fbpx
پښتیان مقالې

پير نه الوزي، مريدان يې الوزوي

لیکوال پښتیان
په هيواد کې د راتلونکو ټولټآکنو تر ټولو غوره ننداره په ټولنيزو رسنيو، په تېره بيا فيس بک کې روانه ده. هر پر هيواد مئين ځوان د خپلې خوښې د کانديد لپاره کمپاين روان کړئ دئ. ځای په ځای جذبات او احساسات بلکه خفګان او اختارونه تر نظر کېږي. تر ټولو زياته چې کوم څه ته زما پام واويښت هغه د يو خاص کانديد د کمپاين اعلانونه دي چې په خورا غټ شمېر نظر ته کېږي. دا اعلانونه بلکل هغو اعلانو ته ورته دي کوم چې يو کال لومړي د پاکستان د يو نوي سياسي لوبغاړي عمران خان په انتخابي کمپاين کې تر نظر کېدل. عمران خان د ايم ای سيکس او سي ای اې کس دئ. د عمران خان انتخابي کمپاين تس پر يوه توري ولاړ وو او هغه وو – بدلون/تبديلي – . څنګه بدلون؟؟ او کوم ډول بدلون؟؟؟ نه چا د دې پوښتنه کوله او نه چا د دې ځواب ويلو خو د – تبديلي، تبديلي او تبديلي – شعارونه به شاوخوا تر نظر کېدل.
زه په شخصي توګه د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره کانديد دې کس ته ډېر د قدر په نظر ګورم. پخپل ځان کې دا کس ډېر سپېڅلی دئ، خو داسې ښکاري چې يو داسې قوت سته چې د دې سړي پر اوږه خپل توپک ښودل غواړي او د هم دې کس له لارې افغانستان و يو ژوره کنده ته پورې وهل غواړي.
له دې سره سره چې په کوم ډول د دې کانديد د علم او پوهې په اړه پروپېګېنډه کېږي او د افغان ولس په مغزو کې دا دروغځنه هيله ور دننه کېږي ګوا کې که دا کس ولسمشر سو نو افغانستان به په سويټزر لېنډ بدل کړي، دا هم له افغان ولس سره او هم له دې سپېڅلي کانديد سره زياتی دئ. لومړۍ خبره خو دا ده چې د افغانستان ستونځه دا بلکل نه ده چې د ولسمشرۍ پر چوکۍ مسلکي کس ناست دئ که غيرمسلکي. افغانستان له تېرو دوو پېړيو څخه د نيواکګرۍ له ګواښ سره مخامخ دئ. د دې ګواښ مخامختيا صرف هغه ولسمشر کولای سي کوم چې زړورتيا، ځيرکتيا او سياسي پوهه ولري، نه دا چې يو څوک اقتصاد پوه وي، ليا انجنير او ليا يو ډاکټر وي. شايد ډېر افغانان به له دې ناخبره وي چې که وخت په پام کې ونيول سي له حفېظ الله امين څخه وروستو شاه شجاع د افغانستان تر ټولو ډېر لوستی او عالم باچا وو. هم دا ډول د افغانستان په تاريخ کې تر ټولو نالوستي او ناپوهه باچاهان د سقاو زوی او ملا مدعمر وو. چې د سي ای اې او ايم ای سيکس خوښ وو په افغانستان کې تر ټولو ښه امن د ملامدعمر په وخت کې وو. له دې دا ښکاري چې زموږ ستونځه د يو مسلکي مشرتابه نه بلکه يو سياسي ستونځه ده.
