fbpx
تحقیقي مقالې ساهو برلاس مقالې

د اولس د توان استحصال

لیکوال ساهو برلاس
داسي به هم څوک وي چې سياست کوي او ماکېولي Machiavelli نه پېژني؟ ده ويلې چې “دا ډېره مهمه ده چې انسان ځان مذهبي ښکاره کړي”. د ښکاره کولو نه ېې مرام “هغه د ريا خرقه”. که دي عمل ورباندي کولو که نه.
دا اصول له وخت او ځای سره بدليږي خو دومره هم نه. اوباما هم د انجيل مقدس خبري کوي او د پيرنګ چارواکي هم. خو زموږ په وطن کې بيا دا په ځانګړي ډول مهم دې چې د مذهب په نامه خلګ ختا کړې. نور که هر څومره ښه انسان يې خو که د مذهبي جذباتو استحصال دي نه شو کولې نو بيا دي اولس نه مني.
په پښتون وطن کې خلګ ووټ د ډرون، ناټو په ضد، د طالب په حق کي د ښه خبرو، د امريکا د غلامي نه ملک خلاصول او په داسي نورو شعارونو واخلي خو چې کله په واک کې راشي نو هر څه پاتې شي او هم هغه پخوانۍ تګلاره…..
څوک چې رښتيا وائي چې دا د پاکستان  د وس (توان) کار نه دې. دا به کيږي تر څو چې پاکستان خپل کور سم کړې نه وي. خارجي ترهګر يې له کوره شړلي نه وي، په افغانستان او نورو ګاونډي ملکونو کې يې لاس وهنه ختمه کړې نه وي نو بيا ورپوري د امريکا د استازيتوب تورونه پوري کوي.
دې تګلاري يوه داسي ټولنه را مخته کړه چي د راروان وخت په حقله نه ښکاره دريځ لري، نه فکر او نه توان. د اولس ټول توان يې په داسي مبهم عملياتو او شعارونو کې ګار (ضائع) کړۍ چې نه د دښمن د مخنيوي دي نه د پاڅېدلو. کېدې شي د دښمن موخه به هم دا وي چې په بې ځايه احتجاج د اولس توان ناتوانه کړي او د خلګو په يو و بل او په خپل مشرتابه بې باوري راشي. د دې تګلاري دښمن ته دوې ګټي دي:
۱. خلګ له سياست څخه و ژغوري او ورښکاره کړي چې سياست د درواغو داسي لوبه ده چې رښتيا پکښې نشته. دا به اولس له مقاومته (د اوږدې مودې د پاره) ليري کري او د استحصال سره به جوړجاړې (مفاهمت) وکړي. يوه بې حسي به په ټول اولس کي را خپره شي.
۲. استعمار به خپلي لوبي ته په قلاره ادامه ورکړي. د خلګو شتمنۍ به په بې رحمي لوټل کيږي او د خلګ لويه برخه به نه پوهيږي چې لوبه څه روانه ده، چې پوهيږي هغه بيا په يو بل باور نه لري. يوه ګډوډي وي.
په دې ټوله دوره کې د مذهب پلورونکو ډېر ستر رول وي. خلګ که هر څومره ړانده کاڼه شي خو په خپل دړد، بې وزله ورځ، دربدري پوهيږي. د دې دړد دړدمان د استحصال کونکي ماته او مرګ دې خو مذهب پلورونکې د کوم مرض دوا دي؟ استحصال کونکي ېې مرسته تر لاسه کړي او دوۍ سم له لاسه داسي تبليغات شورو کړي چې ګوندي دا ټول د وخت د بادارانو او استعماري، سامراجي ځواکونو له لاسه نه دي. دا ټول د خلګو له ناليدلو قوتونو سره د خرابو اړيکو پايله ده. خلګ په ځان شکي شي. او بيا د استعمار او استثمار په کرکجنه لوبه کي راګير شي. د خپل هر رنځ دوا په څو عباداتو، تاويز، دم، زيارت او نورو داسي بې بنياده عملياتو کي څاري.