fbpx
پښتانه شخصیتونه ساهو برلاس مقالې

باچا جي: ملي انقلابي مبارز، پوهاند او اديب

لیکوال ساهو برلاس
۱. کله چې انګريزانو ملاکنډ سوری کړو او د سوات اوبۀ يې پکې راتېرې کړې، د دې اوبو په راتلو سره د هشنغر، مردان، ملاکنډ تر صوابۍ پورې مزکې د اوبو لاندي راغلې او دا سيمه په زرعي توګه يو حاصل خيزه او زرخيزه سيمه شوله او ددې سره مختلف پښتانه قبايل هم د کر کيلې لپاره دلته راغلل. زمکې زياتې جاګيردارانو نيولې وې نو له دې امله دغه خلګ له دوی سره شول. له دې سره سم پښتنه ټولنه په دې سيمه کې په طبقاتو کې وويشل شوه. يوه بادار، جاګيردار طبقه او بله د خوار او بزګر طبقه. د جاګيردار ژوند د بزګر په وينه او خوله کې دې.
پښتون قامي غورځنګونه په دې دوره کې چې د استعمار په ضد راپورته شوي وو د هغوی يو مرام د دغه استحصالي طبقې څخه د خواريکشو خلاسون هم وو. په ۱۹۳۰ کې دا غورځنګ موږ فعاله وينو چې د عبدالرحيم پوپلزي او کاکا جي صنوبر حسين غوندي مشرانو د دې غورځنګ مشري کوله. 
د پاکستان د جوړيدو پس دا جاګيرداران د خپل وطن د ګټي په ضد د پنجابي استعمار مله شو او استعمار هم د دوی ښه مرسته وکړه (او کوي يې). په دې دوره کې پښتون قامي غورځنګ د نيشنل عوامي پارټۍ په بڼه استعمار او جاګيردار ضد ملي پاڅون ته ملا وتړله خو د بزګرانو د ستونځو د حل کولو په حقله ګوند کي اختلافات رامنځ ته شو او پايله يې دا راووته چې په ۱۹۶۸ کې ګوند ووېشل شو او د افضل بنګش او شېر علي باچا  په مشرۍ کې نېشنل عوامي پارټۍ مزدور کسان او بيا په مۍ ۱۹۷۰ د مزدور کسان پارټۍ بنياد کېښودل شو. باچا جي د ګوند مشري په ښه همت وکړه. 
 
 ۲. باچا جي انقلابي وو. داسي انقلابي نه وو چې د خلګو په مذهبي احساساتو به يې پسخند وهلۍ، لا په څه نورو بدو کارونو اخته وو (لکه څنګه چې په پاکستان کې د ډيرو سوشلسټانو دود دستور دې)، لا د يو راتلونکې انقلاب په انتظار ناست وو، خوبونه يې ليدل او په هوا کې ېې ماڼۍ جوړولې. په خپله يوه وينا کې وائي “ځيني خلک وايي انقلاب را روان دې. هلکه انقلاب د ميرا خان بيزه خو نه ده چې په خپله به راځي. انقلاب څه د خټو ګوګوشتو خو نه دې چې په سړه ډوډئ خرڅيږي ، د انقلاب راوستلو د پاره د مترقي سوچ او فکر ، نظر ، عمل او يوې منظمې انقلابي پارټۍ يعنې خوځښت ته اړتيا وي.
باچا جي په انقلاب مئين يو. انقلاب ېې غوښت (په غوښتلو او هيله کولو کې توپير شته). د انقلاب د لاري عملي مبارز وو. د دې عملي مبارزې پايلې هم داسي اوچتي وې لکه څومره چې باچا جي اوچت انسان وو. په خپله يوه وينا کې يې ويل — چې د جنګو بابا د تلين په حقله جوړه شوې غونډي ته يې کوله (دا د وړو وړو خلګو تلين لمانځل هم د باچا جي کار وو) “خان به په کټ کې ناست وو او تاسو په مزکه. ده به درته خبري کولې او تاسو به په مزکه کرښي را کښلې. نن تاسو هم سيالان يې”. باچا جي داسي ستر انسان وو. د انسانانو د سر لوړی او برابري دومره ليوال وو.
مزدور کسان پارټۍ د بېلا بېلو پوړو څخه اوښته چې مهم د ۱۹۷۷ ټولټاکني وې. په قامي او طبقاتي سوالونو،  ګوند په درې برخو وويشل شو. د پنجابي سوشلسټانو دوه مخي باچا جي ته ښکاره شو. باچا جي، مختار خان يوسفزی، مثل خان هغه مشران وو چې د پښتنو د يو قامي ګوند اړتيا يې محسوسه کړه. د پښتونخوا نيپ سره اتحاد او شو. د دواړو ګوندونو مشرانو، د پښتونخوا وطن ګډي دورې وکړې او بيا په دې پوهـ شو چې فکر ېي يو دې. مارچ ۱۹۸۹ کې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ تاسيسي کانګريس کې د پارټۍ جوړښت پای ته ورسېده. باچا جي په دې وخت کې د پښتنو مشري په هم هغه سپېڅلي اخلاص کوله چې د ده ځانګړېتوب وو.
 
