fbpx
ساهو برلاس کوزه پښتونخوا مقالې

اين جي اوز که مهذبه شوکماري

لیکوال ساهو برلاس
رياستي ادارې يواځي دا توان نه لري چې د اولس خذمت وکړي او خذمتونه ورته په ښه ډول ورسوي. د دې کمي د پوره کولو د پاره د اولس ملاتړ پکار وي. د اولس ملاتړ که په غير منظمه توګه وي نو هم هغه پايلې يې نه شي تر لاسه کيدلې د کومو چې اولس ته اړتيا وي. په منظمه توګه که چيرته دا اولسي ملاتړ، د کوچني او لوی سازمانونو (تنظيمونو) په بڼه کې تر سره شي نو هم ګټه کوي هم د دولت، دولتي ادارو او اولس تر منځ تړون جوړوي.
 
په پښتونخوا کې اين جي اوز (چې موږ ورته اولسي سازمانونه ويلې شو) په پيل کې په هم دې مرام منځ ته راغلې چې د دولت / رياست لخوا کومي چاري د اولسي خذمت نه دي تر سره شوي په هغه کې د دولت سره مرسته وکړي او اولس ته د ژوند آسانتياوي برابري کړي. دا د ژوند آسانتياوي برابرول په دوه ډوله کېدې شوې. 
۱. د اولس په خپلو شتمنئيو
۲. د دولتي او بين المللي ادارو لخوا څخه د تکنيکي او اقتصادي مرستي په بڼه
اين جي اوز په دواړو اړخونو کارونه پيل کړل. د اولسي شتمنئيو په کار راوړلو د پاره يې د اولس سره ناستي پيل کړې چې پوهـ يې کړي او د دوی صلاحيتونه پرکار واچوي چې خپلي شتمنۍ و لتوي او ګټه ترې واخلي. دولتي او نړيوالي ادارو ته يې د مرستي خواست وکړ. دوی ښه کارونه اوکړل، خلګ يې وروزل. کليوال تنظيمونه يې جوړ کړل.
 
بيا دا کار د ګټي کار شو. کوچني کاروباري خلګ راپورته شو او لکه دوکانونه ېي اين جي او خلاسي کړې. د کېري لوګر بل پس پوځي خلګو هم په دې کې ګټه وليده او خپلي اين جي او يې خلاسي کړې. مخ ته ېې نور خلګ کړل، د پردې تر شا دوی شو. اوس اين جي اوز (ټولي) څه داسي ادارې دي:
 
۱. د اين جي اوز مالکان لکه د کارخانې مالکان: د تنظيم اثاثې د ځان او خاندان شمېري د اولس د خذمت نه.
۲. کوم خلګ چې د خلګو د صلاحيتونو زياتولو خبره کوي هغوی ته پخپله د صلاحيتونو اړتيا ده. د اين جي اوز فيلډ ورکرز، منيجرز او مالکان داسي خلګ دي چې د ټولنيز بدلون په الف ب نه دي خبر، د ټولني د پرمختګ اصول و قانون خو ليري خبره کله يې د ټولنيز علوم کتاب هم نه دې پرانيستې. په دې لار کې تحقيق او شنني خو ليري خبره. 
۳. د اين جي او د مالک لوی مرام بچت کول وي. په دې اړه د اين جي او کارکونکو تنخواه کمول، د ګاډۍ په تېل کې کمي کول، خپله ګاډی لګول او کرايه له ډونر څخه اخيستل، د اولس کارونه نه کول او رپورټ د پروژې د تکميل ورکول، په فنډز کې کرپشن کول يو څو بېلګي دي ګنی دوی ته دومره لاري مالومي چې زموږ فکر ورته مات شي.
۴. سيمينار او ورکشاپ د دې د پاره نه راغواړي چې له خلګو سره مشاورت وکړي او د پروژې د عملي کولو لاره ورڅخه زده کړي. په داسي سيمينارز کې هر کله هغه خلګ راځي چې د کوچنئيو اين جي او مالکان وي او نيت يې د څه خوړلو، چښلو او خپله ټي اے، ډي اے تر لاسه کول وي. 
۵. ټريننګ (چې د اولس صلاحيتونه زيات کړي) د پاره تربيه کونکې داسي خلګ وي چې پخپله په موضوع نه وي خبر. وخت تېروي. کوم چې ګډون پکښې لري هغه هم د وخت تېرېدو او څه خوړلو د پاره راځي.
۶. د ټولنيز بدلون خبري کونکې خلګو د بيوروکرېسي بڼه غوره کړه. اولس د اين جي او د دوتر تر مخ ولاړ وي او د اين جي او مالک لا منيجر د ناستي وخت نه ورکوي. د اولس سره په خاوره نه کښېني. سپين کالي له خاورو ګوري. لوی ګاډی ورسره وي. په ښکليو دوترونو کې د قلاري ژوند کوي نه د بدلون ځورېدونکي هڅي. 
۷. په يوه اين جي او کې به د يوه کور ټول باسواده او بي سواده خلګ (د خپلو ډګرئيو په مراتب) کار کوي. 
 
لوی وير چې د اين جي او له لاسه ټولني ته پېښ دې؛ هغه دا چې خلګ سوالګر اموخته کړي. خلګ د يوې لا بلي اين جي او دوتر ته ولاړ وي چې څه تر لاسه کړي.
دې بدبختۍ دوې بلاګاني منځ ته راوړي
۱. خلګ هر څه له اين جي او څخه غواړي او داسي د رياست رول په کمېدو شو.
۲. رياستي ادارې خپله ذمه واري نه احساسوي او د ذمه واريو پړی يې د اين جي او پغاړه اچولې دې.
 
دې ټول صورتحال نه دا چې د خلګو په خپل ځان او رياست باور ختم کړې ورسره يې د فساد (کرپشن) لاري هم هواري کړي.