fbpx
شریف شیرانی مقالې

پښتو مجله

لیکوال شریف شېرانی

“پښتو” مجله په جنوبي پښتونخوا کښې لومړۍ د پښتو ژبې مجله ګڼل کیږي. دا مجله په کال 1953/54 کښې، له کوټې ښار څخه، د سایي کمال خان شېراني په مدیرۍ او د ډاکټر خدایداد په لاس، د یوه کال تر مودې خپرېدله او بیا د هغه وخت د حکومت لخوا بندیز ورباندې ولګېد.

پر 21م فروري کال 1952 کښې د بنګال (پخوانی ختیځ پاکستان) زدکونکیو په ډهاکه پوهنتون کښې د خپلې بنګالۍ ژبې د دوتري او دولتي ژبې ګرځولو په غوښتنه یو احتجاجي لاریون کولی، چې د هغه وخت د پاکستان حکومت ورباندې ډزې وکړې او څلور تنه زدکونکي یې ووژل. همدغه لامل وو چې په پاکستان کښې مېشتو نورو قامونو ته یې هم د خپلو ژبو د ژغورنې احساس ورکړ. غالب ګمان دی چې تر همدې احساس لاندې سایي کمال خان شېراني او د هغه ملګري ډاکټر خدایداد هم په خپل سر د پښتو مجلې په خپرولو لاس پورې کړی وي، او له هیڅ دولتي مرستې پرته یې د خپلې ژبې د خذمت کار پر خپلو اوږو واخیست.

دا مجله چې قلمي نسخه یې د سایي کمال دین شېراني زوی ډاکټر قطب شېراني روغه ساتلې وه، د میرویس مندوخېل او امان الله خروټي په زیار په کال 2018 کښې په کتابي او دستاوېزي بڼه چاپ سوه. د میرویس مندوخېل او امان الله خروټي دغه زیار ځکه هم ډېر د ستاینې وړ دی چې که یوې خوا ته دوی دغه مجله تر عام لوستونکي ورسوله، نو بلې خوا ته یې په هماغه اصلي بڼه د سکېن scan په شکل تر موږه راورسوله چې ګوندې اصلي شکل یې مسخ نسي او د خپل عصر د لیکلي تاریخ څرک یې هم پر ځای پاتې سي.

د مجلې په لومړۍ ګڼه کښې، چې د بېټ نیکه په دعا “لویه خدایه” پیلیږي، د “حال احوال” په نامه اداریه، د عبدلحی حبیبي له پښتانه شعرا کتاب څخه یو ماخذ، د خان شهید پر هلو ځلو د ډاکټر خدایداد یو لیک، د “زردشت وینا” په نامه د نتشې یو ژباړه او نور ګڼ شمېر نظمونه او نثري لیکنې چاپ سوې دي. د یاد وړ خبره دا چې له لومړۍ ګڼې واخله بیا پر مخ، په دې مجله کښې د بلوڅو لیکوالانو، لکه مېر عبدالله جان جمالدیني او نورو، یو شمېر پښتو لیکنې چاپ سوې دی. د “پښتو ادب” تر سرلیک لاندې په یو لیکنه کښې جمالدیني د پښتو ادب جاج په دومره دقت سره اخیستی دی، چې نن هم یو پښتون لوستونکی ډېر څه ځنې اخذ کولی سي.

په دویمه ګڼه کښې اداریه د “خبرې اترې” تر سرلیک لاندې خپره سوې ده. دا ځکه چې په همدې ګڼه کښې د خان شهید له زندان څخه رالېږل سوی یو لیک هم خپور دی، او په دې لیک کښې هغه د نورې املا تر څنګ د “حال احوال” پر سرلیک هم اعتراض کړی دی. خان شهید چې هغه وخت یې هم پرلپسې شپږ کاله زندان خوړلی او لا په زندان کښې وي، د خپل یو اوږده لیک په ترڅ کښې یې د سوچه پښتو ژبې کارولو غوښتنه کړې ده. د خان شهید دغه لیک د پښتو ژبې د سوچه کارولو په لړ کښې نن هم هغومره د اهمیت وړ دی څومره چې په اګست 1953م کال کښې وو. د دویمې ګڼې په پای کښې یې د لوستونکیو رالېږل سوي نشري لیکونه هم خپاره کړي دي، چې پکښې له جنوبي پښتونخوا، پېښور او افغانستان څخه لیکونه/خطونه راغلي دي. په دې لیکونو کښې د ښاغلی عبدالحی حبیبي علمي لیک د یو نشري لیک تر څنګ یو علمي مقاله هم بللی سو.

