fbpx
سالار یوسفزی مقالې

خدائے

که تاسو خدائے پيژندل غواړئ نو د معمو حل کولو کوشش مه کوئ بلکې چارچاپيره اوګورئ تاسو به هغه د خپلو بچو سره په لوبوکولو بيا مومئ.په فضانظر اوغورځوئ تاسو به هغه په وريځوکې تلونکے او وينئ.په بريښنا ګانوکې به د هغه خواره کړی لاسونه او وينئ.په باران کې به يې ښکته راکوزيدونکے بيامومئ. تاسو به هغه په ګلونو کې خنديدونکے او وينئ او په ونو کې به د هغه پورته کړی لاسونه څنډيدونکی.(جبران) د غنی خان اکثر فکرونه هم دا بڼه لری.

چينے فلسفی لاوجی د افاقی اوصولو حرکت ته د ، طاو ، نوم ورکړو.طاو د متعد د صفاتو حامل دے.طاو خلا ده او لامحدود ده.هغه تنها اوغيرمتغيردے.عظيم طاو هرځائے او هر وخت موجود دے.په هر عمل کې کارکونکے دے او د څه حدودوپابند نه دے (۱) د افلاطون خدائے خيرکل دے او حسن مطلق دے.ارسطووائي چې يو داسې خځونکے شته چې هغه له څوک حرکت نه ورکوی.هغه د جسم ضرورت نه لری.تقسيميږی نه.هغه لامکان دے.د هغه څه جنس نشته ، د جذبې نه خالی دے.د تغيرنه پاک دے.پوره او هميشه دے.خدائے د دنيا تخيق نه کوی بلکې دې له حرکت ورکوی.خدائے هغه روح دے چې د ځان شعورلری.ويل ډيورانټ وخندل چې عاجز دارسطوخداے هيڅ نه کوی نه د هغه څه اراده،مقصد اوارزوشته.دهغه فعليت دومره خالص دے چې دهغه نه هډوڅه فعل څرګند يږی نه.هغه صرف کمال دے د دې وجې د هغه څه تمنا نشته او د دې وجې هغه څه کوی هم نه.دهغه مشغله داده چې د څيزونو په جوړخت غور وکړی ليکن د ټولو څيزونو د جوړخت علت هم هغه دے او د ټولو څيزون ضرورت . . .! دهغه شغل دا شو چې پخپل ساخت غوراوکړی.عاجز دارسطوخدائے د ده خو هډوڅه کارنشته هغه بادشاه ضروردے خو حکومت نه کوی (۲)برونو وائی حقيقت د مادی علت او داصل په اعتبار سره ټول يو دے.خدائے د دې حقيقت دويم نوم دے (۳)

د سپائی نوزا خدائے په څيزونوکې دننه دے نه چې بهر.هر څيزد خدائے په کرخڼۍ کې دننه خوځی اوژوندے ووسی.د خدائے اراده او د فطرت قوانين دراصل يودی. او ديوصداقت دوه نومونه دی (۴) اشاعره وائی خدائے انتهائي واجب الوجود هستی ده.خپل صفات پخپله هستۍ کې لری.ټول څيزونه چې ترڅه حده دهغوی د وجود داظهار تعلق دے،يودے،ليکن د دې يو والی باوجود صفتونه مختلف لری.د دې وجې مونږ ديوانتهائی علت په وجود تسليمولو مجبوره يو.د هرې ممکن هستۍ لپاره د يو علت ضرورت دے.د دې لپاره چې د ده وجود وپيژندے شی.کائينات ممکن دے.د ده يو علت پکاردے.او هغه علت خدائے دے (۵)خدائے پخپله په وجود کې راغلے دے قادر مطلق دے.د عالم پيدا کونکے دے هر ساعت او هروخت د جوړولو او ورانولو طاقت لری.په ښه کولو انعام ورکوی او په بدو سزا.د هغه نه د تپوس کولو څوک نشته (۶)لاګ وائی که علت ضروری دے د نورو معلولاتو ترتيب له نو دغه د مادې په وړمبی ساخت کې دے (۷)