۳.   باچا جي قام پرست وو. او ويلې چې نه دې سرپرست چې قام پرست نه وي. چې کله بزګران په ځای شو نو باچا جي دې ته پام واړوۍ چې د پښتون افغان لوی وطن خو داسي طبقاتي وېش نه لري. د افغان د لوی برخي ستونځه د استعمار لخوا شکېل کيدل او د پښتون افغان په شتمنۍ د پريدي شوکمارانو اجاره ده. په هم دې دوره کې باچا جي دا احساس کړه چې پښتون افغان په حيث د قام په يوه طبقه بدل شوې او په حيث د قام يې استحصال کيږي. په خپله يوه وينا کې وائي چې ما به تاسو ته په هم هغه وخت کي ويل چې د دې جاګيردارانو نه ځان خلاس کړو بيا به د قام د خپلواکۍ مبارزه کوو.
باچا جي د نيشنلزم په ډګر کې هم ځانګړی رنګ درلود. د شخصيت پرستی په ضد ېې فکري او عملي مبارزه کوله. د پښتنو په هغه مشرتابه چې د پيغمبری بڼه يې اخيستې، ټينګي نيوکي کولې چې د کانګريس سره په اتحاد کې ېي خپلي ګټي هيري کړې او د هند د وېش په وخت يې سرونه ټکول. بيا د سر د ټکولو څه ګټه؟ د محاذ د جوړولو لاري يې روښانه کړې. چې د نورو ګوندونه سره اتحاد بايد څنګه اوشي؟ څنګه خپلي ګټې خوندي کړل شي؟
باچا جي په دې پوهـ وو چې د پښتون بقا د افغانستان په سوله او پرمختګ کې ده. په دې حقله يې ښکاره دريځ او سټرېټيجي لرله. هغه دا چې د پښتونستان د پاره هلي ځلي وشي او بيا دا خپلواک پښتونستان د خپل فطري جغرافيې افغانستان سره يو ځای شي.
په دې نېشنلزم کې يې ځانګړې رنګ، انقلابي رنګ وو. باچا جي د پښتون افغان وطن اقتصادي نظام، پانګوال نظام نه وو خوښ. خيالي او رومانوي سوشلسټ هم نه وو. په دې پوهـ وو چې په پښتون وطن کې مزدور طبقه لا دومره نه ده پياوړې چې د انقلاب رهبري اوکړي نو کشی (کهيت مزدور) يې د کارخانې د مزدور په ځای شمېرلۍ. يقين يې دا وو چې هم دا خواريکش به د انقلاب رهبري کوي او پښتون وطن به د استعمار او استثمار څخه ژغوري.
 
۴. باچا جي اديب وو. د لوړي سويې اديب وو. خو ادب ېې د سياست څخه بېل څيز نه شمېرلی. ادب يې د وخت تيري (تفريح) شی نه،  د قام مقدس امانت ګڼلۍ. د قام د ويښولو د پاره ېې ګټه ترې اخيستل. په دې هنر کې هم هغه جذباتي سطحيت او نارې نشته چې عموماً د ريفارمر په ادب کې وي. باچا جي په مبارزه کې جېلونه تېر کړل. د استعمار لخوا بندي کيدلو ته او د پښتونخوا وطن ميني ته يې څومره بليغه اشاره کړې
 
ستا د حسن غله ګوري
نور باچا په څه غل دې
 
د خپل يو نظم “خوږ وطن” په حقله ليکي؛
“د ايوب خان مارشل لا وه او سياستونه بند وو ما به د مشاعرو او ادبي مجلسونو په ذريعه  د خپلو خيالاتو د خورولو کوشش کولو دا نظم مې اوليکلو چې راهي صيب به ورته اکلوتا نظم وېلو”.
د دې نظم څو شعرونه:


لکه د ژمي په ماښام چې تورې لړې راشي
لا يو مزدور د کارخانې نه کور ته ستړے راشي
لا څوک دهقان د خان پټي نه تر جونګړې راشي
لا يو سوالګرے د مالدارنه وروځې خړې راشي
لا څوک مظلوم د ظالمانو نه درګړے راشي
لا بې ګناه قېدي زندان ته لکه مړے راشي
زما زړګيه! بس د خوږ وطن قيصه داسې ده
د اورېدو نۀ ده قسم دے چې ترخه داسې ده 

باچا جي داسي ستر انسان وو. د مبارزې په هره لاره يې موږ ته بل مشالونه پرېښودل. د ملي، طبقاتي مبارزې لاري ېې روښانه کړې. د ادب و سياست کارونه ېي راته آسانه کړل. په خپل قيمتي کتابونو، فکرونو او وينا ګانو کې موږ ته هم هغسې ژوندی دې. موږ ته هم هغسې لاري رڼا ساتي. موږ ته هم هغسي لاري ښائي. 

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ماخذونه:
۱. خدای بخښلی مثل خان — مختار خان يوسفزی
۲. بل مشالونه — شېر علي باچا
۳. ملي پاڅون — شېر علي باچا
۴. خان شهيد (مقاله) … شير علي باچا
۵. پښتون ملي قهرمان — شېر علي باچا