د مجلې په لومړۍ برخه کښې لا د مېرمنو و لیکلو ته پام سوی دی. په لومړۍ ګڼه کښې د “مېرمن خورکۍ” په نامه، د “امیري او غریبي” تر سرلیک لاندې یو نظم خپور سوی دی. په دویمه ګڼه کښې د “مېرمن حضرته رڼا” په نامه، د “توره تیاره” تر سرلیک لاندې یوه نثري لیکنه خپره سوې ده. د دې تر څنګ په دویمه ګڼه کښې د “مېرمن تورپېکۍ” تر سرلیک لاندې، پر یوې کندهارۍ ملالې، د عبدلروف بېنوا لیکنه دا څرګندوي چې د مېرمنو په اړوند لا لومړی پام نیول سوی وو.

په درېیمه ګڼه کښې د “خبرې اترې” تر سر لیک لاندې د اداریې خپرولو پر ځای راغلي نشري لیکونه خپاره سوي دي. په دې لیکونو کښې ساغر افریدي د مجلې و املایي ستونزو ته اشاره کړې ده، لکه څنګه چې په تېره ګڼه کښې ورته خان شهید او عبدالحی حبیبي هم ګوته نیولې وه. خو په مجله کښې اکثریت لیکنې د لیکوالانو په کتابت لیکل سوې دی ځکه چې سمیه ایز تاثیر هم پکښې دی او خطي فونټ یې هم بېل بېل ښکاري. یعني مدیر دلته پام نیولی چې د چا املا مسخ نه کړي، ولې چې هغه وخت د املا یو کره او منلي شکل شتون هم نه درلود.

په درېیمه ګڼه کښې د عبدالروف بېنوا لخوا د “مېرمن زینبه” لیکنه او د “شپېتو بړېڅو” کیسه هم له ملی هندارې څخه دلته رانقل سوې ده. همداسې د کاظم خان شیدا او قلندر د یوه یوه شعر تر څنګ پکښې د جګر افریدي نظم او رسول رسا سندره هم خپاره سوي دي. په دې ګڼه کښې اکثریت برخه اشعار دي.

څلورمه ګڼه (اکتوبر، نومبر 1953) د حجم له پلوه یوه ضخیمه (80مخه) ګڼه ده. په دې ګڼه کښې په لومړي سر کښې د عبدالحی حبیبي او جعفر اڅکزي لخوا علمي او ادبي مقالې خپرې سوې دی. همداسې د عبدلخالق تارڼ، چې په ټوله مجله کښې د یو مستقل لیکوال غوندې پاتې سوی، نظم “د ایران د نازک احساس ښرا” په نامه خپور سوی دی. په دې کښې دا نننی لنډغر توری په “لنډهر” یاد سوی دی. که یوې خوا ته اجمل خټک پکښې د “زیرو بم” په نامه شعر لیکلی دی نو بلې خوا ته خدایداد په بلوڅ شاعر عبدلواحد ازاد جمالدیني پر ژوند لیکنه او د هغه د بلوڅي شعرونو منظومه پښتو ژباړه هم تر سترګو کیږي.

په یاده ګڼه کښې د کلاسیک شاعرانو؛ دولت لواڼي، رحمان بابا، خوشحال خان خټک، حمید ماشوخېل او کاظم خان شیدا انتخاب اشعار هم لیدلی سو. د ښاغلي امیر محمد ساغر افریدي افسانه د “وراه” تر سرلیک لاندې خپره سوې ده. دا افسانه شاید چې په نننۍ دوره کښې یې لیکل هم د افتخار وړ وي. په هر تول پوره دغه افسانه و یو دردونکي کلایمکس ته رسیږي او په لومړي ځل د خپلې ښځې له مړینې وروستو یو کریکټر، د خپل ماشوم زوی د پالنې لپاره، د خپلې خواښې په غوښتنه، له خپلې خوښینې سره له واده څخه انکار کوي او د دې انکار برخلیک هغه و یو ستر بشري او روحي زیان ته مخامخ کوي. په همدې ګڼه کښې د “نیمګړی… نیمه خوا” تر سرلیک لاندې قلندر د یو خواري کښ یو دردونکې نثري انشاېیه لیکلې او ورسره محمد عمر معروف افغان د “خټکي ژړا” له فارسۍ ژبې څخه راژباړلې ده.

