پاکستاني رياست د بېلا بېلو ستونځو سره مخامخ دې. په بلوچستان کې د خپلواکی غورځنګ نه دا چې پياوړې شو، ورسره دا هم چې د خلګو خوا خوږي د چاريکي جنګ کوونکو سره ده. رياست په حيث د ظالم خلګو ته ورپېژندل شوې دې. په پښتونخوا کې دا احساس نور هم قوي دې چې رياست پخپله د ترهګری پالونکې دې او پښتانه ورباندي وژني. سندهـ که څه هم په قامي سياست او رياست ادارو کې لاس لري خو د خلګو لويه برخه يې د رياست او مهاجر په ضد راپارېدلې ده.
په اقتصادي توګه هيواد بېخي لوېدلې دې. د رياست ټول اقتصاد په دې ولاړ دې چې په هيواد او سيمه کې تاو ترېخ والې، جنګ، جګړې وي او نړيوال دي په دې که د پاکستان رول مهم و ګڼي او اقتصادي مرستي (چې لويه برخه يې پوځ وړي) ورسره وکړي. د اقتصاد دويمه برخه يې د عرب امداد دې چې د ايران مخ نيوی پکښې مهم دې. دريمه برخه يې د چين مرستي دي چې چين خپلي موخي لري (ګوادر بندر او د ګلګت بلتستان شتمنی يې يوه بېلګه ده). څلورمه برخه يې په دې رياست کې د راښکېل قامونو شتمنی دي (د بلوڅ بندر، ګاز او منرلز، د پښتون اوبه، ځنګل او منرلز، د سندهي بندر او منرلز).
هسې چې ورته وګورې نو دا د اقتصاد د پرمختګ د پاره نه دا چې بيخي زيات دې ورسره دا هم چې هيواد د سيمي د نورو هيوادونو هم مرسته کولی شي. د نړيوال جنګ پس يورپ ته د امريکا مارشل پلان 15 ارب ډالر ورکړل. پاکستان ته د افغان فساد پس ۷۰ ارب ډالر راغلي دي. پايله ېې ښکاره ده. ۱۵ ارب ډالر يورپ په مزکه جنت کړ او ۷۰ اربه پاکستان څخه دوژخ جوړ کړ.
لامل ېې دا دې چې يورپ دا ډالر د هيواد په بيا رغوني و لګول او پاکستان دا ډالر د فسادي لښکرو په جوړولو، روزلو او په لاره کولو ولګول. دغه فسادي لښکرو هم سيمه اور ته واچوله هم په پاکستان کې دننه يې هره ودانۍ ورانه کړل. بهرني پانګوال په بلې خوا ولاړل. پخپله پاکستان د انرژي د کړکيچ سره مخامخ دې. لوئي او زياتي فابريکې چې په پنجاب کي دي تړل شوي دي لا ډېر کم کار کوي. خلګ بې کاره شو. په نيږدې وخت کې به پنجاب د دوو لوئيو پېښو سره مخامخ شي.
۱. دا بې کاره خلګ چې په کروړونو دي به د مذهب و خوا ته رجوع وکړي او هم هلته به يې د مذهبي احساساتو استحصال کيږي. دا به ترهګری ته نوي نوي رنګونه ورکړي. پنجاب به د خپل ساتل شوي مار سره په جنګ شي.
۲. د رياست مقتدره، امنيتي ځواکونه به د دې د مخنيوي په کار بوخت شي او داسي به پخپل منځ کې سره لاس و ګرېوان شي. چې بېلګي يې موږ اوس هم د بريګيډير علي او د حزب التحرير تر مڼح د اړيکو په بڼه ليدلی شو. هم داسي د جهادي فکر افسران اوس په پوځ کې ډېر دي ورسره د دې ضد روشن فکره هم شته. دا وېش پوځ کمزورې کړې دې. دا وېش به په راروان وخت کې لا زياتيږي.
په داسي وخت کې به يوې خوا ته، په پاکستان کې دننه، د خپلواکی غورځنګونه غورځنک کوي غزيږي به، بلې خوا ته به نړيوال يا سيمه ايز ځواکونه دې ته چمتو کيږي چې پاکستاني رياست ته تحفظ ورکړي او په رياست کې دا ښکېل شوي قامونو د شتمنۍ څخه ګټه واخلي (د مثال په توګه چين).
د دې مرام د پاره به دوی د پاکستاني پوځ لاسونه ټينګوي. نوې وسله او پيسه به ورکوي. اما پوځ به په دې و نه توانيږي چې په هيواد کې دننه د خپلواکی غوښتنوکي او شر خوښونکي مخه ونيسي. لامل ېې پورته ذکر شو.
په داسي حالاتو کې د ملتپاله ګوندونو کړنلاره به هم دا وي چې د دوی (د پنجاب سيول فيوډال او صنعتکاره طبقه او پوځي فيوډال او صنعتکاره طبقه) تر منځ د واک او زياتي شتمنۍ خپلولو تضاداتو اور ته لمن ووهي. دا تضادات بربنډ کړي او رياستي مقتدره د کړکيچ سره مخامخ کړي. دا به د رياست مقتدره کمزورې کړي او و به نه توانيږي چې نور قامونه هم داسي ښکېل وساتي.
دا خو شول يو څه خواږه خوبونه چې تعبير به مومي. خو تر دې هم جدي پوښتني دا دي چې نړيوال او سيمه ايز ځواکونه چې په دې و پوهيږي چې د پاکستان مقتدره دا توان نه لري چې دوی ته خذمت وکړي نو دا امکان شته چې دوی (نړيوال او سيمه ايز ځواکونه) بې له واسطې د هيواد چاري په لاس کي واخلي؟؟ (د پوځ په واسطه يې دا واک اوس هم په لاس کي دې).
که چيرته داسي اوشي نو زموږ کړنلاره به څه وي؟ موږ به خپل دريځ په کومه طريقه وړاندي کوو؟ او په نړيوالو دا دريځ به څنګه منو؟ موږ دومره استعداد لرو؟