ماديت پسند اعتراز کوی که چرې دهرڅيرجوړولو لپاره د يو جوړونکی کي دل ضروری دی نو بيا خو د دې جوړونکی د پاره هم يو جوړونکے يا پيدا کونکے پکاردے.بلکې بيشماره څيزونه د مخالف طاقتونوديوبل سره د ډغرو په وجه جوړيږی او چې هريو څيز له مرګ راځی د هغه نه نورڅيزونه جوړيږی.د انسان دمړې بوټۍ نه خاوره جوړيږی اودخاورې نه بوټی يا نورکيمياوی څيزونه.وړمبے څيز ماده دے چې نه فنا کيدونکې ده.دويم قوت دے دا هم غير فانی دے دريم ماده اوقوت د يوبل نه نه بيليدونکی دی.نه ماده بغيرقوت نه وی او نه قوت بغيرمادې نه.څلورم کوم څيز چې فنا کيږی نه هغه پيدا کيږی هم نه.ماده او قوت ازلی او ابدی څيزونه دی او د دوی خالق هيڅ څوک هم نشته.

منکرخدا سوال کوی چې کله بغير د پيدا کيدونکی پيدا کيدل يا کيدل ستا په مزغو کې نه کينی نو پخپله د خدائے پيدا کيدل يا کيدل څنګه ستا مازغه منی.نو دے لاجابه شی.که دغه سوال په منکر خدا اوکړے شی چې ماده او قوت څنګه پخپله په وجود کې راغلل.هغه وائی پخپله پيدا شو.چې اعتراض پرې وشی چې ته خو د خدائے پخپله پيدا کيدل نه منې نو د مادې او قوت پخپله پيدا کيدل څنګه منې نو د هغه سره به هم څه جواب پاتې نه شی (۹) يو خپل خدائے د ارادې مالک ګڼی او دويم نه .يعنې يوخدائے ،پيژندونکے،ليدونکے اواوريدونکے دے.نو دويم داسې نه دے.ليکن يودمقدراتودبدلولودقدرت باوجود هغه بدلوی نه او دويم داسې کولے نشی (۱۰) که د يولوئ کافر نه تپوس اوکړے شی چې !ايا دے د خدائے نه پدې انکار کوی چې خدائے يې بدې شی يعنې واقعی که خدائے وی دے به ورته په دروند نظر نه ګوری شکاره ده چې د دې جواب په ،نا ،کې دے ځکه چې پدې مينځ کې د کرکې او نفرت هيڅ وجه نشته .خو د انکار سب يې دا دے چې د خدائے دوجود دليل د ده سره نشته يا د هغه په عقل کې دا نه راځی چې يو څېز پخپله څنګ پيداشو ليکن د خدائے په څير د مادې پخپله دپيدا کيدو قائل دے.نتيجه دا شوه چې د خدائے نه منکر هيڅ څوک هم نشته خو په مختلفورنګوکې خو په مخلفو رنګونو کې د هغه د پيژندلو کوشش کوی. لکه حمزه صيب وائی

راشه چې خبره درته وکړمه د لارې        څوک چې دی بې لارې هغه هم په يو لاردی

غنی خان هم د دې ګڼو لارو د وحدت يعنې يوې لارې قائيل دے.