پینځمه ګڼه په دسمبر 1953 کښې، په خپلو “خبرو اترو” کښې د اجمل خټک و عدالت ته د وړاندې کولو او د ولي خان له عدالت څخه د بري کېدلو خبر ورکوي. شاید چې دغه لومړی ځل وي، مجلې په ښکاره خپل سیاسي هدف څرګند کړی وي. تر دې لمخه مجلې یوازې ادبي نوښت راوړی وي خو دلته یې د سیاست بربنډ اظهار هم کړی دی. که څه هم په مجموعي توګه مجلې پر ادبي لیکنو زور ورکړی دی خو د سیاسي اهدافو څرک هم له ورایه پکښې معلومیږي. د پښتني ټولنې دود، رویو، عنعناتو او نورو بنسټونو ته هماغه وخت په تنقیدي نظر کتل سوي دي او هم یې له سیاسي پلوه د روښانه کولو هڅه سوې ده.

په پینځمه ګڼه کښې د عبدالصمد خان اڅکزي خان شهید یو لیک د “په پښتو کې د پردیو ژبو توري” په سرلیک خپور سوی دی. خان شهید چې مجلې ته څومره هم لیکونه رالېږلي، هغه یې په خپل “صمد خاني” لیک دود کښې لیکلي دي. په دې لیک کښې یې هم هغه د سوچه املا او انشا په کارولو زور ورکړی او هم یې هغه اصول په لومړي ځل وضع کړي کوم چې له پردیو ژبو څخه دي د نویونو، اصطلاحاتو او پوروړي تورویو اخیستلو فارمولا باید څه ډول وي. همدا د خان شهید فارمولا ده چې د پښتو ژبې نننی د نویونو او مستعارو توریو اساس پر ولاړ دی. په دې ګڼه کښې د عبدلرحیم مندوخېل لیک د “جدید مهذب انسان” په سرلیک خپور سوی دی. په دې لیک کښې هغه په فکاهیه انداز د بشر پر جدید هویت طنز کړی دی او په درې بېلا بېلو بېلګو یې د نوي عصر بشر بیان کړی دی. په دې ګڼه کښې ډاکټر خدایداد پر باچا خان هم یو لیک کړی دی.

د دسمبر 1953 په پینځمه ګڼه کښې و مجلې ته په خپل یو لیک کښې نومیالی شاعر ایوب صابر د خپل لومړي غزل د خپرولو غوښتنه کوي او مجله په همدغه ګڼه کښې د نومیالي شاعر ایوب صابر د ژوند لومړۍ غزل خپروي. د دې غزلې مطلع او مقطع څه داسې دي:

اوښکو ډک دي ټول چشمان
فریادي دی هر انسان

دا دي څه اووې صابره
دا غزل دی د کوم شان

په همدې ګڼه کښې د ساغر افریدي لیکنه “د پښتو نن او پرون” او د عبدالحی حبیبي لیکنه “زموږ ادبي ژوندون” دواړو کښې ډېرو علمي ټکو او د هغه وخت عصري غوښتنو ته پام نیولی سوی دی. ورسره د سکندر خان خټک د دیوان د چاپېدلو اشتهار هم پکښې دی.

د مجلې شپږمه (جنوری فروري 1954) ګڼه د باچا خان په یو قول، د پښتنو مشرانو د له زندان څخه د راوتلو په خبر او د خان شهید په قول پیلیږي. دغه ګڼه په سر کښې د یو پردېس پښینګي (د پښین سیمې اوسېدونکي) یو نشري لیک د “د بلوچستان پښتانه، پښتو او پښتنواله” په نامه خپروي. دغه لیک که څه هم عمومي خبره کوي مګر متن یې له خورا ډېرو معلومات ډک دی. په دې کښې یو ځای متل راغلی چې، “لوخې د قام ښه نه غوښته، سر یې په دریاب کښې وچ سو” او بل ځای د پخواني سرحد (ننني خیبر) ایالت لپاره د “دروهـ” ټکی هم ډېر ځله او د یو عادي ټکي غوندې راوړل سوی دی.

