fbpx
ساهو برلاس سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا مقالې

ښه به نه وي چې يو څه واړه واړه کارونه وکړو؟

لیکوال ساهو برلاس

انسان:

 چا ورته په غوږ کښې ويلي وو چې کائنات هم بس دومره دې چيرته چې ته اوسيږې. دا کائنات ستاسو لپاره جوړ کړل شوې دې. او ددې پس به درته بله دنيا جوړه کړل شي چې هغه به تر دې دنيا هم ښائسته وي. انسان چې به کله د شپې آسمان ته وکتل نو روښانه ستوري، رڼا سپوږمئ به هم ده ته په کاته وو. ځان يې د کائنات مرکز ګڼلو. بيا په دې وياړ کښې دومره بې وياړه شو چې د ماښام په ډوډئ پوري به حيران وو او ګمان يې د کائنات د باچهي وو. بيا کپرنيکس او ګليلو مزکي ته راوست. ويلې ټول کائنات خو څه، لمر هم د مزکي نه دې، مزکه د لمر ده. 

انسان:

 بری و نه موند.  د خيالي جنت کيسه زوروره وه او څه کيسه کونکي زورور وو.

انسان:

 د يو خيالي جنت په ګمان کښې وو. له يوه خيالي جنت څخه راغلې وو، يوه خيالي جنت ته يې مخه وه. د دنيا کارونه ټول وران وو. د چرچ کار په مخ روان وو. بيا ډارون راغلئ. ويلې ته هيڅ هم نه يې خو هم داسي لکه بيزو. خو يو د شعور ارتقا دي کړې ده.

انسان:

 له آسمان څخه مزکي ته راغلئ. د دنيا کارونه يې پئيل کړل. د دنيا کارونه په مخ روان شول، د چرچ کارونه وران شول.

 انسان:

 د شعور په قوت وياړ کولو. د شعور و کارونو ته ګوته په غاښ وو. بيا يې نه منل چې دا د ارتقا برخه کېدې شي. دا خو آسماني برخه ده چې د انسان په برخه شو. يونيورسټئ وداني شوې. ډګرئ د لاس د کار او هنر نه ښه شولې. کتابونه شول، او بې ځايه بحث او فلسفې. د نيستئ په فلسفې کتابونه وليکل شول. بيا مارکس راغلئ. ويلې ستاسو شعور خو ستاسو د اقتصادي، ټولنيز حالاتو او پيداواري قواوو موتاز دې. لا انسان له دې ګذاره پورته شوې نه وو چې فرائډ ورباندي وار وکړ چې شعور خو د لاشعور سمندر ته څاه ده. په انسان خو لاشعور غالب دې. شعور خو بس د لاشعور غوښتنو ته ټولنيزه منل شوې بڼه ورکوي.

انسان:

 خپل ورځيني حالت ته چمتو شو. د دانش خورور له دانش څخه خلاص شو. انساني ټولني يو بل ټوپ وکړ. پر مخ روانه شوه.

 افغان:

 د ايشيا د رهبری په فکرونو کښې ډوب وو. د مهدي آخر زمان په انتظار وو چې لښکري به راځي او دې به په نړئ اسلام غالب کړي. چې يې سترګي پرانيستې، تور پنجاب د کابل په سينه ناست وو. د جمات …. د اميرالمومنين سندري ورته ويلې. د ده عزتونه، وياړونه او عنعنات د لاهور او کراچي په بازارونو کښې ليلامېدل. دا پنجابی خو ده په سيالئ کي هم نه شمېرلئ.

افغان:

 به مزکي ته کله راځي؟ خپل ورځيني کارونه به کله سر ته رسوي؟ د خپل وطن وداني ته به کله چمتو شي؟ د پنجاب عرب او غرب له غلامي به کله ځان خلاسوي؟