؛ ثنا ؛

چاته غرکړې اورې چاته پوله کړې غر      هرزړه تاته ملوم هر رازتاته ظاهر

د کافرته آقا د مومن ته مولا                     ته جيزس برهما ته يزدان ته الله

لارې ستا دمحل څوک اوږدې څوک وړې  مسافر ستا د د رهرامت هرسړے

هر يو وائی لار زما نيغه ستآ ده خطا         څوک دے لږ څوګ دے ډيرخوهمه دے رښتيا

که انسان دے پيدا بيا بادشاه په دنيا            مرحبا ، مرحبا ، مرحبا ، مرحبا

د علماو په عقيده خدائے بي نيازه دے.زمونږ دعبادت اوصفت نه نه بلکې د ټول کائينات نه داسې بې نيازه دے لکه څه رنګ چې د دې هر څه د نشت والی په وخت کې کيدے شی.(۱۱) هغه د هر قسمه تآثر نه پاک دے.که څوک ټول عمر دهغه عبادت وکړی خو هم هغه خپل اصول نه بدلوی.او که څوک ترې انکار وکړی هم پرې هيڅ اثر نه کيږی.خدائے موجود دےټ غيرمحدوداولامتناهی.چې يوڅيز غيرمحدودوی هغه به دکيف وکم نه بې نيازه وی او چې د کيف وکم نه بې نيازه وی هغه به د نفعې اوضر ر نه پاک وی.نه هغه ته د څه ضرورت شته نه په هغه څه څيز تآثر پريښودے شی.بيا خوناشونې خبره ده چې غير محدود خدائے په حمد وثنا يا انسانی تعريف وتوصيف خوشحاليږی (۱۳) خو ورسره دا هم بيانيږی چې خدائے په کرسۍ باندې ناست دے څلور واړه طرفته ترې ملائيکه مقربين (خدمت ګار ) ولاړ دی د خپلو خاص خاص بند ګانو سره خبرې کوی.چې د چانه خوشحاله شی هغه د جنت باغونو ته ليږی.چې د چانه خفه شی هغه اور ته غورځوی.هغه اوری خو غوږونه نه لری.هغه ليدل کوی خو په سترګو نه.هغه خبرې کوی خو د ژبې نه پاک دے.الغرض د دنيا د بادشاهانو غوندې يو بادشاه او په هغه نشته څوک حکمران.هغه بې نيازه مطلق دے د څه نه متآثره کيږی نه .هغه رحم وکرم والادے.هغه موجود دے ليکن د وخت او ځائے نه بې نيازه دے.هغه هره لمحه ابدی دے اوهره لمحه فنا کيدونکې ده.هغه دچا محتاج نه دے خو زمونږ د عباداتو پرواضرور کوی.زمونږ عاجزۍ ته خوشحاليږی او زمونږ په نافرمانۍ ورله قهرورځی.ګاه ګارپه اورکې د اچولونه بغير نه پريږدی.د عدل پابند دے خوچې څوک يې خوښ شی و يې بخښی.او چې څوک يې بدې شی سزاورله ورکوی (۱۴) غنی خان هم دې خبرو په ترد د کې کړے دے او وائي

