fbpx
سیمه او افغانستان

طالبان سیاسي فاحشې  دي

لیکوال افغان جرګه

راپورونه دي چې وايي طالبان به راتلونکې اونۍ په اسلام اباد کې له پاکستاني وزیراعظم سره وګوري او د دواړو هېوادونو په اړیکو، په افغانستان کې د سولې په خبرو، په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو او سوداګرو د ستونزو په حل به ورسره خبرې وکړي. د خندا وړ دا ده چې اول طالب څوک دی چې د افغانانو په استازولۍ له پاکستان سره خبرې کوي؟ دوهم: پاکستان څرنګه طالبانو سره د افغانستان په اړیکو او نور اړوندو مسایلو خبرې کوي؟ ایا له سیاسي فاحشو طالبان او د سپین  بادار تور مريي پاکستان څخه هېر دي چې طالبان لاتراوسه په نړېوال تور لېسټ کې دي نو بیا دوي څرنګه په اسلام اباد کې د افغانستان په مسایلو سره راغونډېږي؟؟؟

طالبان دې نه هېروي چې په دې کار سره نه یوازی دا چې دوي د سولې خبرو ته زیان ور ورسولو بلکه دا يي ثابته کړه چې دوي سیاسي فاحشې دي او هرکله چې يي پاکستان وغواړي د افغانستان پرضد يي استعمالولی شي. افغان حکومت دې مخکې تر دی چې امریکا او پاکستان طالبان نور هم مطرح او د یو سیاسي ځواک په حیث د دوي نمایش ته دوام ورکړي باید د قطر دفتر بند او له ټولو هغو خبرو سره پرېکون اعلان کړي چې په کې افغان حکومت حضور ونه لري.

Leave a Comment