fbpx
سالار یوسفزی مقالې

روح ؛؛

روح :- دا هغه نا معلوم ، مبهم ،زړه راښکونکے او اهم څيز دے چې مختلفومفکرينوپرې لکه دعلم مختلفې رائې ورکړيدی .روح اومينه دواړه د موضوع علم د اندر پايۍ په پاټکو کې شميرلے کيږی.ليکن د دوی بعض کارونه او صفات لږ مختلف وو.د دې وجې د ځان له ځان له سرخط لاندې وڅيړل شو.ځکه چې يوخواه به موضوع نوې شی او د بلې خواه به په بحث او پيژند ګلوکې هم اسانی راشی.روح له چا د خدائے درجه ورکړيده ، يعنی روح مطلق، يا کلی روح ، د خدائے د نامې او يا صفاتو په ځائے استعمالوی.څوک يې ترديد کوی .څوک يې مادی ګڼی اوڅوک يې جمالی .او د دې وجې مونږ روح پدې دوه مختلفو مګر باهم متصل اجزاو دپيژندلوجوګه کيږو يعنې روح مطلق (خدائے ) او انفرادی روح (ژوند)او د روح مادی او جمالی تذکره.

کروچے د تخليق کائينات بادشاه (خدائے) له د روح نوم ورکوی او د اظهار طريقه کاريې دا په ګوته کوی چې د ټولو وړمبے روح خپل ځان په په جمالياتی پرغز(فن) کې ښکاره کوی.او په داسې کول هغه په يو وخت تخليق هم کوی او د خپل فنی تخليقاتو تماشه هم کوی (۱) د اپنشد فلسفې په رو سره يو داسې روح ضرور دے چې هغه کائينات ديوتاګان او تمام روحونه پيدا کړيدی.ټول روحونه د هغه پيدا کرده دی او په اخره کې به بيا د هغه سره يوځاے شی .د دې هستۍ نوم برهما کيښودے شو.او دغه شان برهما (خدائے) د کائينات د هر څيز خالق و ګر ځيدو (۲) مذهب متهرا والو روح انسانی د خداے جز ګڼی د نمر عبادت کوی د رڼا يوزبردست اظهار يې ګڼی او پدې بالواسطه عبادت کې د خدائے او روح اتحاد لټوی (۳)زرتشت وائې روح مخلوق دے نه چې د خدائے جز دے.په زمکه د شر خلاف په ميدان عمل کې په بری کيدو ابدی ژوند حاصلولے شیی (۴) ابن سينا وائی د روح تجديد او تعريف ګران دی (۵) ابن مسکويه وائی روح فی الحقيقت غير مادی دے.د روح غير مادی کيدل د ده د نه فنا کيدو تضمن دے ځکه چې فنا کيدل د مادې خصوصيت دے (۶) هيګل وائی روح د مادې بالکل ضد دے او يو خود کفيل حقيقت دے،ځکه که زه خود کفيل نه يم او متاز يم نو زما وجود به په بل څيز منحصر وی چې هغه شے به زه نه يم .زه به په هغه وخت کې په صحيح معنو کې اذاد يم چې کله زما وجود زما په ځان منحصر وی.د روح مرکز پخپله په روح کې پټ دے د دې يو والی وجود د ده نه بهر نه وی.د ده په خلاف ماده مرکب وی او د وحدت په تلاش کې وی (۷) برق جيلانی روح يو نور ګڼی خو ابيقورس وائی چې روح په لطيفو اجزاو مشتمل يو مادی وجود دے کوم چې په هر رګ کې دوينې سره ګډ شويدے

يو زما ملګری لکه د وجوديانو وئيل چې دا هر څه چې دی که په نظر راځی او کنه که ما دی دی او که غير مادی داټول روح دے ماوې هغه څنګه وئيل يې فرض کړه دا دوسپنې ټاټکے مونږ تجزيه کوو او داسې حد ته يې ورسو چې نور نه تجزيه کيږی دے به خپل اصلی حالت يعنې روح ته ورسی.ماتې تپوس وکړو چې دا ټاټکے مونږ واپس بيا جوړوو نو دغه تجزيه شوے روح به واپس متصل کوو؟ ايا روح تقسيميږی ؟ اوکه تقسيم نه قبلی نو بيا وصل هم نشی قبلولے ځکه چې يو شے تقسيميږی نه هغه يو ځائے کيدے هم نه شی.خو هغه وئيل ته يې واپس مه راغونډوه کنه.ما ورته هم په جذباتو کې او ويئل چې ماده روح نه دے بلکې روح مادی دے ځکه چې بقول ستا ماده تجزيه کوې تجزيه کوې او اخر داسې حالت ته ورسی چې نوره نه تجزيه کيږی نو دا به روح وی او چې بيا يې راغونډوې راغونډوې نو ماده به ترې جوړه شی ځکه مادی صفات هم دادی تجزيه کيږی هم او وصل هم قبلوی.