په همدې ګڼه کښې د مفلس دراني، چې د په یو لیک کښې خپل اصلي نوم شمس دین ښودلی دی، درې غزلې لري. د مفلس دراني یوه افسانه د “ډمه” په نوم په همدې نامه خپره سوې ده. مفلس دراني هم د عبدالخالق تارڼ او جعفر اڅکزي غوندې په دې مجلې کښې ډېر څه لیکلي دي.

د مجلې اوومه (مارچ، اپریل 1954) ګڼه هم د باچا خان، د پاکستان د سرکار په لویه جرګه کښې، د 20م مارچ 1954م له وینا څخه پیل کوي. مراد شینواری د “عجب خان” په نامه د 1923 یو پېښه د افسانې په شکل کښې لیکي. په دې ګڼه کښې همېش ګل همېش د پانسۍ په نامه یو لیکنه کوي، دغه لیکنه د یوې رښتینې کیسې یو افسانوي شکل دی. په دې ګڼه کښې د پښتو فولکلوري وړې کیسۍ هم خپرې سوې دي؛ لکه یتیم هلک، زمری او پیشو او داسې نور. په دې ګڼه کښې هم د خان شهید یو ډېره تفصیلي، علمي، تاریخي او روښانه لیکنه د “پښتو یا پښتونولۍ” تر سر لیک لاندې خپره سوې ده. په دې لیکنه کښې هغه د ږوب په سیمه کښې د مشرانو او د جرګې د اهمیت په هکله ښه په تفصیل سره لیکلي دي. د مجلې ادارې په کراچۍ کښې د باچا خان په ویاړ د جنوبي پښتونخوا د پښتنو د یوې غونډې بېخي لنډ راپور د “هرکلی” په نامه خپور کړی دی. همداسې په دې ګڼه کښې په متنوع موضوعاتو نورې لیکنې هم سته.

اتمه ګڼه (مۍ 1954) د یو پښتون سکهـ تیرت سنګهـ په لیکنه “پښتون” پیل کیږي. د ښاغلي مراد شینواري نظم “تاتره”، د فضل رحیم ساقي نظم “یار مي لما د پښتونخوا د باغ ګلونه غواړي” او د دروېش ایاز ټپې چې دغه ټپه هم پکښې ده،

زما سلام پر هغه کس دی
چې په ټولۍ د باچا خان کښې شامل وینه،

پر لومړیو مخونو لیدل کیږي. په دې ګڼه کښې که یوې خوا ته د کمال دین کمال اشعار برېښي نو بلې خوا ته د صدیق الله رښتین د پښتو فولکلوري کیسې هم ځلیږي.

په دې اوومه ګڼه کښې د هوسین کوثر لیکنه، چې د ده په وینا، ده تر یو د تصنیف لاندې کتاب څخه را اخیستې، د “پښتو د سوردو (مصدرونو) اګاونامه (تاریخ)” په نامه یو لیکنه هم سته. دا دومره قوي او مدلله لیکنه ده چې نه یې هم په موږ د یوې تندې غوندې احساسولی سو. د هوسېن کوثر دغه لیکنه چې له ژمنې سره سم یې په راتلونکې ګڼه کښې هم یو برخه خپره سوې ده، د یوې سترې علمي تشنګۍ احساس یې اوبخور کړی دی. ورسره د پښتو او پښتونولۍ لیکنې دویمه برخه په همدې ګڼه کښې خپره سوې ده.

په اتمه (جون 1954) ګڼه کښې، د عبدالروف بېنوا د “غنمو وږی” په منظومه کښې د احمد شاه بابا د انتخاب د لوی کندهار د تاریخي جلوس احوال بیان سوی دی او د دې ګڼې په لومړیو پاڼو کښې یې لوستلی سو. د خلیل جبران د “لېونی او شپه” د مکالمې غوندې په تاثر کښې د “زه او شپه” تر سرلیک لاندې د جعفر اڅکزي د اسارت د شپو یوه مکالمه دلته په دې اتمه او اوسترۍ ګڼه کښې هم لیدلی سو.

