انسانان اوس هم د جبلت پيروي کوي. اوس ئې هم يره په زړه کي وي چي هسي نه شتمنۍ ئې ختمي شي او دې له لوږي مړ شي. دا د يري جبلت انسان په دې مجبوره کړي چي له نورو انسانانو څخه د هغه د برخي شتمنۍ ولوټي. که دا لوټل هم بس دومره وي چي ځان له مرګه و ژغوري نو بيا د لوټلو ورته ضرورت نشته. پخوا ئې ضرورت ځکه وو چي انساني ټولني دومره پر مختګ نه وو کړې. اوس خو د سائنسي ايجاد او دريافت له کبله، انسان په دې برلاسې دې چي د ټولو انسانانو روزنه ښه او په هوسا توګه وکړي اما په انساني ټولنه کي داسي شوم فطرته خلګ پيدا شي چي د ضرورت پوره کولو لپاره نه، د عيش پرستي او هوس پوره کولو لپاره شوکماري کوي. دا هوس بيا هيڅ يوه پوله نه مني. لوټل او زيرمه کول ئې مشغولا شي. هم دې ته استحصالي طبقه وائي چي هر څه ځان له جمع کول غواړي.
په انسان او په حيوان کي دلته دا فرق راشي چي انسان دا لوټل د راروانو پيړئيو د عيش لپاره کوي او حيوان ئې د ضرورت له کبله. دلته حيوان له استحصالي طبقه څخه په شرف کي زيات شي
.
اوس چي دا ومنل شي چي حيوان له استحصال کونکو څخه په شرف کي زيات دې نو د استحصال کونکو څخه د زړه سوي هيله ساتل به بې عقلي وي. دوئ به خپلي شوکماري او لوټمار ته ادامه ورکوي تر څو چي د مزکي په مخ يواځي دوئ پاته شي خو د فطرت و ځان ته خپل قوانين دي. د چا چي استحصال کيږي هغه هم د مرګ يره واخلي چي د يو څو خلګو د استحصال او عيش خوښونکي جبلت له کبله د دوئ بقا ته ګواښونه پېښ دي.
ده مستعمرو، استحصال کيدونکو دا احساس يوه نوې شخړه منځ ته راوړي چي د استحصال کونکو او د استحصال کيدونکو تر منځ وي او دواړه د خپلي بقا جنګ کوي. انساني تاريخ هم بس د دې جګړي/مبارزې تاريخ دې. په دې مبارزه کي به ارومرو استحصال کونکي ماته مني لا به په زور ورباندي منل کيږي.
داسي هم خلګ شته چي دا ئې هيله وي چي استحصال کونکي به په ښه اخلاق تر اغيز لاندي راوړي، نصيحتونه به ورته وکړي، د استحصال کېدونکو بده ورځ به ورته ښکاره کړي او داسي به استحصال کونکي زړه پرې وسوځيږي او له خپل استحصال څخه به لاس واخلي. دا داسي مفکوره ده لکه کيشنی (کوچنی) چي خلګ له “بو” او داسي نورور خيالي پيکرونو څخه يروي خو استحصال کونکي کيشنيان نه دي. دوئ به کله هم په خپله خوښه له خپلي عياشي — چي د خلګو پر استحصال ادامه کوي — څخه لاس وانخلي.
په دې مبارزه کي، په دې جنګ که به د ويني ضرورت وي. زور به ورسره کيږي. د خلګو حق به په زور له دوئ څخه تروړل کيږي خو بې عقلي به وي که دا مبارزه يواځې د وينو توئيدو له لاري وشي. دا هر اړخيزه مبارزه ده. د خواري کشو، ځپل شوو زړونه ګټل دي. دوئ د استحصال کونکو په عزائم خبرول دي. دوئ ته په خپلو موټو باور ور کول دې. دوئ ستړي مبارزي ته منظم کول دي.
