fbpx
تحقیقي مقالې ساهو برلاس مقالې

د حقيقتونو نړۍ او د ايډېالز درمسال — برټرينډ رسل

لیکوال ساهو برلاس
د حقيقتونو نړۍ، لنډه دا چې، ښه نه ده او زموږ د ښه و بد پيژندونکي قوه دې ته سپارل د مريتوب نخښه ده چې زموږ فکرونه بايد ترې ډډه وکړي. تر هر څه غوره دا ده چې د انسان درنښت و لمانځل شي، (او هغه داسي) چې څومره کيدې شي انسان د غير انساني ځواکونو د استبداد څخه آزاد کړل شي. چې کله موږ دا ومنو چې ځواک په پراخه توګه بد دې، او دا چې انسان، د ښه او بد د علم سره، يو خوار اټوم دې په داسي نړۍ کې چې داسي علم (د ښه و بد) نه لري، يوه لاره خوښول بيا موږ ته پرېښودل شوه: موږ بايد د ځواک عبادت وکړو که د خير/ښېګړي؟ زموږ خدای بايد شتون ولري او بد دي وي يا زموږ د وجدان د تخليق په حيث و پيژندل شي؟
د دې پوښتني ځواب ډېر مهم دې، او په پراخه توګه زموږ اخلاق اغيزمن کوي. د ځواک عبادت، لکه څنګه چې کارلائل، نيچه او ځواک خوښونکي Militarism موږ ورباندي تورن کړي يو، د يو ظالم کائنات په ضد زموږ د آيډيالز د ژغورلو د ناکامۍ پايله ده: دا پخپله و بدي ته په مزکه پريوتل دي، ومولوچ (يو پخوانی خدای) ته زموږ تر ټولو غوره شي قرباني ده. که قوت ته احترام اړين وي، نو راشۍ چې د هغه خلګو د قوت احترام وکړو چې د هغه دروغژن “حقائق پيژندنه” څخه انکار کوي کوم چې دا نه پېژني چې حقائق زياتره وخت بد وي. راشۍ چې دا ومنو، کومه نړۍ چې موږ پېژنو، کې ډېر داسي شيان دي چې تر دې به ښه وو که داسي نه وو، او دا چې کوم ايډيالز سره چې موږ نښتي يو او پکار ده چې ورسره يو د مادې په باچهي کې پيژندل شوي نه دي. راشۍ چې خپل احترام د رښتيا د پاره خوندي و ساتو، د ښائست د پاره، د تکامل د ايډيال دپاره کوم ته چې ژوند موږ نه پرېږدي، که څه هم په دې کي هيڅ هم د بې شعوره کائنات په تصويب نه ارزي. که ځواک بد دې، لکه څنګه چې ښکاري، راشۍ چې د زړه له کومي يې رد کرو. په هم دې کې د انسان رښتنې خپلواکي پټه ده: په داسي پريکړه کې چې د داسي خدای عبادت به کوو چې زموږ د خير/ ښېګړي د ميني تخليق وي، يواځي د هغه جنت احترام وکړو چې زموږ د ښه ساعتونو بصيرت راپاروي. په عمل کې، په تلوسه کې، موږ بايد چې د تل د پاره و بهرنۍ ځواکونو ته سر کښته کړو؛ خو په فکر کې، په ارمان کې، موږ خپلواکه يو، له خپل ملګري څخه آزاد يو، خپلواکه! له دې وړې سيارې، په کومه چې زموږ بدنونه په بې وسۍ څکيږي، تر دا حده چې تر څو ژوندي يو نو له مرګه هم آزاد يو. نو اوس راشۍ چې زدکړه وکړو چې د عقيدې انرژي، کومه چې موږ د ښېګړي/خير په تصور کې ژوندي ساتي، او راشۍ چې د عمل دنيا ته کښته شو، د حقائقو و نړۍ ته، (خو دا بايد په پام کې و ساتو چې) هم هغه تصور تل زموږ و مخ ته پروت وي.