د دې ګڼې پر 21م او 22م مخ د ساغر افریدي او جګر افریدي غزلې برېښي او ورپسې د مصري خان خاطر افریدي او عبدالقیوم مسکین افریدي د غزلو ځلا هم د دې ګڼې په برخه ده. په دې ګڼه کښې د ابولکلام ازاد له “قول فیصل” کتاب څخه د یوې برخې ژباړه هم خپره سوې ده او په پای کښې د ولي اهد بېګمې تر لیکنه “پښتنو خوندو، وروڼو!” لمخه د هوسېن کوثر د تېرې ګڼې د لیکنې دویمه برخه هم خپره سوې ده. له دې سره تر یو کلنۍ مودې پورې چلېدونکې دغه مجله پر اتمه ګڼه دلته له حکومتي بندیز سره مخامخ کیږي.

پښتو مجله د خپل عصر او سیمې یو تاریخي ادبي او سیاسي حرکت بللی سو. ښاغلی عبدالحی حبیبي و مجلې ته په خپل نشري لیک، نېټه 15 جولایي 1953، کښې لیکي، “په بلوچستان کې دغه لومړی ادبي حرکت دی، د پښتو د روزلو لپاره، او زه امید کوم چې دغه مبارک اقدام به د پښتنو زلمو ادبي ذوق زیات کړي او د دوی قلمونه به د خپلې ژبې په لیکلو کې پاخه کاندي…”

و دویمې ګڼې ته له پېښور څخه د حبیب رحمان نومي سړي له یو نشري لیک څخه څرګندیږي چې پښتو مجله له پېښور څخه د خپرېدونکې “اسلم” مجلې د بندېدلو وروستو په لنډ وخت کښې اجرا سوې ده. همداسې د “پښتو” مجلې په یو کال دورانیه کښې بله پښتو مجله په لر او بر وطن کښې اثار نه لري.

په مجله کښې که څه هم املایي نیمګړتیاوې یا ځینې ټکيو پکښې وار په وار املا بدله کړې خو د ښکلا او احترام یو ټکی به یې شاید چې د نن ورځې په نشریاتو کښې هم و نه موندل سي؛ هغه دا چې د هر لیکوال له نامه سره یې د ښاغلي توری اضافه کړی دی.

د مېرمنو لیکنې او پر مېرمنو لیکنې دواړه د دې مجلې برخه پاتې سوې دي. دې مجلې د لر او بر وطن ټولو لیکوالانو ته د لیکلو یو برابر امکان پرېیښی وو. دې مجلې د یو شمېر داسې لیکوالانو نومونه موږ ته پرېیښي چې خلکو له یاده ایستلي وي؛ لکه عبدالخالق تارڼ، مفلس درانی، جګر افریدی، عصمت الله اڅکزی، هوسین کوثر، دروېش ایاز، جعفر اڅکزی او داسې نور… د دې تر څنګ خان شهید، عبدالحی حبیبي، عبدالروف بېنوا او نورو هم په مستقل توګه په دې مجله کښې لیکل کړي دي.

دې مجلې چې په جنوبي پښتونخوا کښې د ادبي حرکت کوم بنسټ ایښی وو، هغه نن هم د یو شمېر سیاسي او ادبي پوهانو په کړنو کښې له ورایه څرګندیږي. دې مجلې په خپل بطن کښې بېلا بېلو مترقي، طبقاتي او قامي مفکورو ته ځای ورکړی وو. دې مجلې و موږ ته د بنګالیو د ژبې د تحریک تسلسل په داسې وخت کښې رارسولی چې کله “اسلم” او “افغان” مجلې تړل سوې وې. دې مجلې د کلاسیکو شاعرانو کلامونه، د ځینو کتابونو ماخذونه، غاړې او ټپې هم پر خپله لمن سینګار کړي وو. دې مجلې د خپل وخت تاریخ سمبال ساتلی دی چې نن هم لوستلو ارزي.