دومه خبره دا ده چې نوموړی کانديد په اصل کې يو سياسي نه بلکه يو مسلکي کس دئ. د يو مسلکي کس په تېره بيا د داسې کس لپاره چې ښه اقتصاد پوه وي تر ټولو غوره چوکۍ ليا خو د ملي بانک مشري او ليا د اقتصاد د وزير چوکۍ ده. ولسمشري يو سياسي ککرۍ غواړي، که داسي نه وائ نو په امريکا او اروپايې هيوادو کې هر دوم سړی اقتصاد پوه دئ په کار وای چې د اوباما او ډېوډ کېمرون پر ځای د هاورډ او اکسفورډ پوهنتونو استادان او ستر ستر اقتصاد پوهان د امريکې او برتانيې واکداران وای. د نړۍ په ټولو هيوادو کې مسلکي خلګ صرف او صرف د يو سياسي واکدار مشيران، وزيران او ليا د ملي بانکو رئيسان وي. افغان ځوانانو ته په کار دئ چې تس په دې نه تېروزي چې
فلاني کانديد په فلانۍ مناظره کې د انګليسي ژبې فلانۍ اصطلاح داسې و کاروله او فلانۍ يې داسې وکاروله. زموږ د هيواد ستونځه د انګليسي ژبې اصطلاحات ليا د اقتصاد د اصطلاحاتو زده کړه او نه زده کړه بېخي نه دي.
زموږ د هيواد تر ټولو لومړۍ او ستره ستونځه امنيت دئ. دا امنيت په لوی لاس خرابېږي. په ښکاره خو دا کار پاکستان کوي ليکن د دې تر شا سل په سل کې د امريکا او ناټو هيوادو لاس دئ. افغان ځوانان په کار دئ چې د خپلې خوښې له کانديده د امنيت په اړه تپوس وکړي او قانع کونکی ځواب ورڅخه واخلي. زما په نږد د امنيت تر ټولو موثره لار هغه ده کومه چې ناست ولسمشر قدرمن کرزي اخيستې ده.
زموږ د هيواد دومه ستونځه اقتصادي ده. د دې نوموړي کانديد پشمول هيڅ کوم کانديد د افغانستان د اقتصاد په اړه کومه ښکاره او موثره اېجنډه ليا تګلاره نه لري. د يو هيواد اقتصاد درې ډوله کېدايسي، اول – زرعي، دوم – صنعتي او دريم داسې اقتصاد چې پر مځکنيو ليا قدرتي وسايلو لکه تېل، ګاز او نورو باندې بنسټ ولري. د اقتصاد څلورم ډول نړيواله مرسته وي چې په اصل کې خيرات شمېرل کېږي. هيوادونه په خيراتو نه چلېږي. زموږ راتلونکی ولسمشر به خامخا و اقتصاد ته پاملرنه کوي. د اقتصاد هره منصوبه تر هغو دروغځنه، بې بنسټه او بې کاره ده تر څو چې زموږ هيواد دومره انرژي/بريښنا و نه لري کومه چې دصنعت د چلولو لپاره اړينه وي. افغان ځوانان په کار دئ چې له خپلو کانديدانو په دې بابله نظر او ژمنې واخلي. موږ به تر څو و پرديو خيراتو ته سترګې وتلې وي. موږ د انرژی د توليد لپاره د نړۍ تر ټولو ارزانه ذريعه اوبه لرو. په کار دئ له دې شتمنۍ کار واخيستل سي، بندونه، بېراژونه جوړ کړل سي.
افغان ځوانان په کار دئ چې د حالاتو صحيح ادراک وکړي تس د پرېدۍ پروپېګېنډې و څپو ته ځان و نه سپاري. لکه تس په ګوړه ويلو چې خوله نه خوږېږي هم دا ډول تس په – بدلون – ويلو بدلون نه راځي بلکه بدلون راوستل کېږي. و کوم بدلون ته چې زموږ ځوانان خوشبينه دي دا په اصل کې د هغې پروپېګېنډې تاثير دئ کومه چې د يو ځانګړي کانديد د ولسمشرۍ تر چوکۍ پورې د رسولو لپاره نړيوالو استخباراتو روانه کړې ده. دا داسې پروپېګڼډه ده چې ډېر بې کيفايته کسان يې الوزولي دي او د ډېرو باکيفايتو کسانو د پرواز مخه يې نيولې ده. د دې پروپېګېنډې تر شا د عادي مريدانو نه بلکه د سترو سترو نړيوالو استخباراتي شبکو (لکه سي ای اې) لاس دئ. دا داسي شبکې دي لکه د پير مريدان، چې پير له وزرو بغير الوزوي.