کله چې د حقيقت او ايډيال اختلاف ښه څرګند شي، د سرغړوني ليونۍ جذبه، له خدايانو څخه کلکه کرکه، د خپلواکۍ د څرګندوني د پاره اړين ښکاري. د يو ظالم کائنات په ضد په پروميتيان (يوناني کيسو کې هغه خدای چې د انسان دپاره ېې له خدايانو څخه اور راغلا کړۍ) ټينګار مبارزه کول، د ده (کائنات) ټولي بدۍ تل په نظر کې ساتل، تل فعاله کرکه، هر هغه دړد چې ځواک يې اختراع کولۍ شي څخه انکار نه کول، د هر هغه چا وظيفه ښکاري چې د اړين و مخې ته سر نه کښته کوي. خو ذلت بيا هم مرييتوب دې، څله چې دا زموږ افکار د بدۍ تابع ګرځوي؛ او د ارمان شدت، کوم چې بغاوت راپاروي، کې يو رنګه ځان خوښي ده چې هوښيار ورباندي بايد غلبه و مومي. ذلت زموږ د افکارو ماته ده نه د ارمانونو؛ رواقي (د يوې فلسفې منونکي چې د غم او خوشالي څرګندونه نه کوي) خپلواکي کې ځيرکتوب په دې کې دې چې ارمانونه پرېږدي نه فکرونه. د ارمانونو په پړېښودلو کې د ګوښه کيدلو نيکي پيدا کيږي او د فکرونو په آزادولو کې د آرټ او فلسفې ټوله نړۍ جوړيږي، او د ښائست تصور، په کوم چې موږ په مخالفه نړۍ بيا بری موندلی شو. خو د ښائست تصور په ناتړلي فکر کې امکان لري، هغه فکرونه چې د ليوالو ارمانونو تر بار لاندي درانه نه وي؛ هم داسي خپلواکي يواځي د هغه خلګو دپاره ده چې د ژوند څخه د ځانګړي ښېګړيو غوښتنه نه کوي کوم چې د وخت د بدلون سره تړلي دي.
که څه هم پرېښودل/لاس اخستنه د بد د شتون شهادت ورکوي، بيا هم عيسائيت، د دې په تبليغ سره ځيرکتوب څرګند کړ کوم چې د پروميتيان د سرغړوني د فلسفې څخه مخ په وړاندي دې. دا بايد ارومرو ومنل شي، که څه هم ډېر شيان چې زموږ زړه ېې غواړي، څه پکښې امکان نه لري، بيا هم رښتني ښېګړي دي؛ نور، که څه هم، آرزو ېې په ډېر شدت سره کيږي د پاک ايډيال برخه نه جوړوي. دا عقيده چې کوم څه پرېښودل شو تل بد وي، ځينې وختونه غلط اثبات شي، خو بيا هم دومره غلط نه وي څومره چې يې بې مهاره جذبات سنجوي؛ او د مذهب عقيده چې دا دليل ورکوي چې دا (پرېښودل) کله هم غلط نه وي، د تند رښتياو د کشف له لاري زموږ د اميدونو د پاکولو زريعه ده.
په پرېښودلو کې يو بل ښه عنصر هم شته: رښتنې ښېګړه لا پکښې شته، چې کله يو څه د حاصلولو نه وي بايد چې په قهر سره و هم نه غوښتل شي. د هر انسان په ژوند کې له وخته لا نا وخته لاس اخستنه/پرېښودنه راځي. د ځوان د پاره هيڅ هم داسي نشته چې په لاس نه راتلونکي وي؛ د کلکي ارادې سره د يو ښه شي ارمان، او چې بيا هم ناممکن وي، د دوی (ځوانانو) د پاره د منلو نه دې. بيا هم په مرګ، په رنځ يا غربت يا د وظيفې په ږغ، هر يو په موږ کې بايد زدکړه وکړي چې نړئ زموږ د پاره نه ده جوړه شوې، او دا چې که يو شی هر څومره ښائسته وي، چې موږ ېې هر څومره ارمان لرو، بخت به ېې بيا هم موږ ته رانکړي. دا د همت برخه ده چې کله بدبختي راشي نو و زغمل شي پرته له دې چې د اميدونو په ورانېدو خواښيني ښکاره کړې، او فکرونه بايد له بې ځايه تاسفه و ژغورې. په دې کچه ځواک ته سر کښته کول نه دا چې سمه ده، هم دا د ځيرکتوب ور (دروازه) دې.