؛ جزا ؛

خلق وائی راته چې شته دے            زړه مې هم وائی چې يې

خوجهان دې داسې ښکاری             لکه بې مالک کور

ستا دخپلې خلې دښمن له                خوشحالی مينه ارام دے

ستا اشنا له تنهائی ده                     تهمتونه اوپيغوردے

که دې زړه کې هم څوک ياد کړی   د ر په در خاوری په سرشی

ستا دشمن خان دخانا نو                 ستا اشنا زيروزبرشی

ستا رښتيا ستا ښه او مينه               په هماوکې تاوان دے

ستا تلاش يوليونتوب دے              ستا ياری د غم طوفان دے

امتحان څومره سنګين دے            ډيرکمزورے ستا انسان دے

د لوګی په بنيا دونو                     جوړد شنو ګټومکان دے

ستا خليل د پښو د لاندې               د نمرود دغلام وينم

د خيام لاس کې کچکول دے         د د له لاس کې جام وينم

خانه مه مې جنګوه نور               هسې نه چې بنګيلے شم

چې خمار اوسرورورکړم            د اسرې طمې مرئے شم

ستا ملا وائی په چغو               چې تش سخات او زکوات غواړې

خوښ دې غټ غټ خيراتونه   پونے او سپين شان جمات غواړې

وائی قانون دې د منات وی     ته تش نوم د منات غواړې

وائی نه غواړې جنون ته         تشش رکوع او ايات غواړې

خوستا جهان بل رنګې ښائی    ستا د پټو سترګو خيال

عجيبه دې جرم ايښے            په خونونو د وصال

                   لن تنالول البرحتی تنفقوا مما تحبون

ته په ديګ مې رضا نه کړې    نوم ارمان او عزت غواړې

د مالی نه زيړګلونه               د قارون نه دولت غواړې

د مئين نه ټوله مينه               د مغرور نه غرورعواړې

اود رند نه ښا نکونه             د مستۍ او سرورغواړې

د غنی نه هشتنغر کې            اوچت غرونه د طور غواړې

د ګډوری نه خپل ځان له       د روتولو تنور غواړې

ستا وکيل وائی په چغو          چې خيرات او زکوات غواړې

زړې ميخې د پنجاب            اوږدې روجې د سوات غواړې

سپينه ګوړه د شولګرې         تمباکو د شوې غواړې

او مريد کره غټ پير له        ښکلې ښځې نوې غواړې

سان،صابون،ګوړه طالب له  او ملا له روپۍ سپينې

په بدله کې محلونهه            معشوقې نرمې مهينې

ډک جامونه د شرابو           په عوض کې ډ کې پينې

د يزد خونی پا لنګ کې       ډ کې ليچې نرمی سپينې

لونی ته بس ارمان کې        شی رڼې سترګې مهينی

څومره ګران څړک دې جوړ که   دعويدار له ستا د مينی

               ستا قسمت داسې سوزل کړی

               لکه بې مطلبه اور

               ستا جهان داسې ورانيږی

               لکه بې مالکه کور

په رواياتو د غنی خان د دې انتقادی فکر وروستو مونږ د دې معلومولوهڅه کوو چې خدائے پاک وړمبے څنګه وپيژندے شو؟ يونانی شاعرکريټس وائی چې د ټولووړمبے پدې زمکه چې کوم څيزخدائے متعارفی کړوهغه دانسان ويره اوترهه ده.د اسمان بريښيد ل ،پړقيد ل،اوګهرړيد ل،دطوفان زوږ، د سمندرموجونه دآتش فشان ويرونکی منظرونه دا هغه ټول څيزونه دی چي انسان ترې ويريدو.او خيال يې وکړو چې د دې نه طاقتور څيز بل هم شته.که په پراخه اوژورنظر اوکتل شی نو د حبشود خدائے رنګ توروی او پوزه پلنه د اهل تهريس د خدائے شنې سترګې وی اوسره ويښته او د هومروهيسډ خدائے هغه ټول صفات لری کوم چې دهغه وخت په خلقو کې وو.د يهودو خدائے دنيا په شپږو ورځو کې جوړه کړه .بيا ستړے شو او په اوومه ورځ يې د مه اوکړه يعنې د خالی (سبت) په ورځ.هغه ادمء دخټونه جوړکړو او د هغه د پاره يې حوا پيداکړه چې ژوند ورسره تيرکړی.ادم او حوا له يې د څرمنو جامې جوړې کړې.د بابل د منارې ليدو لپاره زمکې ته راکوزشو.دانسانو په شان لاس وپښې هم لرې او دانسانانو په شان د جذباتو نه متآثره کيږی هم.رشک وحسد هم کوی.انسانی هلالې هم غواړی او په خپله کړو پښيمانه کيږی هم. (۱۵)

ځنی خلق وائی خدائے په رنګ ، ځوانۍ ، صورت اوذهن وغيره قومونه په فرق پيداکړل.نو ولې اعلآ قومونه به د دخدائے شکر نه اداکوی چې هغه يې خواروزار او ذليله پيدانه کړل يقينی د شکر خبره ده.ليکن خوار قومونه به پدې حالت کې شکر اوباڅی چې خدائے هغه ځناور نه دی پيداکړی ؟ اوخدائے ته دانه وه معلومه چي اوچت او زورور قومونه به په کمزورو ظلم کوی.(۱۶) ليکن د دې ټولو سوالونو زمونږ سره يوسيده ساده اوډيراسان جواب دادے چې زمونږ عملونه خراب دی.