فطرت او انسان د روح مختلفې درجې او مظاهر دی.په فطرت کې هم روح وی ليکن غير شعوری وی.په هغه کې د خپل وجود شعور نه وی د دې په خلاف په انسان کې روح شعور پذيروی او هغه د شعور ذات په عمل کې مصروف وی.(۹) ملا ها دی وائی انسان د حيوان نه دروح په وجه يا ذريعه غوره دے.دا د نور مطلق يو عکس دے.او د نور مطلق په شان په مختلفو صورتونو کې ځان ښکاره کوی.روح غير زمانی او غير مادی دے.د دې وجی غير متغير دے.د خوب په حالت کې روح مثالی جسم استعمالوی.چې د طبعی جسم په شان کار کوی.د بيدارۍ په عالم کې د طبعی جسم نه کار اخلی او د دې نه دا په ډاګه کيږی چې روح پدې دواړو کې د يو محتاج هم نه دے.او دا دواړه  خپلې مرضۍ مطابق استعما لوی.او په تد ريجی کمال هغه خپل اصلی ځائے (نور مطلق) کې ځان ورکوی او د هميشه لپاره ازلی کيږی (۱۰) فرقه اسماعليه عقيده لری چې کله وحدت اولی ځان په عالمګير عقل کې بدل کړو او د دې بدلۍ نه يې عالمګير روح پيدا کړو.د دې روح د خپل اصل سره د يو شان والی د پاره د خوځښت ضرورت محسوس شو.او د خوځيدونکی جسم ضرورت پيداشو.د دې مقصد لپاره روح اسمانونه پيدا کړل چې د هغو د يو بل د امتزاج سره عالم مرئي په وجود کې راغے دا د کثرت او وحدت يو منظر دے چې روح د دې نه تيرشی او د خپل اصل طرفته واپس کيږی چې کله عالمګير روح خپل منزل مقصود ته ورسی نو عمل انهدام شروع شی.هغه ذرات دکومونه چې ظاهری څه هم په وجود کې راغلی دی ديو بل نه جدا کيږی (۱۱) يوم يکون الناس کالفراش المبثو ث ه و تکون الجبال کلهن المنفوش.اوله هغي وروستودنيکۍ زرات به حق طرفته او د بدۍ ذرات به باطل طرفته لاړشی.امام غزالی وائي روح حادث دے قديم نه دے.روح غير منقسم دے په واسطه د روح حيوانی مدبر بدن ، حافظ وترکيب بدن دے د مکان او جهت نه پاک نه په بدن کې داخل دے نه خارج.نه متصل دے نه منفصل او د بدن نه مخکې د روح په موجود کيدو استدلال نيول هم کمزوری ګڼی.روح ابدی او حادث ګڼی.روح د بدن (جسم) نه پيدا شوےدے چې کله په ژوانکه (نطفه) کې دروح قبلول استعداد پيدا شو نو روح پيدا شو.د بدنونو نه اول د روح وجود بطور کثرت باطل دے.ځکه چې د مختلف کيدو يې څه سبب نشته.کثرت تغير او اختلاف لری.بطوروحدت هم باطل دے ځکه چې د بدنونو وروستو د تمامو انسانانوروحونه يو کيدل يا ديوحقيقی نه کثرت کيدل باطل دی.چې د ونو او ګټو سره کوم روحونه معلق دی هغه ما نند ارواح ملائيکه بغير د واسطې په روح حيوان کې د خپل خپل خاص بدن سره متصرف دی ( ۱۲)  دلته مونږ پداسې ګډوډی کې اخته شو چې د وتو لارې ګودرې رانه هم ورکې شی يعنې روح حادث دے او ابدی دے.خو مونږ دا پيژنو چې کوم څيز حادث دے هغه به متغير وی اوغير ابدی به وی.بل د دې خبرې تصديق هم کيږی چې په ونو او ګټو کې هم روحونه دی.بعض روايات وائی چې په ګټو وغيره کې د وخت او حالاتوسره د ضرورت مطابق د هغوی نه د کار اخستو په غرض هغوی ته د څه وخت لپاره روح ورکړے کيږی لکه د موسیء په زبرګۍ شک وشو او په هغه دنامردۍ تور ولګيدو.کله چې هغه لامبل خپل زړوکی يې او ويستل او په يوه ګټه يې کيښودل په دغه وخت کې خدائے پاک ګټې له روح ورکړو.هغې د موسیء جامې راواغستې او را منډې يې کړې او موسیء ورپسې د خپلو جامو راغستلو په غرض وروستو منډې وهلې او تر هغې چې هغه د خلقو نظرونو ته را ورسيدو.خلقو د هغه مردی وليدله او دغه شان خدائے پاک د خپل نازولی لپاره د خلقو له ذړونو نه شکونه و ويستل.

