fbpx
ساهو برلاس مقالې

پاکستاني ټولنه: دروغ او تشدد

لیکوال ساهو برلاس
پاکستان کې داسي رويې په زياتېدو دي چې موږ يې يا په زندانيانو کې وينو يا په نارينه ټولنه کې د ښځو. دواړه يو بل ته ورته دي. په کومه ټولنه کې چې ټول واک د نر وي هلته ښځي هم خپلواک ژوند نشي کولی.
په پاکستان کې دروغ، غيبت، بهتان او تشدد داسي خويونه دي چې د هر وګړي په ژوند کې څه نا څه برخه لري. هم دا خويونه د دې خبري اثبات کوي چې پاکستان داسي قلعه ده چې اسلام پکښې بندي دې او قامونه پکښې را ښکېل دي.
کله چې د يو رياست ټوله ايډيالوژي په دروغو پوري اړه لري هلته د عقل، پوهي او منطق خبري کول، په کنړو کې اذان کول وي. د دې دروغو پيل له ښوونځي څخه کيږي.
معلم به لوستونکو ته د اقبال او سرسيد په اړه مالومات ورکوي او دا به وائي چې دوی د مسلمانانو خپلواکي غوښته. دوی يې د لويديځ د کافر کلتور څخه وژغورل. 
کوم چې عکسونه د اقبال دي په هغه کې بيا اقبال د کوټ پتلون سره سم انګريز ښکاري او جناح خو تر انګريزانو هم ها خوا وو. دا خو يې يوه اولسي بېلګه وه. کوټ پتلون څه د کفر نشاني نه ده اما کومه خبره چې ډيره د حيراني ده هغه دا چې اقبال او سرسيد د مسلمانانو خپلواکي غوښته، د انګريزانو د ظلمه څخه يې ژغورل او د دې خذمت په بدل کې ورته انګريز د “سر” خطابونه ورکول او تنخواه ېې ورکول. انګريز دومره د لوی زړه خاوند وو. خپل دښمن ېې نازولی. دا تپوس کول خو ځان د کفر استازې ښودل دي چې “خان شهيد او باچا خان” يې څله په زندانونو کې زاړه کړل؟
 
چې پوهنځي ته ولاړ شې نو يو سوشلسټ به مخې ته درشي. د پښتنو خانانو، بلوڅ سردارانو به درته بلها ډېر غيبتونه وکړي چې دوی نور هيڅ نه وو خو د انګريز استازي. که پوښتنه وکړې چې بيا خو بايد د کوټې شاهي جرګه هم و نه منو چې پښتانه ېې په پاکستان ګډ کړل. او د دې پرېکړي په ضد به خپله رايه ورکوو نو به درنه سم دم د سامراج استازې جوړ کړي چې لوی رياستونه ماتوې او کوچني رياستونه جوړوې چې د نړيوال سامراج تر لاس لانددي ژوند کوي (لکه اوس چې يې پاکستان نه کوي).
 
چې کله جمات ته ورشې نو ملا صېب به په افغانستان کې د جهاد فتویٰ ګاني درکوي. لامل به ېي د کفارو د پوځونو مېښتوالې يادوي. که ورنه تپوس اوکړې (که څه هم په جمات کې دا د تپوس کولو کلتور نشته) چې د کفارو پوځونو ته خو پاکستان لاري ورکړې. شمسي ائير بېس خو په پاکستان کې دې. امريکا ته په سهېلي آسيا کي اول ځل پاکستان اډې ورکړې، افغانستان کې مېښت بهرنئيو ځواکونو ته اسلحه او نور خوراکي و جنګي سامان د پاکستان له لاري ځي نو به سم درباندي د امريکا د استازيتوب تور اولګوي.
 
چې حجرې ته راشې نو به د اسلام صفتونه وي چې ډېر سپېڅلې دين دې. ملايان د نبي وارثان دي او خدای مو دي آخره په ايمان کړي. که تپوس اوکړې چې اسلام که سپېڅلې دين دې نو ښځو ته حق ورکړۍ. د زوی ونډه (برخه) په جائداد کې شته نو د لور څله نشته؟ که ملايان د نبي وارثان دي نو دا کارونه يې څله د شيطان دي؟ نبيﷺ خو د خپل لاس ګټه خوړل د بل زکوٰت او خيرات ته خو نه وو ناست نو به سم د لاسه د خلقي سند درکړي.
 
په داسي دروغژنه ټولنه کې به بنديزونه ډېر وي. په پوښتنه کولو به څوک ځواب نه فتویٰ درکوي او ځان به له داسي خلګو ګوشه کوي چې پوښتني کوي. داسي ټولنه خلګ په بېلا بېلو روحي ناروغئيو اخته کړي چې زياتره د تشدد له لاري خپله څرګندونه کوي.