هولباش هم دکريټس په تائيد دے.وائی اول جهالت او ويرې ديوتا جوړکړو.تخيل جوش وخروش او رياکارئ سمبال کړو .کمزورئ د هغه عبادت وکړو.کمزوری او عقيده د هغه ضمانت دے .رسم ورواج د هغه د احترام ذمواردی.ظلم واستبداد د دې خود ساخته جذباتو حمايت ځکه کوی چې د خلقو د ناپوهئ او وهم پرستئ نه فائده پورته کړی او خپل غرضونه ترلاسه کړی (۱۷)

، پلوشه ،

يوه توره شپه د غم کې يو بڅرے د رڼا           زرغون په ډيرانه کې ښائسته بوټے د لالا

د ويرې تور ځنګل کې يوه زرکه په خندا        يو څاڅکے داميد د نا اميدو په دنيا

رنګين د بوډۍ ټال د تورو شګو په صحرا      مستی ده که ځوانی ده که د لبردے که الله

والټروائی که خدائے موجود نه دے نو د هغه تخليق کول لازمی دی (۱۸) د خدائے د ذات منونکو د پخوانه دوه مختلفې لارې دی.، سريانی ، او اريايی.د سريانی تګ لارو خيال دے چې خدائے پاک د کائيناتو نه بره په اووم اسمان د پاسه په کرسۍ ناست دے او لکه د انسا نانو دکائينات د هر لوئ او وړوکی څيز تلل ورانول  اوجوړول کوی.لکه د جابرحاکم په خپل جاه و جلال په هرڅه اختيار او طاقت لری.چه کله اوڅنګه اوغواړی هم هغه شان کولے شی.يشوعء وائی !خدائے عظيم وګوره چې په خپلو ورغوو کې يې ټولې اوبه سمبال کړيدی داسمانونو ګردشونه يې متعين کړيدی.د زمکې خاورې پخپلو موټو کې اخلی .ډيری ، ډيرکۍ او غرونه د تلې په چاپړوکې تلی.اوګورئ ئقومونه د هغه په نيزدمشکو د اوبو د يوی قطرې په شان دی.اوګورئ هغه جزيره داسې اوچتوی لکه د باد بڼه (۱۹)عبدالقادرجيلانی وائی خدائے پاک د زمان و مکان او حيات د قيدونو نه خلاص دے (۲۰)دهغه په ژوند ، قوت او اختيار کې هره ورځ زياتوالے او ترقی شته ليکن کموت اوګډوډے نه .دهغه حکمونه او ارادې هره ورځ قوت ، اثر او پراخوالے حاصلوی ليکن کمزوری پکې نه وی. (۲۱)