شعور يا روح د غير ذی حيات مادې نه نه دی راوتلی بلکې په مظهر کې موجود وی.او هميشه موجود پاتې شوے دے.مستعار مونږ دا وئيلے شو چې هغه په ګټوو،اوبو او زمکه کې هم موجود وی ليکن ويده وی.په ونو او بوټو کې په دمه دمه ويخيږی تر دې چې په انسان کې هغه سترګې غړوی (۱۳) نياز فتح پوری ليکی د اوچتې درجی د حيوان ژوند ديوې ژوانکې نه شروع کيږی دا ژوانکه د نورو ژوانکو سره ملاويږی او بيا د دې نه نورې ژوانکې پيد کيږی تردې چې ديو خاص شکل زنځه سرے ترې جوړ شی.او د ده په تمام ژوند کې په کروړونو ، اربونو ژوانکې جوړيږی ورانيږی تر هغې چې د څه بيمارۍ يا څه پيښې په وجه دا ژوانکې بيکاره شی او ژوند ختم شی .که دا باو وکړے شی چې په هره ژوانکه يا خليه کې روح وی کله چې استقرار حمل کيږی د زنانه لخوا کم ازکم لس ذره ژوانکې او د نارينه لخواه د کار لپاره په ابونوژوانکې په خوځښت شی ليکن په دې کې صرف يوه يا دوه د ژوند باعث شی او نورې ضائع شی.که د ژوند هغه صورت تسليم کړے شی چې په دغه غير نتيجه خيز ژوانکو کې دے (يعنې په غير پيوند شوو ژوانکو کې) نو د داسې ژوند څه فائده او که روح د جسم نه جدا څيز اومنلے شی نو په بدن کې دغه روح کله ، څنګه ، ولې او دکوم ځائے نه راننوت؟ او د بدن نه د جداکيدو وروستو بيا چرته ځی؟ اوس په ساکن زړه کې (مړی) د بجلۍ يا نورو ذريعو په وجه خوځښت پيدا کولے شی او اکثر ژوند واپس راځی ايا روح د ژوند نه جدا څيز دے ؟ دې مړې ته روح چرته نيزدې ولاړ وو چې د ستنې يا نورو ذريعو په وجه په زړه کې د خوځښت پيدا کيدو سره واپس په  بدن کې واپس ورننوتو؟ او که داسې وی نو د طبعی ذريعو بغير ولې نه د ننه کيدو(۱۴) د خوشحال با با په نيز روح وجود دے او جسم يې قبا ده او روح غير فانی دے

تن دې په مثل د روح قبا ده             لکه اغوستې چې قبا تا ده

دا دواړه توکه فنا پذير دی              فنا يې نشته د روح بقا ده

مارکس وائي انسان هغه وخت انسان جوړيږی چې کله هغه د طاقت حکمرانی يعنې د فطری قوانينو نفی اوکړی او خپل تخليقی قوت په اختيار کې راولی کوم چې انسان د حيواناتو نه غوره کوی په انسان کې د ننه دا تخليقی قوت د ده روح دے.او د دې نوم خداے دے.چې په هر څيز کې د ننه د روح يا توان په طور موجود وی.هم پې وينا مارکس په ملامتی صوفياوو کې شميرلے شويدے.

