اوس چې پاکستان د تاريخ د لوی او تياره کندي پغاړه ولاړ دې خو ښکاري داسي چې د تاريخ څخه زدکړي ته لا چمتو نه دې. په پاکستان کې ملايان (د پوره ږيري، نيمي ږيري، او بې له ږيري) داسي تبليغات کوي چې ګوندي په پاکستان کې ترهګري د ۹/۱۱ پس د يو اسلامي امارت (چې امن وو پکښې، د شودو رودونه بهيدل په افغان وطن کې او هرې خوا ته د امن سپيني کوترې الوتې) نسکوريده او د بهرنيو ځواکونو مېشتيدل دي. په دې پروپيګنډه کې د دوی دوې ګټي دي.
۱. په افغانستان کې د خپلو روزل شوي ترهګرو عملياتو ته اسلامي پټکی ورتړل.
۲. په پاکستان کې دننه د خپل ستراتيژک اثاثو ساتنه.
خو تاريخ هغه حمام دې چې هر سړی او قام پکښې لوڅ بربنډ ولاړ دې.
۱. په افغانستان کې لا خلقي اوښتون نه وو چا ليدلې چې د پاکستان خلقي بهټو بنسټپاله ترهګر روزل او په افغاني ټولنه کې يې د ترهګرۍ تخم پاشلۍ.
۲. د افغان ټولني خپل اوښتون وو خو د نړی پانګوالو د دې مخنيوی اړين وګڼلو. بيا هم دغه امريکا وه، دغه عرب وو، هم دغه د اسلام کلا وه، هم دغه مجاهدين وو چې افغاني ټولنه يې د ترهګرۍ، وحشت او ظلم بې پايه لوبي سره مخامخ کړه. د اسلام له کلا څخه د توحيد بچيان وو، توري لښکري وې چې د افغانستان په مزکه يې د مرګ لوڅه نڅا کول.
۳. بيا چې شوروي ځواک افغان وطن پرېښود او ډاکټر صېب واک پرېښود بيا هم دغه د اسلام د سپېڅلي دين پيغمبران وو چې د افغان وطن هره اداره، هره شتمنۍ يې و لوټل او ورانه يې کړه. ټينکونه يې اره کړل. جهازونه يې په پنجاب خرڅ کړل، او هم داسي يې افغانستان له ولاړي وايست. موخه يې دا وه چې افغانستان د تل دپاره د پنجاب تر لاس لاندي وساتي.
۴. بيا چې مجاهدين په خپل منځ کې د واک د پاره جنګونه پيل کړل، خلګ يې ووژل او منځني ختيځ ته د رسېدو خوبونه په زنګېدو شو بيا يې د امن د پاره هغه توري بلاګاني راوستې چې بې د خلګو د وژلو، لوټلو او کليو ورانولو يې هيڅ هم نه وو زده. چې وطن په هديره بدل شو نو دوی ويل چې اوس امن راغلی….. مثالي امن.
په دې ټوله دوره کې په پاکستان کې دننه دا لښکرې روزل کېدې. په جماتونو کې به د فساد د پاره تبليغات کېدل او د دې محاسن به بيانيدل. په مدرسو کې به د خلګو فکري روزني کېده چې د خپلو وروڼو مرګ ته چمتو شي او جنتونه وګټي. دا ټول صورتحال د اولس مشر په دې کوچنۍ وينا کې داسي رانغښتې شو “چې مار ساتې نو دا تمه دي عبث ده چې يواځي به ګاونډي چيچي”.
هم دا لامل دې چې د ۹/۱۱/۲۰۱۱ څخه ډير د وړاندي په ۱۹۹۴ کې تحريک نفاذ شريعت محمدي، سيشن ججز برمته کړل. د دې تحريک مشر د جهاد او عسکري روزني فتویٰ د ۸۰ لسيزي په پای کي ورکړه چې سرې لښکري د افغانستان څخه وتلي وې.
د لښکر جهنګوي (سپاه صحابه) په ۱۹۸۵ کې په جهنګ (چې د پنجاب ښار دې) کې بنسټ کيښودل شو. دا بېله خبره چې جهاد په کوټه کې کوي.
لشکر طيبه په ۱۹۹۰ کې جوړ کړل شو چې د افغانستان، پاکستان او هند د ترهګرو سره ټينګي اړيکي لري.
جيش محمد چې د سيمي په ملکونو کې د ترهګرۍ په پېښو کې لاس لري، په ۲۰۰۰ کې جوړ کړل شو.
نو دا خبري کول چې په پاکستان کي ترهګري د ۹/۱۱ پايله ده، يو خو دا چې تاريخي ارزښت نه لري، بل دا چې له خپلو غلطيو څخه زدکړي ته چمتو والی هم نه ښکاره کوي. دا ويلې شو چې په سيمه کې (بالعموم) او په افغانستان کې په ځانګړي توګه د بدامني لامل د پاکستاني استخباراتي ادارو او پوځ کړنلاره ده.