دويمه تګ لاره اريا يی ده کوم چې خدائے پاک د کائنات په ذره ذره کې داسې پکار بوخت ګڼی لکه په رګونو کې وينه.نياز فتح پوری وائی د خدائے محبت هرسړے په غيږه کې نيولے دے.د هغه حسن د کائنات هرڅيزمحسورکړيدے.دهغه نغمو هرشے مبهوت کړيدے.هغه په ذره ذره کې خوردے.دکائنات په رګونو کې د ګرمې وينې شان زغلی.دعالم نور په زړه کې لکه د زړه درزيږی.هغه يومرکز د مرکزونودے چې هلته ماضی حال اومستقبل ټول تکميل ته رسی.خدائے اوس د انسان په جوړشوی معبد کې قيد کيدل نه غواړی بلکې په هغه معبد کې چې هغه پخپله جوړکړے دے اوهغه د انسان زړه دے.(۲۲) علامه اقبال ليکی حيات خداوندی د ټول کائنات سره اتصال لری.لکه واخله د روح اتصال دجسم سره.روح د جسم نه بهردے نه د ننه نه دجسم سره پيوست دے او نه ترې بيل دے بيا هم دجسم د هرې ذرې سره د ده اتصال يوحقيقت دے.(۲۳) د هندومت د تثليث د عقيدې مطابق د برهما کار صرف تخليق دے د کائنات هرشے اوهره هستی قائم ساتل د، وشنو ، کاردے.اود، شيو ،کارمرګ او تباهی ده.په اپنشد کې دی برهما خدائے  تعالی دے.چاچې ټول کائنات پيداکړيدے د خلقو په زړونو کې او په هرڅيزکې موجود دے.او دغه هستی د غمم ، خفګان اودرد وتکليف نه پاکه ده.نه هغه د بوډاتوب غم خوری نه د مرګ (۲۴) په عيسايت کې هم لکه د هندومت د تثليث ذکردے.او ښکاری چې دافکربه يې دهندومت نه خپل کړے وی.وړمبے ، الواحد ، دالله ،خير،عقل کل ، دحقيقت کمال انتها ،نوروحسن او د هغې سر چينه ده.دويم ،نفس ، دزړه اومزغووهغه قوتونه دی چې مجموعې ته يې قلب وائی.دريم ،روح، دا دنفس نه په رتبه کې کم دے خو د عالم موجودات خالق هم دے دے.افلاطونس وائی چې دا عالم د عالم روح نه هغه وخت ووځی چې کله روح په سردپاسه د نفس طرفته څيکول هير کړی.(۲۵)

په سوره اعلی کې د خدائے دا صفات بيان شويدی الذی خلق فسوی ، خدائے هغه ذات دے چې هرڅه يې هم اهنګ او معتدل پيدا کړلل.ثم سواه وو نفخ فيه من روحه وجعل لکم اسمع والابصاروالافءده.بيا يې پکې په مناسبت سره روح اوپوکو.هغه زړه او حواس ليدونکی او اوريدونکی پيدا کړل.د انسان په باره کې په سوره روم کې دی.فطرت الله التی فطرت الناس عليها:- الله په خپل فطرت د انسانانو فطرت وضع کړو.

د ځينو مفکرينوخيال دے.چې بعضې داسې کارونه شته چې خدائے په هغې د اختيارنه لرلو په وجه مجبوره وی.علامه اقبال وائی که زما مخکې دعمل اختيارولو ګڼې لارې پرانستې شوې وی نو خدائے پخپله هم زما د پاره فيصله ، احساس يا انتخاب نشی کولے (۲۶) اشرف مفتون وائی. . .

ښکاری کائنات کې مختار نشته ټول مجبور دی

خدائے هم دے مجبوره ما خدايۍ نه ويستے نشی

حمزه شينواری ليکی هيڅ څوک دا نشی وئيلے چې مخلوق ته د حق څه ضرورت وو.د دې د پاره يې پيدا کړو ځکه چې ضرورت نقص او نيمګړتيا ثابتوی.او هرتخليق د يوې نيمګړتيا د پوره کولو د پاره کيږی.د حق په علم کې هم دا خبره نشی راتلے چې څه مخلوق پيدا کول پکاردی.ځکه چې د هغه سره څه کمی نشته او نه د هغه په وجود کې د نيمګړتيا احتمال کيدے شی. هغه وړمبے خوهډو د مخلوق د پيدا کولواراده نشی کولے ځکه چې دا اراده د هغه وجودی نيمګړتيا ته اشاره کوی.اوفرض کړو که هغه اراده وه هم کړی نو کوم څيز چې پيدا کوی هغه به د ده څخه مود نه وی.ځکه چې د ده سره موجود وی نو بيا خو د هغه د پيدا کولو اراده هيڅ معنی نه لریی.يو څيز چې د هغه سره موجود دے نو د هغه پيدا کول څه معنی لری ؟ او که دهغه سره موجود نه وی نو څه رنګ به يې پيدا کړی