بقا يې روح:- روح جوهر دے که عارض ؟ يعنې د ده جدا وجود شته يا دهغه کيفيت نوم دے چې د عناصرو د امتزاج نه پيدا کيږی.د نمونې په طور مونږ په اوبوکې ګوړه يا چينی حل کړو نو په اوبو کې د خوږو کيفيت پيدا شی ليکن خواږه څه جدا څيز نه دے که مونږداوبونه چينی يا ګوړه لرې کړو نو دا کيفيت به ختم شی.که پديکې څوک تپوس وکړی چې خواږه ترې چرته لاړل .جواب يې د دې نه سيوا څه کيدے شی.چي د ګوړې او او اوبو د بيلګلوت سره خواږه ختم شو او فنا شو لکه غنی خان وائی

خاوره به شی خاوره يو احساس او ياد به پاتې شی

ساز سرود به لاړشی خوشے تشے باد به پاتې شی

هم دغه صورت د روح دے که بعض مادی اجزا د يو بل سره يا د عناصرو د يو بل سره د امتزاج نه يو کيفيت پيدا کيږی چې د هغه نوم ژوند يا روح دے.چې کله هغه امتزاج پاتې نه شی دغه کيفيت هم فناکيږی (۱۵)وئيلے کيږی چې محض د ژوند وجود روح له ضروری نه دے او نه مونږوئيلے شو چې کوم څيز مونږ دجسم انسانی د ژوند په څير ګڼو د هغه دويم نوم روح دے ځکه چې د نورو ژوندو مخلوقاتو او انسان ترمينځ هم دغه ښکاره فرق دے چې په انسان کې روح خودی ده او په نورو کې نه.په ونه کې ژوند شته خو روح نه په ځناورو کې ژوند شته خو روح نه.دا صحيح ده چې د ژوند شروع د يوخاص وخت نه کيږی.د دې وجې د ده انتها هم پکارده .ليکن د انسان حافظه اوادراک دنفس مړکيدو وروستو هم قائم وی.هم دغه روح دے.نياز فتح پوری جواب ورکوی .زه نشم وئيلے چې دا دعوی تر څه حده ټهيک ده په انسان کې روح وجود تسليمول او نور مخلوقات د دې نه محروم کول بې دليله خبره ده په نورو ځناورو کې هم حافظه او ادراک موجود وی.آس ، سپے ، او پيشو وغيره د کلونو وروستو د خپل مالک سره اشنا کيدل د دې خبرې کلک دليل دے او پوخ ثبوت دے چې په دوی کې قوت حافظه هم وی او ادراک هم.او که ومنلے هم شی نو انسان ته د خپل پيدائش اوماشوم توب خبرې ولې نه وی يادې يا په زوړوالی کې د خپلې ځوانۍ ډيرې خبرې ولې هيرې کړی (۱۶)

الاشراق د ابن سينا تقليد کوی او رائې ورکوی چې انفرادی پلوشې (تخيلات) د مجرد نور د اکايانوپه هيڅ د ښکاره کيدونه مخکې موجود نه وی (۱۷) خيال پرست وائی چې د انسان تخليقی قوټ له د خداے نوم نشی ورکړے کيدے ځکه چې د مادې پيداکونکے د مادې نه مخکې موجود وو.ځکه چې د هر څيز يو جوړونکے وی او د دې کائينات جوړونکے خداے دے او لکه چې دوی هم روح مادی ګنی.

تاريخ جماليات (دويم ټوک):- (۱) م۴۰۰

اديان و مذاهب کا تقابلی مطالعه :- (۲) م۹۸

فلسفه عجم :- (۴) م۱۲ (۵) م۴۹ (۶) م۴۶ (۱۰) م۱۷۶ (۱۱) م۲۴۹ (۱۷) م۱۲۶

موسی سے مارکس تک :- (۷) م۲۵۶ (۹)م۲۵۸

روح حقيقت انسانی :- (۱۲)

فلسفه کيا هے :-  (۱۳) م ۸۵

من و يزدان:- (۱۴) م۳۶۸ (۱۶) م۲۹۷ م.