په دې ټوله مبارزه کي تر ټولو خطرناک، اغيزناک او فيصله کن رول د مذهب پلورونکو وي. دوئ د استحصال کونکو مرسته په دوه ډوله کوي. يو دا چي د هغو استحصال ته د خدائي وېش نوم ورکوي او د يو فرضي کتاب خبري پئيل کړي چي دا هر څه په يو کتاب کي له ازل څخه ليک دي. انسان ته پکار ده چي د خپلي برخي په رزق قانع شي او د ډېر رزق په تکل کي دي نه اوسي. او د خدای له خوا جوړ شوې دا وېش (تقسيم) يعني موجوده نظام دي څوک نه چيلنج کوي او که څوک ئې چيلنج کړي هغه دوزخي او د خدای په انصاف يقين نه لرونکې دې.
بل هغه خلګو ته چي استحصال ئې کيږي د يوې بلي دنيا سندري وائي ــ چي خوارانو ته، غريبانو ته په يوه بل جهان کي لوئيه برخه ده. دا دنيا په تېريدو ده. څو ورځي ژوند دې، پکار ده چي موږ د ابدي ژوند فکر وکړو (خو د دوئ د بادارانو او د دوئ خپل عمل د دې تبليغاتو سره ښکاره په ضد وي)
دا دواړه خبري د استحصال کيدونکو لپاره ډيري خطرناکي او د استحصال کونکو لپاره له ګټو ډکي وي ځکه ئې استحصال کونکي نازوي. کله ئې بې له واسطې او کله په واسطه په باچهي کي شريک ساتي.
که چيري استحصال کونکو ته دا مذهب پلورونکي تحفظ ورنکړي بيا د استحصال کېدونکو لخوا (چي په شمېر تر استحصال کونکو بې پايه زيات وي) بغاوت او بری د پيړئيو اوږدې مبارزې نه د مياشتو پائله وي.
پښتون افغان چي د تاريخ په اوږد سفر کي اوس داسي پړاو ته رارسېدلې دې چي پخپله په يوه طبقه بدل شوې دې. په حيث د قام له ده څخه شتمنۍ تروړل کيږي، استحصال ئې کيږي او په ناروا او غير انساني ډول وژل کيږي او بيا د ترهګرو او ظالمانو تور پرې هم لګيږي. اوس به هر باسواده او باشعورافغان خپل تاريخي مسوليت په غاړه اخلي چي د استعماري بلا د مخ نيوي لپاره هر اړخيزه مبارزې ته چمتو شي. د رجعت خوښونکو، د استعمار د لاس پوڅو، مذهب پلورونکو رول اولس ته په ښه توګه وړاندي کړي چي د اوسل ورڅخه کرکه شي او اولس په دې پوه کړي چي د ده بده ورځ د خدائې (چي رحيم دې، عادل دې، سخي دې) لخوا نه ده. دا د استعمار (چي ظالم، بې انصافه او شوم دې) لخوا تپل شوې ده. داسي به و آسمان ته چمتو اولس مزکي ته اوګوري او خپلي تاريخي وظيفې ته به پام وکړي.
په دې مرحله کي به بيا د انقلابي ګوند چي منظم وي او د مبارزې له بيلا بېلو پړاونو څخه را اوښتې وي سخت ضرورت پېښ شي. د لينن په وينا “انقلاب به ارومرو راځي بس تياري ورله پکار ده” او دا تياري داسي آسانه کار نه دې. اولس ته ځان رسول دې، د دښمن د پروپيګنډې مؤثر ځواب وئېل دې، انسانان پوهول دي، منظم کول دي، په انقلابي فلسفه سنبهالول دي. په ګوند کي دننه له جذباتي سطحيت او شخصي عقيدت څخه ژغورل دي او له هر ډول رجعت څخه د خلګو راګرځول دي.
وخت لږ دې، کارونه ډېر دي. پښتون اوده دې، دښمن ويښ دې. پښتون ساده دې، دښمن چلبازه دې. يو موټې کېدل او په هر سنګر دښمن ته ګواښونه جوړول او بيا پر مختګ کول تر څو چي د دښمن ملا د مزکي څخه ووهل شي دوخت ضرورت دې او دا په يو سر، د يو کس کار نه دې. نه يو کس ته پريښودل هوښياري ده.