خو غير فعاله ماته منل ټول ځيرکتوب نه دې، يواځي په پرېښودلو موږ د خپل ايډيالز درمسال نه شو جوړولی. د درمسال فکر نيونکي امکانات د تخئيل په هولکه کې ښکاري، په ميوزک کې، د ودانۍ په سبک کې، د دليل په بې ستونځي باچهي کې، د شعرونو په جادو کې لکه د لمر د لويدلو طلائي رنګ، چرته چې ښائست برېښي او وده کوي، د غم له لاسه ليري، د بدلون له ويري ليري، د حقيقتونو د نړۍ د وهم او ناکامۍ څخه ليري. د دې شيانو په جاج کې به د جنت تصور زموږ په زړونو کې يوه بڼه غوره کړي، دا به موږ ته داسي محک (ازميښت کاڼی) راکړي چې د هغې نړۍ جاج ورباندي واخلو چې په موږ پوري اړه لري، او يوه پارونه کومه چې زموږ اړتياو ته يو ځانګړې رنګ ورکړي چې زموږ د مقدس درمسال (د جوړولو) د پاره د يو کاڼي په حيث ناوړه نه وي.
بې له هغه نادره روحونو چې بې له ګناه زوکړل شوي وي، درمسال ته تر ننوتو له مخه يوه تياره سمڅ (غار) ده چې ورباندي تېريدل غواړي. د سمڅ ور ناهيلي ده، او غولی يې د پرېښودل شوي اميدونو له شنختو (خازو) جوړ شوې دې. هلته به “وجود” مري (مړ کيږي به)، هلته ليوالتيا، د ناموخته ارمانونو حرص به وژل کيږي، يواځي په هم دې توګه روح د بخت له امپراتوري خلاسېدلی شي. د سمڅ دباندي ور (چې لاس اخستنه/پرېښودنه ده) بيا روښانه ځېرکتوب ته سړی رسوي، چې رڼا ېې نوې بصيرت، نوې خوشالي، نوې زړه سواندې، مخې ته ځليږي چې د زيارت کونکي زړه ورباندي خوشاليږي.
کله چې د بې سېکه (سست) سرغړوني (بغاوت) له تريخوالي پورته، موږ دواړي چاري زده کړو (يو دا چې) دباندي د بخت واک منل (بل دا چې) او دا منل چې غير انساني نړۍ زموږ د عبادت وړ نه ده، نو آخر به د بې شعوره کائنات بدلول او بيا جوړول ممکن شي، د تخئيل په ديګ کې دا (کائنات) له بېخه بدلول، چې د ځلېدونکي سره زرو يو انځور د خاورو د بت ځای واخلي. د حقيقت په ټوله نړۍ کې چې بېلا بېل شکلونه لري — د ونو، غرونو او ورېځو په سترګو راتلونکي شکلونه، د انساني ژوند په پېښو کې، تر دا چې د مرګ په مطلق قدرت کې — د تخليقي ايډيالزم بصيرت د يو داسي ښائست انعکاس موندلې شي کوم (ښائست) چې په لومړي ځل د ده خپلو افکارو جوړ کړې وي. په هم دا توګه ذهن په بې سنجشه فطرت د خپل نازک تسلط څرګندونه کوي. څومره چې د ده د کار مواد بد وي، څومره چې د ناروزلي ارمان ناکامه کونکي وي، هومره به د ده لاس راوړني لوی وي چې مقاومت کونکې تيږه په دې مجبوره کړي چې خپلي خزانې راوباسي، د ده د وياړ ډک بری په دې کې دی چې مخالف قواوي د ده د بري د نندارې (جشن) و لويولو ته مجبوره کړي. تر هر فن، تراژيدي د وياړ وړ ده، بری موندونکي ده، دا خپل ارګ د دښمن د هيواد په منځ کې جوړوي، د دې د غره په لوړه څوکه، د دې نه نيول کيدونکي د څارني برجونه، د دې کېمپونه او وسله تون، د دې د پلټنه قطارونه او کلاګاني؛ ټول ښکاره دي، د دې د ديوالونو دننه خپلواک ژوند روان وي، د مرګ، دړد او ناهيلۍ لښکري، د مستبد بخت چوپړ وهونکي کپتان، د بې باکه ښار ښاروال زغملی شي چې د ښائست نوې منظره وي. دکلا مقدس ديوالونه خوشاله وي، او استوګن يې په نه فنا کيدونکې لوړوالي درې واره زيات خوشاله وي. احترام و هغه زړور جنګياليو ته چې د جنګ په بې شمېره وختونو کې يې زموږ د پاره د خپلواکۍ بې سارې ميراث خوندي وساتلی او بيا يې د خپلواکو خلګو کور له بې شرفي بريدګرو څخه پاک وساتلۍ.