له نوي نسله د راتلونکي ترهګر جوړولو دپاره د ستر مهذبه او بشر دوسته هيواد امريکا يو نوموتلی پوهتون (نبراسکا پوهنتون) ځانګړی کړل سو. د دې پوهنتون ستر ستر پوهان و دې ته وګومارل سوه چې داسې لارې چارې ولټوي چې ديو ماشوم افغان بچي داسې روزنه وسي چې په راتلونکي کې هغه ته د ځان وژنه، د انسان وژنه يو عادي کار ښکاره سي او د ده زړه د هيڅ کوم انسان پر وژنه، زاريو، چيغارو بوغارو باندي و نه ښوويږي. د نبراسکا پوهنتون د پوهانو په مرسته د افغان بچانو دپاره داسې درسي کتابونه و ليکل سوه چې د هغو سپښتېدنه (پيل) به له کلاشنکوف، کارتوس او بم څخه کېده. و دې افغان بچی ته به ليا په ماشومتوب دا ور زده کړل سوه چې ستا راتلونکی به د يو قاتل، وحشي او خونکاره وي. د وير ځای دا دی چې نن دا ماشوم تور او ترهګر دی او هغه خلګ چې د دې کار دپاره يې په مليارډو ډالر خرڅ کړه سپين او مهذبه شمېرل کېږي!!!

که څه هم د لوېديځ رسنۍ په دې هڅه دي چې زموږ ياداښتونه را ووينځي، خو رښتيا دا دي چې نن تاليب د افغان وژنې کومه لاره اخيستې ده، دا هغه لاره ده چې پرون د سي آي اې او ايم آي سيکس چارواکيو و ((مجاهدينو)) ته ور زده کړه. د موڅي په تار د خلګو غاړې غوڅول خو د ايم اي سيکس ايجاد دی، تاليب دا کار تا څنګه او له چا زده کړ؟؟ نن چې تاليب له دولت سره د همکارۍ په تور افغان ځوانان وژني دا کار خو پرون د نبراسکا پوهنتون د پوهانو په لارښوونه ((مجاهدينو)) کاؤ او بې شمېره ښکلي، پوه او ويلي ځوانان تس پر دې ووژل سوه چې د دوئ د قميصه کالر ليا د پتلانه او پرتاګه پايڅې غټې وې. دا چې بدبخته افغان ته ډېر وير او زګېروی پيغور ښکاري نو تر اوسه د ظلم او جنايت داسې په زرګونو پيښې ناويلې پاتې دي.

نن چې د نړۍ کوم کتاب پرانيزې ليا کومه رسنۍ ګورې هلته به افغانان د وحشيانو په څير او افغانستان د يو پسمانده او خوار غريب هيواد په څير وړاندې کېږي. د سترو ليکوالانو په جامه کې د سي آي اې منشيان (CIA’s Scribes) لګيا دي و نړۍ ته دا باور ورکوي چې د افغان تاريخ له 1980 ليا له 1996 پيلېږي. خپل کړي غول (مجاهدين او تاليبان) پر افغان ټولنه تپي. رښتيا دا دي چې دا د دې وحشيانو رښتيني مخونه دي چې پرون يې نوم ((مجاهد)) نن يې ((تاليب)) دئ. پرون يې له ((مجاهده)) د شوروي ټلوالې په ضد کار واخيست او افغان ملت يې په وځابه نن له ((تاليبه))  د چين په ضد کار اخلي. دا لوبه اوس هم دوام لري، نن هم د امريکا په مشرۍ کې د وحشيانو او خونکارانو دا ټولۍ غواړي چې د افغان وينه او خاوره د چين په ضد د يوې بلې سړې جګړې شومه کړي.