مخکې ليکی چې پدې سره خو بيا حق په هرڅيزقادر نه شو.نو مونږ هم دا وايو چې بې شکه ډيرې خبرې داسې شته چې حق په هغو قادر نه دے.خو پدې خبرو د حق په وجود کې نيمګړتيا نشی ثابيتيدے.يعنې خوراک ، ويده کيدل ، فنا کيدل وغيره د حق په وجود کې هيڅ امکان نه لری (۲۷) دلته مونږ د يوې نوې کشالې سره مخکيږو.يعنې چې مخلوق حق نه دے پيدا کړے.بلکې دا د مخکې نه د هغه سره وو.د دغې مخکې تعين هم دومره کيدے شی لکه د ماديت پسندو چې دا هرڅه پخپله پيدا شويدی او څوک جوړونکے يا پيدا کونکے يې نشته .ځکه که خائے مونږږ د دې هر څه خالق و ګڼوو نو د حمزه په نيز د خدائے په وجود او معلوماتو کې نيمګړتيا په ګوته کيږی.او حق (يعنې خدائے تعالی مکمل دے يعنې مونږ د ماديت پسندو رائې مستند ګڼو او که داسې وی نو بيا خو تخليق بې مقصده شو.خو قران وائی ان الله علی کل شیء قدير.يعنی الله په هر څيز قدرت لری.او د تخليق په باره کې روايت قدسی دے (کنت کنزا مخفيا فا جبت ان عرف فخلقت الخلق فی عرفونی.) زه پټه خزانه ووم دا مې و غوښته چې و پيژندے شم نو مخلوقات مې پيدا کړل او خلقو وپيژندم لکه محمد عربی فرمائيلی دی رايت ربی فی احسن صوره يی ما خپل خدائے په ښه صورت کې وليد. علامه اقبال وائی په سری تجربه کې لکه د نورو څيزونو خدائے هم زمونږ په پيږندګلو کې راتلے شی (۲۸)

نياز فتح پوری ليکی محمد عربی به هم د توحيد درس ورکوو ليکن د دې مقصد خدائے ته يو وئيل نه وو ځکه صرف چې دا عقيده د انسان د  فلاح او ترقۍ د پاره پوره نه ده.ليکن د دې نه مقصد درورۍ يو عامه جذ به پيدا کول وو ټول انسانيت په يوه اجتما عی رشته راغونډول وو.او په هغه وخت په اعلی او برتر کې ضم کيدل وو کوم چې واقعی په هره ذره کې پکار دے يوه داسې ښائسته فضا جوړوی چرته چې خدائے راغونډ شی انسان شی او انسان خورشی خدائے شی (۲۹)

د دې سره مونږ يو بل د حيرانۍ سيلاب په مخه کړی چې ايا په خدائے او انسان کې څه فرق دے او د دغه فرق رفع کولو سره انسان او خدائے يوکيدے شی او آيا مخکې دوی يو وو ؟

ګوش براواز:- (۱) م۷۲

فلسفه کيا هے:- (۲) م۱۳۷

داستان فلسفه  :- (۳) م۱۲۱ (۴) م۲۰۶ (۵)م۲۳۱ (۱۷) م۲۹۹ (۱۸) م۳۱۵

فلسفه عجم    :- (۶) م ۷۴ (۸) م۹۲

من و يزدان :-   (۷) م۲۳۴ (۹) م۲۱۷ (۱۰) م۲۱۹ (۱۱) م۲۲۴ (۱۲)                    م۶۸ (۱۳) م۲۱۶ (۱۴)م۳۲۱ (۱۵) م۳۷۸

(۱۶) م۴۵۲ (۲۲) م۵۰۲ (۲۹) م۳۶۶

فتوح الغيب  :- (۲۰) م۱۵۱ (۲۱) م۱۷۵

په مذهبی افکاروکې نوے تشکيل :- (۲۳)م۲۵۷ (۲۶) م۱۵۴ (۲۸) م۲۷

اديان و مذاهب کا تقابلی مطالعه :- (۲۴) م۹۸

تاريخ جماليا ت (جلد اول):-(۲۵) م۱۶۵